د جان کیري یو بل مهم سفر، اوباما له مالي لګښتونو وژغوره

 لیکوال: ص- صاحبزاده

تېره ورځ د امریکا وزیر خارجه او د اوباما ځانګړي استازي، جان کیري افغانستان ته په یو رسمې سفر راغی، چې د ګډ حکومت دوه کلنه موده یې تر پنځو کلونو پورې وغزوله، او دهمدې مهم ټکې لپاره یې داځل سفر کړی و، دګډ حکومت دمودې غزول دچاپه ګټه! اوباما او کانګریس یې دا پریکړه د افغانستان حالاتو ته په کتو سره کړې، ځکه دې دوی په دې پریکړه کې کانګریس ته څو ګټې دې، اول داچې که چیرې کانګریس دګډ حکومت موده نه وی غزولې نو بیا به دوی دېته اړ شوي وی چې په افغانستان کې صدارتي نظام جوړ کړي، چې دا پریکړه به ددوی او دګډ حکومت مشرانو لپاره یوه ناشونې او ستونزمنده لاره وه، دویمه داچې دوی به بیا له سره انتخابات کول، چې دې پریکړې به بیا امریکا او کانګریس د مالي لګښتونو سره مخامخ کړي وی، چې دابه هم د دوی لپاره له کړاونو لاره وه، او له کومې لاري چې دوی ویره درلودله ، دریم دا چې امرکایان په دې ښه پوهیدل چې راروان کال به زمونګ لپاره یو برخلیک ټاکونکی کال وي، په همدې اساس دوی د ګډ حکومت دوه کلنه موده تر پنځو کلونو لپاره تمدید کړه، ترڅو خپل ځان له مالې لګښتونو او نورو خسارو څخه وژغوري، چې دا د کانګریس لپاره یوه ګټوره پریکړه بلل کیږې، ځکه دوی په دې هم ښه پوهیږې چې مونګ په افغانستان کې د طالب په مقابله کې نوره کلکه ماته خوړلې، او دختمیدو په درشل کې ولاړ یو، نو دوی غواړې چې را روان له جنګونو ډک کال د انتظار په چوکاټ کې تیرکړي، او څارنه به کوي چې طالبان په دې کال کې پسرفت کوي او که پیشرفت، بیابه خپل برخلیک ټاکې ترهغې به همدې ګډحکومت ته چای او بوره ورکوي، که څه هم د ګډ حکومت دواړه مشران د جان کیري له دې پریکړي خوښ او منندوی دي،خو سرچینې وایې چې ډاکټر عبدالله عبدالله کیرې ته ډیرې ګیلې ګزارې،او د اشرف غنې په خلاف یې شکایتونه کړي، چې د ګډ حکومت بنسټګر ورته د پاتې لانجو دحل وعده ورکړي، بلخوا ډاکټر اشرف غنې هم خپل مشکلات جان کیري ته وړاندې کړي کوم چې اجرائیه ریس عبدالله ورته جوړ کړي او جوړوي یې، د ګډ حکومت بنسټګر جان کیري افغانستان ته دا لومړی سفر نه، بلکې له دې وړاندې یې هم دیته ورته په خاصو وختونو کې دمهمو ټکو لپاره مهم سفرونه کړي،او پخپلو اتباعو باندې عملې کولو لپاره یې د کانګریس د نویو طرحو جوړلو پیغامونه راوړي، دګډ حکومت موده په داسې وخت کې وغزیده چې څو ورځې وړاندې د پکتیکا په ګومل ولسوالۍ کې امریکایې بې پیلوټه الوتکې ۲۰ کسه عام خلک په شهادت ورسول، او د ګډ حکومت مشران لا تر اوسه چپه خوله پاتې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close