د جدې غونډه د اسلامي نړۍ پر سپینه لمن تور داغ

آصف الله آصفي

توبه! توبه! توبه! خدایه توبه! د مسلمانانو کمزورې تر دې حده راورسیده، چې خپلو اولادونو ته د مړۍ پیدا کولو په موخه له یوې ناروا نه هم مخ نه اړوي، که د ملي اردو ځوانان د امریکا د یو څو ډالرو په مقابل کې آن ځان وژنې ته اماده په مورچلو کې ناست دي او د خپلو مسلمانو وروڼو د سینو پر لور د خپل ټوپک شپیلۍ نیسي، او که بل خوا سیاستمداران د امریکا ډول د ډالرو په زور نڅاوې کوي، نو درباري ملایان هم له هغوی نه کم ونه ختل.
د امریکا د ډالرو د ترلاسه کولو په موخه لومړی د سولې په شورا کې سره راغونډ شول، او په ډیرې سپین سترګې یې د امریکا پر وړاندې د خضوع سرونه ټیټ او د خپلو مسلمانو وروڼو پر ضد خپلې ژبې استعمال کړې، دادی په دوهم قدم کې امریکا ورڅخه د اسلام د سترې فریضې سپیڅلي جهاد پر ضد ورڅخه د الې په حیث ورڅخه استفاده وکړه، د ډالرو په زور یې لومړی په جاکارتا، ورپسې په کابل او دادی اوس په سعودي عربستان کې راغونډ کړل.
پوښتنه دا پیدا کیږي چې سعودی ولې دې ناروا کارونو ته لاس واچاوه؟ معلومه خبره ده چې سعودی عربستان هغه مهال امریکا ته په سر ټیټولو مجبور شو چې د یمن له لورې د ایران له نفوذه په ویره کې شو، او دا ویره یې هغه مهال لا زیاته شوه چې کله ټرمپ او د هغه لور سعودی عربستان ته سفر وکړ، او د وروستي ځل لپاره یې پر سعودی غاړه خلاصه کړه چې که د امریکا پالیسي تطبیق نه کړي نو د ایراني ښامارانو خوراک به شي.
سعودی عربستان مجبورا د دې لپاره چې ځان وساتي د امریکا د پالیسو پر تطبیق مکلف وګرځول شو چې له جملې نه یی:
ښځو ته د دموکراسۍ له غوښتنو سره سم آزادي ورکول
له تعلیمی نصاب نه د جهاد آیتونه ویستل
اسرائیلو سره دوستانه اړیکې جوړول
د اسرائیل پر ضد مبارزه کوونکي او جهاد کوونکو حماس ډله د ترهګرې ډلې په حیث پیژندل
د افغانستان د طالبانو پر ضد د امریکا سره اوږه پر اوږه دریدل
او بالآخره د طالبانو پر خلاف د امریکا د پلی کیدونکو پروژو ملاتړ، مرسته او پوره همکاري کول او داسې نور.
د خورا تأسف ځای دی، همغه سعودي چې له څلویښت کلونو راهیسې د افغانستان د مسلمان ولس له برحقې داعیې جهاد سره يې کلک مالي او ځانی ملاتړ کاوه، او همغه ملایان چې د همدې هیواد لخوا سپوټ او رهنمایی کیدل، څو خلک جهاد ته تشویق کړی، نن د ځان یې د ځانونو د ساتنې په خاطر خپل سپیڅلی دین شاته وغورځاوه، او د حق پر خلاف د باطل تر څنګ ودریدل، چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړې ده.
نو په ډاګه ویلای شو چې دا غونډه د اسلامي نړۍ په پر سپینه لمن تور داغ دی، او تاریخ به د دې غونډې په اړه قضاوت وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close