د تور بانجانو له حیرانونکو ګټو خبر شئ

 

(کابل ټکی کام.۱۳۹۷ چنګاښ ۱۶)

تور بانجان چې علمي نوم یې ( Solanum Melongena )
دی، د لومړي ځل لپاره په هند کې وکرل شو چې اوس د نړۍ په لر اوبر کې په پراخه کچه موندل کیږي.
روغتیاپوهانو يې پراخې ګټې ښوودلې او د مختلفو ناروغیو لپاره یې مهم درمل بللي.

تور بانجان چې بنفشوي، تور سپین او شین او زیړ ته مایل رنګونو کې پیدا کیږي ، له ویټامین B کمپلکس، A,C او یو شمیر معدني موادو، لکه کلیسم، فاسفورس، مس، اوسپنه او پوتاشیم څخه برخمن دی، چې کولی شي د وینې د غوړو (کولیسترول) د مخنیوي، د زړه ، شکر او آن د سرطاني ناروغیو سره مقاومت وکړي.

توربانجان

د روغتیایي چارو ماهرین وایي؛ په تور بانجانو موجود “Vitamin D3“ په بدن کې د ګټورو کولیسټرلو کچه لوړوي او د فایبر په نامه مواد بیا د مضر کولیسټرول جذب له منځه وړي همداراز څیړنې ښیي چې تور بانجان دا وړتیا لري چې تر ۵۰ سلنې پورې په وینه کې د شته مضرو کلسترولو کچه راټیټه کړي.

توربانجان

په تور بانجانو کې د انټي اکسید له طبقې یو ډول مواد چې “فینولیک “ورته وایي په بدن کې د سرطان کچه راټیټوي.

تور بانجان د ویټامین بي (B-Vitamins) غوره منبع ده کوم چې د بدن پروټین او غوړ په انرژي بدلولی شي او انسان ته قوت ور بښي.

هغه کسان چې په شکرې ناروغي اخته وي، تور بانجان ورته ګټور خواړ دي ځکه، بانجان کولی شي په وینه کې د ګلوکوزو کچه هم راټیټه کړي.

که غواړئ وزن مو کم شي له تور بانجان څخه استفاده وکړئ روغتیاپالان وایي؛ د یو ګیلاس په اندازه تور بانجان یوازې ۳۵ کالوري لري چې د وزن د زیاتوالي هیڅ ماده په کې نشته.

تور بانجان

په تور بانجان کې شته فیبر کولی شي د غټو کولمو له سرطان څخه مو وژغوري او که له قبض څخه کړیږئ نو تور بانجان مه هیروئ .
باید ووایو، هغه کسان چې د بواسیرو تکلیف لري له تور بانجان څخه دې ډډه وکړي
او هیره مو نه شي چې تور بانجان د پوستکي د ناروغیو لپاره هم ګټور دي ، روغتیاپالان وایي، یو بانجان ۰.۴ ملي ګرامه ویټامین اې لري ، چې کولی شي د انسان پوستکی له زړیدو او ګونځې کیدو وژغوري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close