د جدي شپږمه د افغانستان ورانوونکو د غوبل ورځ

ډاکټر آصف

بې عقلو او بې شعوره کمونستانو د پوهنځيو او پوهنتونونو محصلین د لمونځ په تور، ملکان او خانان د فېو‌‌‌‌‌‌ډالانو په ګناه، ملایان او د دین عالمان دد یانت په ګناه، مامورین د مرتجعینو او جاسوسانو په تور، سیاستوال او د سیاسي حزبونو مشران د سې آی اې سره د اړیکو په تور او نظامیان او آن ځینې خپل مشران د عناد له امله د امپریالیزم سره د تړاو په تور او عام افغانان بیا په دې تور چې د خلق ‌‌‌‌‌‌ډيموکراټيک ګوند غړیتوب نلري د پولیګونونو او زندانونو تورو تمبو ته واچول او بالآخره ژوندي یې خښ او ورک کړل.

شاګردان یې ولمسول او استادان یې پرې له مینځه یوړل او پر استادانو یې شاګرد له مینځه یووړل.

داود خان چې کله پر همدې بې شعوره کمونیستانو او روس پلوه تالي څټو باور وکړ نو هغه یې هم له خپلې کورنۍ سره په ډیره وحشیانه توګه وواژه. د کابل په پوهنتونو کې یې د الحاد، بې دینۍ درسونه پيل کړل او لمونځ کول یې د اخوانیتوب نښه اعلان کړه.

کرغیړن حزب ډیموکراټیک خلق افغانستان چې د اشتراکې او کمونیستي نظام اجنډا پرمخ بېوله د ځان غوښتنې، زورواکۍ او ‌‌‌‌‌‌ډيکټاټورۍ مفکورې په لرلو سره دوه ټوټې شوه او د خلق او پرچم په نومونو وپاشل شو. تردې چې د دغه رټل شوي حزب په مینځ کې فرېکسونونه جوړ او د واک ټول لېږد د خپل کمونیستي رفیق او ملګري په وینه تویونه بل ملګرې ته انتقال کېده.

په لومړي ځل نظامې لوړې رتبې د حزبي غړیتوب په معیار بېسواده او د دوی په اصطلاح انقلابیونو ته تفویض شوې.

وروستنی په جعلي رئیس جمهور هم د همدې رفیقانو له لوري د هوایې ‌‌‌‌‌‌ډګر څخه بیرته ستون او بهر ته د تلو اجازه ورنکړای شوه چې همدا عمل په ډیر بد حالت سره د هغه د وژل کیدو سبب شو. اوس هم د امپيریالیزم، کپيټالیزم او کمونیزم د وصل او فصل نکتې همدوی دي. اوس هم همغه پخواني عناد او تربګني پالي او د داخلي فریکسونونو له لارې یې خپلو بېروني ایجنټاڼو ته لارې پرېښې دي. لکه د جمعیتی اخوانیانو او کمونستي رفیقانو (پرچمیانو) ایتلاف په لومړي قدم کې او د حزبی اخوانیانو ایتلاف له کمونستي ملګرو(خلقیانو) سره په دوهم قدم کې او بیا د رفیقانو (پرچمیانو) او ملګرو (خلقیانو) ایتلاف په خپل مینځ کې او بیا د ټولو رفیقانو او ملګرو ایتلاف له جمعیتي او حزبي وروڼو سره افغانان د نورو محتاج او بې عزته کړل افغانستان یې نړۍ ته د تروریزم په مرکز وروپېژانده چې دا ‌‌‌‌‌‌ډرامه تر ننه دوام لري.

چا چې لومړی دا اور بل کړی دی نو نورو همدا اور پو کړی او تازه ساتلی دی خو د افغاني او ملي شعور په اوبو یې مړ نکړ.

اوس هم (رفیقان+ملګري+وروڼه) په ګډه لګیا دې او د افغان ملت او دولت ترمینځ هماغې زړې او له وخته تېرې نسخې کاروي او په خلکو کې د تفرقې او نفاق او پخپله د سیاسي امتیازاتو او یو او بل د تجریدولو لپاره هاند وهي.

د جدې د شپږمې او له هغې را وروسته تر نن پورې اساسي زده کړه داده چې دوی ټولو اشتباهات کړي دي، دوی ټولو افغانان ځورولي دي، دوی ټولو افغانان وژلي دي، دوی ټولو له حزبونو نه بُتان جوړ کړي دي، دوی ټولو زمونږ ځوانان د انقلابي شعارونو قرباني کړي دي، دوی ټولو نږدې او لېرې مرستندویانو او ملاتړ کوونکو بادارانو ته جاسوسۍ کړې دي، دوی ټولو ډموکراسي او دین وسیله کړی و نه هدف، دوی ټولو چور او تالان کړی دی، دلته هیڅوک هم سپينه کوتره نه ده پاتې.

خو سره له دې هم د افغانانو په قوي هوډ او مټ افغانستان د اشغالګرانو لپاره هدیره وګرځید په دې معنی چې که هر اشغالګر د دې ملت ګریوان ته لاس اچولی ماته یې خوړلې ده، خو ملت یې هم کړولی دی.

که له دې ټولو جګړو وروسته افغانستان حزبیانو او جمعیتانو د کمونستانو پر ځای په خپلو کې یو او بل ته لاس ورکړی وای نو یقیني ده چې افغانستان به یې د اسلامي تمدن په مرکز بدل کړی وای، او هر چا به ویل چې رښتیا هم مجاهدینو حکیمانه سیاست او ملي او دیني جګړه یې کړې ده.

نو سر له نن نه نور باید د افغانستان مجاهد ولس په (رفیق+ملګري=کمونیزم + جمعیتي+حزبي = اخوانیزم او بالآخره کمونیزم + اخوانیزم) باندې باور ونکړو.

د دې منحوسو ډلو جنازه به هم د افغانستان د مجاهد ملت په لاس ویستل کیږي. خو مجاهد ملت ته اړینه ده چې له اختلافاتو او کبر او غرور نه په کلکه ځان وساتي ټول مسلمانان سره یو وروڼه او یو ملت شي. او افغانستان باید د ټولو افغانستان ورانوونکو او افغانستان خرڅوونکو لپاره قبرستان وګرځوو. د جدې شپږمه او د ثور اوومه او اتمه زموږ لپاره د ملت او اسلامي امت په توګه د عبرت ورځي دي.

د جدې شپږمه په افغانستان کې د روسانو او د هغوی د ګوډاکيانو افغاني بې شعوره او تالي څټو کمونستانو د غوبل ورځ ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close