د جلال اباد ښار امنيت له پوليسو اردو ته وسپارل شو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۱۰)

د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار چې په وروستيو کې د خونړيو پېښو شاهد و امنيتي وضعيت يې له پوليسو څخه اوردو ته سپارل شوی دی.

د ننګرهار ولايت د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن د “چهارشنبې” ورځې څخه به د دغه ښار امنيت د ملي اوردو ځواکونو په غاړه وي.

تېره ورځ د جلال اباد ښار په کډوالو چارو رياست د وسله والو له لوري بريد ترسره شو چې پکې دېرش کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د دغه بريد درې ورځې مخکې هم په جلال اباد کې د قابله ګانو پر يوه مرکز بريد کې درې تنه وژل شوي و او اته تنه نور ټپيان و.

له هغې وړاندې په پوهنې وزارت بريد شوی و چې مسئوليت يې داعش ډلې په غاړه اخيستی و خو د وروستيو بريدونو مسئوليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخيستی.

طالبانو په یادو ټولو بريدونو کې لاس لرل رد کړي دي.

پر کډوالو چارو رياست له بريد وروسته ولایتي چارواکو په بېړني ډول غونډه کړې او د دغه ښار د امنيت ښه کولو لپاره يې امنيتي چارې د ملي اردو ځواکونو ته سپارلي دي.

وړمه ورځ په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حضرت علي او يوشمير نورو وکيلانو په يوې خبري غونډې کې وويل، چې داعش ډله د ننګرهار په ښار کې مرکزونه لري چې امنيتي ادارو ته ښکاره دي خو هغوی يې پر وړاندې هيڅ اقدام نه کوي.

په عين حال کې د دفاع وزارت د وياند سرپرست رادمنش وايي، په ښار کې به دفاعي ځواکونه خپل تدابير کلک او ښاري سيمو کې عمليات ترسره کړي.

له بله پلوه ځينو سرچينو ويلي، چې ملي اوردو ځواکونو ته د جلال اباد ښار د امنيت سپارلو وروسته ښايي د نورو ښارونو امنيت هم يادو ځواکونو ته وسپارل شي چې دا د ټرمپ د نوې ستراتيژۍ يوه برخه ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close