د تورخم په جګړه کې د پاکستاني پوځ افسر د ټپونو له امله ساه ورکړه

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی ۲۵زرغون خوږیاڼی

د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، چې د تورخم په جګړه کې ټپي شوي عسکر د پېښور په یوه روغتون کې د ټپونو له امله ساه ورکړې ده.

وژل شوی عسکر علي جواد جنګیزی نومیږي، چې تېره ورځ د ډیورنډ په فرضي کرښې تورخم کې د افغان او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه کې ټپي شوی و، نن د ټپونو له امله ساه ورکړې.

پاکستاني سرچېنې وايي، چې نوموړي د پېښور په یوه روغتون کې د ټپونو له کبله ساه ورکړې ده.

همدا رنګه د ډان نیوز پاکستاني رسنۍ دا هم ویلي، چې په یاده جګړه کې ۱۰ پاکستاني عسکر ټپیان شوي دي، چې د دغو له جملې څخه د یو بل  پاکستاني افسر عامر حالت د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې په دې جګړه کې افغان لوري ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده او افغان امنیتي سرچینو تائيد کړې، چې په یاده جګړه کې ۱ سرحدي پولیس وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close