د جدې غونډه به د ګډونوالو حيثيت لوړ او که زيانمن کړي؟

تميم توفيق

نن ورځ  (2018-07-10) د سعودي په جده ښار کې د افغانستان د جګړې په اړه ارزونکي غونډه روانه ده، چې سبا ورځ به هم دوام وکړي او له ۳۷ هيوادونو ورغلي مذهبي مشران به د دغې جګړې د پای ته رسولو په اړه متفق نظر او يا هم فتوا صادره کړي.

تر اوسه پورې نه ده معلومه چې د دې غونډې ګډونوال به د امريکا او که د افغان مجاهدينو طرف ونيسي او نه دا څرګنديږي چې په افغان غميزه به يې اثر او اغيز څومره او څنګه وي، خو دلته د ګډونوالو د حيثيت، رسوخ او نفوذ په اړه له وخته مخکې ضرور ويلی شو، چې د غونډې پايله به يې يا زيانمن او يا لوړ کړي.

د غونډې ګډونوال که په افغانستان د امريکا د ښکاره ناروا يرغل، دلته په بيلابيلو ډولونو د افغانانو عام قتل او د بدمرغيو د لا اوږدولو په ښکاره واقعيت سترګې پټې نه کړي او د يو دين پوه مسلمان په توګه، بلکې د يو با احساسه انسان په حيث دغه نامشروع استعمار په غلطه وبولي، د پای ته رسولو پلان يې جوکړي او د افغانانو د استقلال او ازادۍ حق ته اولويت ورکړي؛ نو په پوره ډاډ ويلی شو چې دغه خلک به د اسلامي نړۍ او په ځانګړي ډول افغانستان په تاريخي کتابونو کې د نمونه څيرو په ډول خوندي شي او د ټولې نړۍ د پاکو خو بې وزلو مسلمانانو زړونه به خپل کړي.

خو که دوی د لمر په دوو ګوتو پټولو هڅه وکړه، د ډالري امتياز ترلاسه کولو لالچ يې ولاره او په ژبه سره د دې مظلوم هيواد په اشغال کې له يرغلګرې امريکا سره همکار شول؛ نو نوم او نشان به يې داسې ورک او ناپديد شي، لکه په تيرو تاريخونو کې چې د هيڅ يرغل پلوي نوم او يادونه نه ترلاسه کيږي.

که دوی هم د اندونيزيا او کابل د غونډو ګډونوالو په څير افغان ولس ته د بدمرغيو راواردونکي ۴۸ هيوادونه ناديده ونيول او ټولې خبرې يې د دوی په مقابل کې راپورته شوي ولسي خوځښت ته متوجه وي، نو نه يوازې به يې په افغان ولس او مسلمانه نړۍ کې خپل حيثيت بايللی وي، بلکې له سخت اخروي عذاب سره به مخ شي.

ځکه چې نن په افغانانو باندې له روان ظلم څخه يوازې هغه خلک سترګې پټولی شي او توجيهات ورته لټوي، چې نه دين ته ژمنتيا لري، نه د مسلمان په غم درديږي، نه د چا د سوکالي، ثبات، امن او هوسايي زوال او قيام پرې چندان فرق پريباسي، بلکې ټوله توجه يې د امتياز ترلاسه کول او د جابر حاکم خوشحالول وي.

نو بناءً هيله ده چې د سعودي د غونډې ګډونوال دغه مجلس يوازې د څو خبرو پيل او پای ونه بولي، بلکې بايد پوه شي چې په دې غونډه کې د يو بې دفاع ملت برخليک ټاکل کيږي، د يو ظالم استعمار اړوند د مذهبي دروند حيثته اشخاصو اراء تبادله کيږي، د يو ړنګ شوي اسلامي نظام پر ځای د ديموکرات نظام تحکيم او واک ته رسيدل ارزول کيږي او بلاخره د زرګونو شهيدانو، يتيمانو، کونډو او بورو په غم او درد خبره کيږي.

که دوی د افغانانو د دغسې هر اړخيز خراب وضعيت له ليدلو سره سره د مغرور استکبار اړخ ونيو؛ نو که فعلا يې د غربي استعمار تر ميچنې لاندې مسلمان امت ګرم او پړه ونه بولي، د حشر په ورځ خو يې والله چې ګريوان ته لاسونه وغځيږي، چې بيا به د الله تعالی په عدالت کې نه غربي استعمار په ښمر ورځي او نه د ديموکراسي علمبرداران.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close