د تهران او واشګټن تر منځ لفظي اخ و ډب

د ایران او واشنګټن تر منځ لفظي شخړو تر هغې وروسته نور هم زور واخیست چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف د امریکایي ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګواښ رد کړ چې ویلي و: که ایران بیا امریکا ته ګواښ وکړي نو پایلې به یې بې ساری وي.

تېر ماښام ظریف په خپل ټویټر کې په غټو ټکو لیکلي و چې د ټرمپ پر ګواښ زمونږ هیڅ پروا ځکه نه راځي چې څو میاشت مخکې هم نړیوالو د ټرمپ له خولې تر دې ستر ګواښونه اورېدلي وو، او دا ګواښونه ایرانیان له 40 کلونو راهیسې اوري، چې ورسره عادي شوي دي.

ظریف زیاته کړه چې مونږ ایرانیان له زرګونو کلونو راهیسې موجود یو، او د ډېرو امپراتوریو له مینځه تلل مو په خپلو سترګو لیدلي، چې له جملې یې زمونږ خپله امپراتوري هم وه چې تر لیرو پرتو هیوادونو پورې رسېدلې وه.

ظریف د ټرمپ د دې خبرې په ځواب کې چې ویلي یې ”امریکا ته له ګواښونو سره ډېر پام وکړئ،“ ټرمپ ته وویل چې ”ایران ته له ګواښونو سره ډېر احتیاط وکړئ.“

د ایران د پاسدارانو پخواني قومندان محسن رضایي څو ساعته وړاندې وویل چې په سیمه کې د امریکا پنځوس زره پراته پوځیان د ایران د وسله والو ځواکونو” تر هدف لاندې دي. “

رضایي امریکایي ولسمشر ته خبرداری ورکړ چې نوموړی په هغه موقف کې نه دی چې ایران او د ایران مشر وګواښي. هغه ګوت څنډنه وکړه چې نهایي ټینګ اقدامات به وکړي.

تر دې مخکې ټرمپ خپل ایراني سیال روحاني ته ګواښ کړی و چې که بیا یې امریکا ته ګواښ وکړ، ”بې ساري بد نتایج به وګوري، ځکه چې امریکا ”اوس هغه هیواد نه دی چی د روحاني په څېر له عقله خالي ورته د زور او وژنې ژبه وکاروي.“

ایراني مشر حسن روحاني په خپل ګواښ کې ویلي و چې امریکایان زمونږ دښمنان دي او له امریکا سره جنګ به ”د جنګونو مور وي،“ امریکا نشي کولای په سیمه کې د ایران د نفوذ مخه ونیسي، او د هرمز بندرګی به د تېلو د لېږد پر مخ وتړي.

همداراز، روحاني ټرمپ ته په خطاب کې ویلي و چې د ”زمري له لکۍ سره“ دې لوبې نه کوي، که نه نو تاریخي پښېمانتیا به ورپه برخه شي.

د همدې لفظي شخړو په جریان کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامبیو د ایران د بهرنیو چارو د وزیر ګواښ ته په ځواب کې وویل چې د ایران حکومت یو ”مافیایي حکومت“ دی.

ورپسې د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند قاسمي بېرته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر د ګواښ په ځواب کې وویل چې د پامپیو څرګندونې ”منافقانه او له حماقته ډکې“ دي، او ایران د دې توان لري چې د پردې تر شا هر ډول دسیسې له منځه یوسي. قاسمي د پامپیو څرګندونې د ایران په ”داخلي چارو کې لاسوهنه“ وګڼله، او دا یې په سیمه کې د امنیت د بربادولو په موخه د امریکا هڅې او پلان یاد کړل.

ورپسې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې دوی به په تهران کې د ایران د رژیم پر ضد د لاریونونو ملاتړ وکړي. هغه ایراني مشران په دغه هیواد کې په فساد تورن کړل او زیاته یې کړه چې پر حکومت باندې یې ”مافیا“ حاکمه ده.

رویټرز له امریکایي مسؤلینو په نقل قول سره لیکلي چې د ټرمپ اداره د ویناوو، لیکنو، او نېټ له لارې پر ایران فشار اچوي څو د اټومي پروګرام او د وسله والو ډلو له ملاتړه لاس پر سر شي.

آصف الله آصفي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close