د جان کیري خاطرات: د ژوند هره ورځ غنیمت ده

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۲۰۲)

د جان کیري خاطرات: د ژوند هره ورځ غنیمت ده

د امریکا پخواني خارجه وزیر جان کیري پدې هفته کي د خپل ژوند خاطرات نشر کړل. د دې کتاب نشر په افغانانو کي زیاته علاقه راپارولې ده، ځکه جان کیري د افغانستان په مسایلو کي یو دخیل امریکايي سیاستوال دئ، او په تېره بیا د ملي وحدت د حکومت په جوړولو کي ئې محوري نقش لاره. حتی زیاترو افغانانو دا باور لاره چي د ملي وحدت د حکومت د جوړولو اصلي طراح جان کیري دئ، خو جان کیري په خپل خاطراتو کي وايي چي د دې نظریې اصلي طراح جمهورریس اشرف غني دئ.‌

جان کیري خپل خاطرات له خپل وړکتوب څخه راشروع کوي. هغه د امریکا په یوې درنې او نسبتا شتمني کورنۍ کي زېږېدلی دئ، او پلار ئې یو عالي رتبه امریکايي دپلومات وو. ۷۴ کلن جان کیري په ځواني کي د ویتنام په جنګ برخه اخیستې ده،‌ او دې جنګ ئې سیاسي فکر او دریځ زیات ور متاثیر کړی دئ. څرنګه چي د جان کیري کتاب ۶۲۲ صفحې دئ، نو لهذا دلته به یوازي د افغانستان پر مسایلو باندي تمرکز وسي.

جان کیري د امریکا په خارجي سیاست کي یو مقتدر شخص تېر سوی دئ، او په عراق او لاتین امریکا کي د متحده ایالاتو له دومداره مداخلو سره مخالف دئ.

اشرف غني او د ملي وحدت مفکوره:

جان کیري لیکي زه له ډیر وخت راهیسي د افغان سیاستوالو سره اشنايي لرم، او اشرف غني یو د هغو له جملې څخه دي. غني یو غربپاله «پښتون نشنلسټ» دئ. د اشرف غني مبهم او سخت تیکنوکراتیک اصطلاحات دیر خوښ دي. غني د نورو خلګو او سیاستوالو سره په مشکله ارتباط ټینګولای سي، ځکه هغه یکه تازه او ځان محوره شخص دئ. غني د عالي دماغ خاوند دئ، او په اصطلاح «کمپیوټر سری» دئ. اما اشرف غني یو بې تجربې او احساساتي سیاستوال دئ. غني مایکرو منینجر دئ، او غواړي چي پر هر څه باندي په خپله نظارت وکړي. غني په هره موضوع کي پر پاورپوینټ او سلایډو باندي تکیه کوي.

جان کیري په خپل خاطراتو کي لیکي کله چي د افغانستان د انتخاباتو مسله رسوايي او افتضاح ته ورسېده، موږ کوښښ کاوه چي د غني او عبدالله تر مینځ یوه روغه جوړه وکړو. ما غني او عبدالله ته وویل چي د متحده ایالاتو د کانګرس غړي دېته چمتو دي چي افغانستان خوشي کړي. د انتخاباتو د جنجال په جریان کي حالات دونه بحراني سوي ول‌ چي ما ته ځینو خلګو وویل: پدې باتلاق کي مه ورګډېږه. خپل حیثیت مه خرابوه. د افغانستان انتخاباتي جنجال د ځان میراث مه ګرځوه. تا یو ځل افغانستان ته په ۲۰۰۹ کي نجات ورکړ، بیا دا کار مه کوه (۴۲۰).

خو بیا هم ما غني او عبدالله ته ټیلفون وکړ چي افغانستان ته درځم. او تاسي باید دپلوماسۍ ته یو چانس ورکړئ. ما دوی ته وویل چي عبدالله دي خپل پلویان آرام وساتي، او هغوی ته دي ووايي چي زه کابل ته د دې ستونزو د حلولو په منظور ورځم. عبدالله د پنځو ویالاتونو د رایو د بیا شمېرولو او آډیټ غوښتنه کوله. دا پنځه ولایتونه اکثره پښتني سیمي وې، او عبدالله باور لاره چي پدې ویالاتو کي د غني په نفع زیات تقلب سوی دئ. د عبدالله ټیم غوښتل چي‌ د دې ولایاتو ټولي رایي باطلي اعلام سي،‌ خو ما ویل چي دا کار به سم نه وي.

په مقابل کي د غني پلویانو ویل چي هغوی زیات زحمت ایستلی دئ، او ډیر خلګ ئې رایه ورکولو ته هڅولي دي. که چیري د دې ولایاتو ټولي رايي باطلي اعلام سي، دا خلګ به ټول طالبانو ته ور واوړي. که چیري په سیاسي پروسه کي د دې خلګو اشتراک چلنج کړو، د دغو منطقو ثبات به له خطره سره مواجه سي.

کله چي موږ د رایو د بیا شمېرولو په باب خبري کولې، یو کرت غني ما ته نېغ وکتل او راته وې وویل،«راځئ ټولي رايي له سره بېرته آډیټ کړو.»‌ ما لدې مفکورې سره موافقه وښوده. غني پوهېدی چي دا مفکوره به د هغه اخلاقي وزن او صلاحیت زیات کاندي، او د پراخ تقلب تور به ترې لیري کړي.

موږ د همدې جنجال په مینځ کي وو چي اشرف غني د ملي وحدت د حکومت د جوړولو مفکوره مطرح کړه. زه ګومان کوم چي اشرف غني تل پدې ښه پوهېدی چي د ملي وحدت د حکومت نظریه د شمال په ایتلاف کي زیات محبوبیت لري. ښايي غني هغه څه ویلي وي چي د عبدالله خوښېدل. په هر صورت، د قدرت د تقسیم موضوع دواړي خواووي ډیر سره رانژدې کړې. زه ګومان کوم چي غني غوښتل چي د دوو متضادو قطبونو تر مینځ یو سازش او سیاسي روغه جوړه وسي (۴۲۱).

لدې راوروسته، ما د اشرف غني پر اوږه لاس کښېښود، او ورته و مي ویل،«اشرفه، ته به جمهورریس یې. عبدالله به ستا سره د یوې ګډي اجنډا په ترڅ کي همکاري کوي. مګر ته باید هغه ته واقعي قدرت ورکړئ، او هغه ته فرصت ورکړئ چي‌ په حکومت کي درسره شریک وي. ځکه دا کار د دې ملک په ګټه دئ (۴۲۲).‌

په عین حال کي د اجراییه ریاست پر مقام او صلاحیتونو باندي د نظر اختلاف موجود وو.‌ موږ د موافقې رنګ لا نه وو وچ سوی چي ستونزي راپورته سوې. په بل عبارت، د کابینې غونډي به څرنګه وي؟ د اجراییه ریاست مسولیتونه او صلاحیتونه به څه وي؟ او اجراییه ریس ته به څرنګه قدرت ور انتقالېږي؟

عبدالله او یاران ئې:

جان کیري لیکي عبدالله یو آرام او متین شخص دئ. عبدالله تیکنوکرات نه دئ،‌ خو هوښیار سړی دئ او تل د موقع سره سم ږغېږي. هغه لکه غني یو غربپاله دئ، او د متحده ایالاتو سره ښه روابط غواړي. هغه یو ښه او موثر ایتلاف جوړونکی دئ، او په خصوصي ناستو او د پردې تر شا ښه عمل کولای سي. عبدالله یو طبعي سیاستوال دئ. عبدالله د روغي جوړي سړی دئ، خو د خپل حق لپاره جنګ هم کوي.

د عبدالله پلویانو باور لاره چي د ملي وحدت د حکومت په مسله کي ئې تاوان کړی دئ. نو لهذا هغوی ناکراره ول. ما د عبدالله پلویانو ته د ټیلفون له لاري وویل چي د هغوی ګټه پدې کي ده چي د ملي وحدت له حکومته حمایت وکړي. ما هغوی ته وویل چي د یوه «هیواد» تعریف یوازي سیمه او مځکه نه ده، بلکي «مشترک اهداف» هم دي، او عبدالله د هغوی ښه نمانیده ګي کړې ده. ما هغوی ته وویل که چیري موافقه و نه نیسي، دواړي خواووي به د امریکا ملاتړ له لاسه ورکړي. که چیري موافقه و نه نیسي، په غرب کي به ډیر خلګ ووایي چي ولي باید موږ له افغانستان سره خپل کومکونه جاري وساتو. ځکه خارجیان نه سي کولای چي په افغانستان کي امن او ثبات راولي،‌ بلکي ثبات او آرامي باید خپله افغانان راولي (۴۲۳).

د انتخاباتو په اړه د امریکا نظر:

جان کیري لیکي چي د بوش په دوران کي د افغانستان وضع له پامه غورځول سوې وه، او زیاته توجه د عراق جنګ ته سوې وه. د عراق تباه کونکی جنګ د افغانستان لپاره ډیر ګران تمام سو. خو کله چي اوباما جمهورریس سو، هغه د افغانستان طرف ته توجه زیاته کړه، او له عراقه ئې د امریکايي عسکرو د راایستلو لړۍ ګړندۍ کړه(۳۷۰).

جان کیري کاږي چي اکثرو امریکایانو دا باور لاره چي غني او عبدالله تر حامد کرزي بهتره دي. دواړه غربپاله دي، او غواړي چي د متحده ایالاتو سره ښه او دوستانه روابط ولري. که څه هم د افغانستان انتخابات یوه پوره بین المللي افتضاح او رسوايي وه، خو موږ ګومان کاوه چي د رایو شمېر چي هر رقم وسي، بیا هم غني برنده دئ.

جان کیري لیکي چي پدې انتخاباتو کي متحده ایالاتو د هیچا حمایت نه کاوه. او دا ورته مهمه نه وه چي څوک انتخابات ګټي. خو هر کاندید دا باور لاره چي انتخابات ئې ګټلي دي. د جولای په میاشت کي د عبدالله یو مقتدر حامي تهدید وکړ چي په ۱۲ یا ۱۴ ولایاتو کي به یو موازي حکومت جوړ کړي.(مترجم: عطا نور).

جان کیري کاږي چي زما یوه مرستیال راته وویل چي د تجزیې او داخلي جنګ امکانات واقعي دي. او په کابل کي زموږ سفیر استدلال کاوه چي د کودتا خطر جدي دئ (۴۲۰).‌ ما خپلو مشاورینو ته وویل که چیري موږ پر افغانستان باندي خپل ټول کومکونه بند کړو، څه به پېښ سي؟ هغوی راته وویل چي د افغانستان اردو به متلاشي سي. پولیسو ته به معاش و نه رسېږي. او هر څه چي موږ پدې تېرو کلونو کي حاصل کړي دي، هغه به ټول په اوبو کي لاهو سي. مکتبونه،‌ کلینکونه، او روغتونونه به وتړل سي. په میلونهاوو شاګردان به له مکتب او تعلیمه محروم سي. لنډه دا چي وطن به بېرته د ۱۹۹۰ کلونه ته ور وګرځي، او داخلي جنګ په بیا شروع سي (۴۲۰).‌

په ۲۰۱۳ کي، اکثرو امریکایانو فکر کاوه چي افغانستان په یوه ابدي او بې انجامه جنګ باندي بدل سوی دئ. د امریکا په کانګرس او عامو خلګو کي دا سوال بار بار راپورته کېدی چي ایا دا درست کار دئ چي موږ په افغانستان کي پاته سو. پدې وخت کي قریب یوه لسیزه کیدله چي موږ افغانستان اشغال کړی وو. هلته زموږ هدف دا وو چي تروریسټان بیا د ټېک ځای و نه لري. موږ په افغانستان کي زیات مصارف لرو، خو ګټه نه لرو (۴۱۶).‌

حامد کرزی:

جان کیري لیکي حامد کرزي یو «افغان نشنلسټ» دئ، او د خپل هیواد وحدت ته ژمن دئ. هغه یو احساساتي او تشریفاتي شخص دئ. حامد کرزي باور لاره چي امریکایان صرف دیکته کوي او لکچر ورکوي (۴۱۷). حامد کرزی یو هر دم خیاله شخص دئ، او هر آن خپل موقف بدلوي. خپل صفت ئې ډیر خوښ دئ، او په تاریخ کي د خپل میراث په باب فکر کوي.

جان کیري لیکي زما حامد کرزی خوښېدی. ما د هغه وطنپالني ته احترام لاره. هغه خپل مقام ته د رسېدو په برخه کي شهامت ښودلی وو. خو د حامد کرزي سره کار کول ګران وو. هغه باور لاره چي د ټولو مشکلاتو سره چي دی مواجه دئ، هغه د پاکستان کار دئ. پدې برخه کي حامد کرزي څه موجه دلایل لرل.

حامد کرزی یو چالاک او زرنګ سړی دئ. هغه مدام کوښښ کاوه چي آینده حکومت د امریکا سره ستراتيژیکي موافقه لاسلیک کړي. حامد کرزي د افغانستان او امریکا روابط زهرجن کړل (۴۲۰).‌ هغه باور لاره چي هولبروک او امریکا د هغه پر ضد دسیسې کوي (۳۱۷).

د افغانستان په باب د جان کیري څرګندوني:

لیکوال کاږي کله چي زه په سنا کي د خارجي جرګه ګۍ ریس وم، زه د افغانستان د حالاتو په باب ډیر اندېښمن وم. ځکه ما تاریخ کتلی وو، او پدې پوهېدم چي افغانستان د امپراتوریو «هدیره» ده. هلته انګریزانو او روسانو سخت تلفات ورکړي ول.

که څه هم زه د افغانستان لدې تاریخ سره اشنا وم، خو ما باور لاره چي تاریخ مدام برخلیک نه ټاکي. اما زما په دفتر کي زما ځینو همکارانو او مشاورینو باور لاره چي افغانستان به خامخا په یو باتلاق بدل سي، ځکه تاریخ داسي شهادت ورکوي، او د نورو ملکونو لپاره باتلاق وو.

مګر ما غوښتل چي نوي لاري چاري وازمویم. ما غوښتل چي افغانانو ته وښیم چي موږ د دوی په وطن کي د دوامداره پاته کېدو او اشغال نیت نه لرو. او امید مي لاره چي د نورو قدرتونو په سرنوشت ګرفتاره نه سو، او په هغه لومه کي بند نه سو چي نور په کي بند سوي ول. ځکه ما تل باور لاره چي د انګریزانو او روسانو پر خلاف موږ په افغانستان کي امپریالیسټي اهداف نه لرو (۳۷۰).

جان کیري وايي ما د طالبانو پر خلاف د نظامي عملیاتو حمایت کړی وو، ځکه هغوی اسامه بن لادن ته ځای ورکړي وو (۲۴۵).‌ جان کیري علاوه کوي په ۲۰۰۲ کي په واشنګټن کي د سنا د عمارت مخکي زه د یوه امریکايي جنرال سره مخامخ سوم. ما هغه ته خاص احترام لاره، او د هغه قضاوت ته مي په درنه سترګه کتل. پدې وخت کي امریکايي مطبوعاتو راپورونه خپاره کړي ول چي څو میاشتي مخکي په توره بوړه کي امریکايي استخباراتو د اسامه بن لادن څرک لګولی وو. استخباراتو ویل چي اسامه بن لادن په توره بوړه کي پټ دئ، او که چیري درست عملیات وسي ښايي مړ یا ونیول سي. خو وروسته معلومه چي هغه فرار کړی دئ.

ما له همدې جنراله وپوښتل چي څه پېښ سول؟ هغه راته وویل،«سناتور کیري، موږ په افغانستان بې خطره او بې ریسکه جنګ پر مخ بیایو. د جهان ستر تروریسټ زموږ څخه ځکه فرار وکړ، ځکه چي موږ پر افغان وارلاډان باندي تکیه کړې وه. دا جنګسالاران داسي خلګ ول چي فقط څو میاشتي مخکي د طالبانو ملګري ول. موږ پر پخپلو خاصو قواوو باندي‌ تکیه نه وه کړې. موږ یو داسي جنګ بایلو چي موږ ګټل وو.» پدې وخت کي د واشنګټن فکر په عراق کي وو (۳۱۴).

جان کیري په خپلو خاطراتو کي لیکي د سرچ په دوران کي ما کابل ته یو سفر درلود. زه او جنرال پټیریس په هموي زرهپوش موټر کي ناست وو، او د کابل په کنډوکپر او دوړنو سړکانو باندي روان وو. پدې وخت کي ما او جنرال پیټریس د ښورښ ضد پر تیوري باندي خبري کولې. موږ دواړه پدې باور لاره چي د ښورښ د ختمولو لپاره باید د عامو خلګو زړونه او دماغونه وګټل سي. پدې وخت کي ما د هموي موټر تر کلکین بهر ښار ته کتل. ما یوه وړه انجلۍ ولیده چي د خپلو همزولو سره ئې لوبي کولې. هغې موږ ته نېغ وکتل. د دې افغان ماشومي انجلۍ کتل ما ته ویتنام را په یاد کړ. په ویتنام کي به هم ماشومان د کانالونو پر غاړو ولاړ ول، او زموږ پوځي کاروانونو ته بې برګ برګ کتل. د هغوی په سترګو کي به دا سوال وو چي تاسي دلته څه کوي؟ ما په هغه ورځ د همدې افغاني انجلۍ په سترګو کي همدا سوال ولید (۳۷۲).

په پای کي، جان کیري د افغانستان او پاکستان د مقایسې په برخه کي د نیویارک د فقید سناتور پاټریک موینیها یوه مقوله ذکر وي. «پاکستان یو بې وطنه حکومت دئ. او افغانستان یو بې حکومته وطن دئ (۳۷۷).

____________

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close