د جرمنو نړیواله محکمه:د امریکا د خبرداري سربیره،خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوو

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۱)

وروسته تر هغه چې امریکا د جرمونو نړیوالې محکمې ته خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې یې د امریکایي ځواکونو له خوا تر سره شوي جنایات وڅیړل ، له سختو بندیزونو سره به مخ شي، اوس یادې محکمې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خپلو فعالیتونو د بندولو او د امریکا د ګواښ له امله د امریکایي پوځیانو د جنایاتو د څیړلو لړۍ نه بندوي.
د یادې محکمې یوه ویاند فدي العبداللهي رسنیو ته ویلي، “موږ یو مستقل ځواک یو او د نړۍ د ۱۲۳ هیوادونو له ملاتړ څخه برخمن یو، نه شو کولی د یوه هیواد په غوښتنه د نورو ګټې له ګواښ سره مخ کړو“
په ورته وخت کې اروپایي ټولنې د یادې محکمې له کړنو څخه ملاتړ اعلان کړی او ویلي دي “هر هغه اقدام ستایي چې په کې مجرمین په خپله سزا ورسول شي“
یاده محکمه داسې مهال دې غبرګون ته اړ کیږي چې دوه ورځې وړاندې امریکا رسماً یادې محکمې ته د امریکایي پوځیانو د جنایاتو د نه څیړنې خبرداری ورکړ.
د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن ویلي، که یادې محکمې تر دې خبرداري وروسته هم خپلو چارو ته دوام ورکړ، دوی به پرې مرستې بندې کړي او سخت بندیزونه به ورباندې وضع کړي.
په داسې حال کې چې امریکا په افغانستان کې ګڼ بشرضده جنایات ترسره کړي، ویره لري چې د یادې محکمې له خوا به سختو ننګونو سره مخ شي او نړیوال اعتبار ته به یې زیان ورسیږي.
اوسمهال امریکایانو ته د ملي وحدت حکومت د امنیتي تړون په متن کې، قضایي مصؤنیت ورکړی چې هرډول جنایي کړنه چې یاد ځواکونه یې د افغانانو پر وړاندې کړي، افغان حکومت یې د محاکمه کولو او آن د غندلو حق هم نه لري.
امریکا پر نړیواله محکمه له دې امله په قهر ده چې ګواکې امریکا یې بشپړ غړیتوب نه لري.

د یادې محکمې د حکم له مخې کوم کس که مجرم وپېژندل شي هغه به نیول کېږي ، دغه راز که ونه نیول شو دیادې محکمې غړو هېوادونو ته به سفر نه شي کولی.
د محکمې د حکم له مخې که مجرم کس د یادې محکمې غړي هېواد ته سفر کوي نو د اړوند هیواد چارواکي اړ دي، چې یاد کس ونیسي او ټاکل شوې سزا ورکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close