د تورخم-جلال اباده لاره له نن څخه تر دوه ورځو پورې تړل کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۶)

د ننګرهار ولايتي چاراکو له نن څخه تر راتلونکې یکشنبې پورې د جلال اباد- تورخم لارې د تړلو خبر ورکړی دی.

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوګياڼي په خپله فسبوک پاڼه ليکلي: نن ماښام څخه د یکشنبې تر سهاره پورې به چې د تلې ۲۹مې نیټې سره سمون خوري،د تورخم لویه لاره د هر ډول مسافرینو او وسایطو پر مخ تړلي وي،هېوادوال دې خبر وي .

که څه هم د والي وياند په دې اړه نور جزيات نه دي ورکړي خو ويل کېږي چې ښايي دغه لاره د راتلونکو ټاکنو د ترسره کېدلو په موخه وتړل شي.

د روانې تلې مياشتې اته ويشتمه راتلونکې شنبه د افغانستان د پالماني او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د ترسره کېدو ورځ ټاکل شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close