د ترکیې پلازمینه انقره کې بمي چاودنه ۱۲۰اتنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴
احمدالله مهاجر
د ترکیې د پلازمینې انقرې د مترو په تمځای کې د دوو چاودنو له امله ۲۰ تنه وژل شوي دي او ۱۰۰تنه نور ټپيان دي.
د ایرنا خبري اژانس خبر ورکړی دی چې نن د انقرې د مترو په تمځای کې د سولې غوښتنې په نامه ډیموکراتیک د ګوند لخوا د لاریونونو له پیلېدو مخکې دوې چاودنې وشوې.
د یادونې وړ ده چې د ډيموکراتیک ګوند مشر د برید پړه په حکومت اچولې ده، خو د ترکیې حکومتي چارواکو دغه چاودنې د دوی د مخالفینو له لورې بللي دی.
خو تر اوسه د ترکیې کومې رسمي سرچینې د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close