د تلپاتې او رښتیني ملګري څو نښې نښانې..!

صفي الله “رائد”

 هو! ژوند بې ملګرو نیمګړی، پیکه او کمرنګه وي خو!  د ملګرتیا په اصولو هم باید پوه واوسو، چې ملګرتیا څنګه وي؟

کومه ملګرتیا دوام داره او تلپاتې وي؟

څنګه به د بل په زړه کې ځای نیسې؟ او همدا رنګه څنګه مقابل لوری ستا په زړه کې ځای نیولی شي؟! ترڅو مو یوه رښتینې او تلپاتې ملګرتیا ترسره کړې وي.

وایي چې: “انسان ټولنیز موجود دی او له ټولنې سره اړیکه یې د عقل او عاطفې له لیدلوري دملګرو شتون ته اړ کوي تر څو خپلې مادي او معنوي اړتیاوې ترې پوره کړي”

د ملګرتیا په باب باید یوې خبرې ته ډېر متوجه واوسېږو، چې ملګرتیا باید دوه اړخيزه وي؛ ځکه یو طرفه ملګرتیا نیمګړې او ډېرکله ناشونې هم وي.

یو طرفه ملګرتیا له پیل څخه په شکونو او ګیلو ولاړه وي چې همدا ګیلې بیا نورې ګیلې او شکونه زېږوي چې پایله یې تل ناسمه او دردونکې وي.

 له همدې کبله، خپل ملګری وڅاره؛ ځيني درسره په خپل فارغ وخت کې خبرې کوي

 او ځينې له تاسو سره خبرو ته وخت فارغوي.

 دواړه خبرې کوي خو! دواړه بیا ستا لپاره د ملګرتیا په پار نوي را ولاړ شوي؛ هغه چې تاته ستا دخبرو لپاره خپل قیمتي وخت فارغوي، تا او ستا ملګرتیا ته اړتیا لري.

انسان په طبیعي ډول د خپل ملګري له کړونو، اخلاقو او عاداتو څخه متأثره کېږي.

په دې اړه رسول اللهﷺ فرمایی: المرء علی دین خلیله فلینظر احدکم من یخالل

ژباړه: هر څوک د خپل ملګري په دین دی، نو تاسو کې دي هر څوک وګوري چي د چا سره ملګرتیا کوي؟

خپل ځان لپاره یو صالح ملګری انتخاب کړه؛ ځکه صالح ملګری دې له نېمګړتیاوو راباسي او عیبونه دي له نورو څخه پټوي او که چیري د خیر لوري ته مخ واړوې، نو تا تشویق کوي او ځان هم له تا سره شریک کوي.

هو! همدا ستارښتینی ملګری دی.

هغه ملګري ته باید زړه کې ځای ورکړې، چې تاته ستا دخبرو لپاره تل وخت فارغوي، تاته راځې او تاسره خبرې او کیسې کوي. تاته په سختیو کې اوږه درکوي، په درد دې دردمند، په خوښۍ دې خوښي څرګندوي.

هو! همدا د ساتلو او ستایلو ملګری دی. هڅه وکړه تر څو دې  تل د داسې رښتینو ملګرو پرمخ د زړه دروازه خلاصه وي!

هو! ملګرتیا یو کتاب دی

او تېروتنه یوه پاڼه، نو هېڅکله د یوې پاڼې په خاطر ټول کتاب له پامه مه غورځوه!

ملګري ته دې زړه کې ځای ورکړه او په کم څه یې له لاسه مه ورکوه!

ملګرتیا تل په مینه ولاړه وي، بناءً ‏خلک مینې ته مه مجبوروه؛ ځکه مینه لکه “دین” په زور نه منل کیږي!.

داچې ملګرتیا هنر ته اړتیا نلری؛

بلکی؛ پاک زړه او باورته اړتیا لری خو! پاک زړه اوباور بیا ډیر خلک نلري؛ نو ته له پیل څخه د یو پاک زړي او باوري انسان په لټه کې واوسه.

 د ژوند په اوږدو کې باید د  ډېرو سره د ننګ او غیرت ملګرتیا ولرې او دا د کامیابۍ ستر راز دی خو! داهم باید په یاد ولرې! چې د ژوند په اوږدو کې دې د څنګ او راز ملګری یو وي؛ ځکه راز به دې خوندي( پاشلی نه وي).

هو! د ننګ ملګري ډېر خو!  دڅنګ ملکری یو ساته!

خو! پام کوه! چې همدغه یو دې هم په سلو کې یو وي!

په ډیرو څه کوې؟ بلا دې واخلم

ملګری یو ســـاته خو!  نــر سـاته

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close