په جرمني کې دکرسمس دتیاریو په ډک بازار د لارۍ موټر حمله شوې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۳۰) زرغون خوږیاڼی

په جرمني کې د کرسمس د تیاریو لپاره د ګڼې ګوڼې په ډک بازار یو لارۍ موټر په ډیرې تیزۍ سره ورغلی او دغلته یې په لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

د جرمني پولیسو ویلي دي، چې يوه لارۍ د ګڼې ګوڼې پر مارکېټ ورغلې چې ويل کېږي ۹کسان يې وژلي او شاوخوا ۵۰ تنه نور يې ټپيان کړي دي.

دا پېښه تیر ماښام په ځایي وخت شاوخوا اته بجې پېښه شوې ده. د لارۍ چلوونکی له سیمې په تېښته بریالی شوی دی.

پولیسو له خلکو غوښتي دي، چې د پيښې انځورونه او ویډيوګانې خپرې نکړي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د برید په کوڅه کې د قيصر ويلهم ياد کليسا هم موقعیت لري، چې د کرسمس له ډکو بازارونو شمیرل کیږي.

د جرمني رسنیو په وینا، دغه لارۍ موټر په یوه پولنډي شرکت پورې اړه لري چې له ایټالیا څخه پولنډ ته روان و.

تر اوسه د برید انګیزه نه ده په ډاګه شوې، پولیسو د تښتیدلي بریدګر په اړه پلټنې پیل کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close