راتلونکې یک شنبه د ترکیې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې ترسره کېږي

ټاکل شوې چې د راتلونکې یک شنبې، ۲۴ جون، په ورځ په ترکیه کې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې په یوه وخت ترسره شي.

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا اعلان کړی چې تر ۵۶ میلیونه زیات ترکان به د دې هېواد په ولسمشریزو او پارلماني ټاکنو کې ګډون وکړي.

د ترکیې اوسنی ولسمشر او د عدالت او توسعې ګوند مشر رجب طیب اردوغان، د حزب سعادت مشر تمل کاراملا اوغلو، د د خلکو جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید محرم اینجه، د حزب وطن مشر دوغو پرینچک، د حزب نېک مشر مرال آکشنر او د خلق دیموکراتیک ګوند پخوانی مشر او بندي صلاح الدین میرتاش د ترکیې ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندان دی.

د ترکیې د پارلمان ۲۷مه انتخاباتي دوره هم د پارلمان د ۶۰۰ چوکیو لپاره د استازو ټاکلو په موخه له ولسمشریزو ټاکنو سره یو ځای ترسره کېږي. په پارلماني ټاکنو کې اته سیاسي ګوندونه په رقابت کې دي.

ولسمشر رجب طیب اردوغان په اپرېل میاشت کې اعلان وکړ چې پارلماني او ولسمشریزې ټاکنې به تر خپلې ټاکل شوې نېټې (د ۲۰۱۹ز کال نومبر میاشت) دوه کاله مخکې، د جون په ۲۴مه نېټه، ترسره شي.

څارونکي وايي چې اردوغان غواړي په دې توګه د خپلې واکمنۍ ستنې پخې کړي.

له نویو پارلماني او ولسمشریزو ټاکنو وروسته به، د ترکیې د حکومت پارلماني نظام پر ریاستي نظام بدل شي. په دې سره به ولسمشر زیات واک ترلاسه کړي، د لومړي وزیر مقام به له منځه ولاړ شي او د پارلمان واکونه به راکم شي.

ولسمشر دا ټول واکونه د تېر ۲۰۱۷ز کال په اپرېل میاشت کې د اساسي قانون د بدلون په اړه له یوې ټولپوښتنې وروسته ترلاسه کړل. په یاده ټولپوښتنه کې تر بریا وروسته، چې ٪۵۱.۴ خلکو پکې د تایید او ۴۸.۶٪ خلکو د رد رایه کارولې وه، د لومړي وزیر مقام لغوه شو، ولمسشر د سیاسي ګوند د غړیتوب او د خپلو مرستیالانو د ټاکلو اجازه ترلاسه کړه. همداراز، د ولسمشر قضايي واک هم زیات شو.

د ترکیې تر خپل وخت مخکې ترسره کېدونکي انتخابات به په بېړني حالت کې ترسره شي. بېړنی حالت د ۲۰۱۶ز کال د جولای میاشتې تر ناکامې کودتا وروسته اعلان شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close