د تورخم په جګړه کې ۱ سرحدي پولیس وژل شوی او ۵ ټپیان دي

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۲۴ زرغون خوږیاڼی

په تورخم کې د تیرې شپې جګړه پای ته رسیدلې.

د تورخم د پوله ساتو ځواکونو رییس ارکان محمد ایوب حسین خیل رسنیو ته ویلي، چې د تیري شپې په جګړه کې د سرحدي پولیسو یو سرتیری وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي.

نوموړي دا هم ومنله چې په یاده جګړه کې ممکن پاکستاني پوځ ته هم تلفات اوښتي وي، خو دوی یې په اړه کره معلومات نه لري.

بلخوا د پاکستان حکومت په تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د ډزو پر تبادلې ژوره اندېښنه څرګنده کړه او له افغانستانه یې وغوښتل چې په دې برخه کې تحقیقات وکړي.

د پاکستان د صدراعظم ویندوی ویلي:«موږ دا بې موجبه حملې د افغانستان او پاکستان د اړیکو په تاوان ګڼو او تمه لرو چې د افغانستان حکومت د پېښې په اړه فوري څېړنه وکړي.»

حسن خیل رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان پوځ لا له وړاندي جګړې ته تیاری نیولی وو، وسلې او پوځ یې په پوستو کې ځای پر ځای کړي و، ټانګونه او نور اکمالات یې کړي و، خو په وینا یې دوی هم غاښ ماتوونکی جواب ورکړ.

 

ځیني ناتائيد راپورونه وايي، چې افغان ځواکونو د افغانستان یوه پخوانۍ پوسته، چې د اوبو په بدل کې یې پاکستان ته موقتاً سپارلې وه، بېرته نیولې ده.

د پاکستان امنیتي سرچینو منلی، چې په یاده جګړه کې یې ۳ عسکر ټپیان شوي دي.

راپورونه وايي، چې تر اوسه دواړه لوري د جګړې لپاره په تیارسۍ حالت کې دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close