د جمعیت او جنبش ملېشو تر منځ جګړو، ۳۰ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۳۰غويي/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

فاریاب مېشتو خبري سرچینو رسنیو ته ویلي دي، چې په المار ولسوالۍ کې د جمعیت او جنبش ملېشو تر منځ د جګړو له کبله تراوسه پورې ۱۲ کسان د ۲ ښځو په ګډون وژل شوي، او ۱۸ نور ټپیان دي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند جګړن محمد رضا رضايي وايي، دغه جګړه چې تېره ورځ شروع شوې ده، په پایله کې یې ۱۰ کسان وژل شوي دي.

ده وویل، چې په وژل شویو کې د جمعیت د ځوانانو د ولایتي شورا رئیس محمد زمان، د جنبش یو تن قومندان محمد ظریف، د جنګي جرایمو سره د مبارزې د کمیسون معاون قیصار او همدا راز دوه ښځې شاملې دي.

هغه وویل، چې نن د دواړو خواوو ترمنځ سخته جګړه روانه ده، چې په جګړه کې له سپکو او درندو وسلو څخه کار اخیستل کیږي.

ده وویل، د دواړو ملېشو ترمنځ د جګړو له کبله به امنیت خراب شي، او طالبان به له موقع په استفادې سره ګڼې سیمې تر خپلې ولکې لاندې راولي.

رضا زیاته کړه، چې د ملي اردو ځواکونه د ارکان د اولې لواء سره یوځای د جنګ خط ته ولېږدول شول، دغه ځواکونه به د دواړو لوریو ترمنځ د جګړې مخنیوي لپاره یو بل خط کې مېشت کیږي، خو د یو بل جنګ امکان هم شتون لري، چې دولت یې باید په وخت غمه وخوري.

د سرې میاشتې رئیس حاجي خالمیرزا هم رسنیو ته د جګړې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې دوی ته ۸ ټپیان وروړل شوي دي.

همدا راز د فاریاب د صحت عامې رئیس ډاکټر معروف ثمر رسنیو ته وویل، چې ۱۴ ټپیان د درو ښځو او د دوو ماشومانو په ګډون افغان-ترک روغتون ته وړل شوي دي.

ده وویل، چې له ټپيانو څخه یوه ښځه مړه شوې ده، او د دوو نور حالت نازک دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close