د تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان مرګونی ټپي شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

له میدان وردګو ولایت څخه ورکړل شوي خبرونه وایي، چې د ۳۰۳ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان بريد جنرال عبدالرازق صافى ټپي شوى او څو ملګري یې وژل شوي.

امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، د قوماندان صافي پر ټانګ د پنه بازار په سیمه کې سرتیری برید شوی چې په نتیجه کې یې د نوموړي ۷ ساتونکي وژل شوي او په خپله قوماندان ټپي دی.
سرچینو د صافي روغتیایي وضعیت د اندبښنې وړ ښوودلی.
طالبانو د دې پیښې په تړاو تر اوسه کوم غبرګون نه دی ښوودلی.
په ورته وخت کې د ميدان وردګو د امنيې قوماندانۍ وياند حکمت درانى وایي،طالبانو تیره شپه د چک ولسوالۍ مرکز ته څېرمه درې د ملي اردو پوستې ونيولې او د پوستو ټول تجهيزات يې له ځان سره يووړل.
نوموړی وایي، یادې پوستې یې بیرته نیولې او یوشمیر طالبانو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې
باید وویل شي چې امریکایي او افغان ځواکونو تیره ورځ د یادې ولسوالۍ پر بازار حمله وکړه چې ۳۰۰ دکانونه یې لومړی چور او وروسته یې زیاتره ونړول ، دغه راز یې ۵ دکانداران هم په مخامخ ډزو کې ووژل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close