د جمعیت او داعش تازه تړون او په شمال کې د داعش وروستیو فعالیتونو ته لنډه کتنه!

 ابن مبارک احمدزی

 

مقدمه:

له بده مرغه د امریکايي اشغال له امله اوس داعش د افغانستان په شمال کې د قوي کېدو په حال کې ده.د ازبکستان،عربو،چیچنیا،تاجکستان،سوریې،روسیې،فرانسې او مالیزیا څخه د بهرنیو ځواکونو په ځانګړي ملاتړ او لوجستیکي آسانتیاو په مرسته راوستل کېږي،بهرني ځواکونه قصداً غواړي چې په یاده سیمه کې داعشیان ځای پر ځای کړي.د سیمې د خلکو غوښتنه اوس یوازې له طالبانو څخه دا ده چې د داعشیانو د تګ راتګ او مواصلاتو لارې پیدا او بندې کړي.سیمې ترې تصفیه کړي او په کومو ځایونو کې یې چې پټ مرکزونه شتون لري هغه ځایونه باید له منځه ولاړ شي.سیمه ییز حکومت یې نه یوازې په اړه اقدام نه کوي بلکې لا هم مرستې ورسره کوي چې ښه بېلګه یې د قوشتېپې د امنیه قومندان عزت الله اوردم مرستې دي.

د افغانستان په شمال کې د داعش مهم ځایونه او د نشأت مراکز د جوزجان ولایت درزآب او قوشتېپې ولسوالۍ ګانې دي.د داعش مهم مرکزونه د مغل،هلقاني،سردرهء قزل غوچ په کلیو کې دي چې کوردینات او هر اړخیزې مرستې ورسره د جمعیت سیمه ییز قومندانان کوي او نورې اړتیاوې یې د نظامي چورلکو او د افغانستان د کوماندو ځواک د هلیکوپترو په مرسته ترسره کیږي.

طالبان تر ډېره پورې هڅه کوي چې له داعش څخه د جوزجان سیمې تصفیه کړي چې په دې کار کې تر ډېره پورې بریالي شوي دي خو هلته هم د اشغالګرو او د هغوی د ملاتړو لخوا د ننګرهار کیسه تکراريږي.په ننګرهار کې چې طالبان داعشیان باندې برید وکړي نو د حکومت ځواکونه د ځمکې له لارې او د اشغالګرو ځواکونه د هوا له لارې د طالبانو مقدم خط بمباروي او تر برید لاندې یې راولي.په دې ډول داعش ته دمه او نفس ورکوي.

د اوس لپاره په شمال کې د داعش قومندان او مشر مفتي نعمت الله قویم دی چې له جنرال دوستم سره یې اړیکې درلودې او نژدې کس یې و.څه وخت یې په اخلاقي فساد کې تېر شو، اشرف غني چې کله دوستم منزوي کړ او ترکیې ته یې وشاړه نو پر ده هم ساحه تنګه شوه. او په وروستي وخت کې له داعش سره یوځای شو.

اصلي موضوع:

د روان میلادي کال د جون د میاشتې په ۱۴ مه نېټه د احمد شاه مسعود ورور او د اشرف غني پخواني سلاکار احمد ضیاء مسعود په یوه خبري ناسته کې اعتراف وکړ چې د افغانستان په شمال کې د افغانستان د حکومت پر وړاندې د جمعیت او جنبش ډلو افراد هم جنګېږي او دا جګړه یې د بې عدالتۍ له امله پیل کړې ده.

د روان لمریز کال د غوايي په اتلسمه نېټه طالبانو د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ تر ټولو ستراتيژيکه سیمه (کولیان) د جمعیت له جنګیالیو څخه و نیوله،په دغه سیمه کې لس زره کورنۍ ژوند کوي او د نیولو پر مهال یې د دادي قومندان ۵۴ تنه افراد ووژل شول او ټپیان شول او ډېره وسله هم طالبانو ته په لاس ورغله.

دغه سیمه د حزب جمعیت او پخواني شورای نظار د قومندان #داد الله لخوا چې خلک یې دادی بولي اداره کېدله.

په کولیان کې ۱۰۰۰۰ کورنۍ اوسېږي چې د ۲۰۱۸ کال د مې په اتمه نېټه یاده سیمه طالبانو ونیوله او قومندان دادی د ولسوالۍ مرکز ته وتښتېد.

د مؤثقو او کره مالوماتو پر بنسټ؛ عطاء محمد نور چې پخوا د بلخ والي وو د قومندان دادي په منځګړیتوب په تازه اقدام کې د داعش له ډلې غوښتي چې د قومندان دادي کولیاني ټاټوبی او د فاریاب د بلچراغ ستراتيژیکه سیمه (کولیان) له طالبانو څخه بېرته ونیسي نو ۱۰۰ لکه افغانۍ به ورکړي،یانې لس میلیونه افغانۍ به درکړو خو که یاده شوې سیمه د طالبانو له وجود څخه تصفیه کړئ.

د جمعیت او داعش تر منځ اړیکې ډېرې نژدې دي چې څو څو ځله د سرپل ولایت په مربوطاتو کې هم هغه وسلې او مهمات د طالبانو لخوا کشف او ضبط شول چې د جمعیت حزب له آدرسه داعش ته لېږل کېدل.داعش هغه ډله ده چې د جمعیت حزب یې د خپلو سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره کاروي او ان د حکومت له مالي او اقتصادي امکاناتو څخه د هغوی په ګټه استفاده کوي.

که به داعشیانو له طالبانو سره جګړه کوله نو د دادي قومندان افرادو به هم ورسره برخه اخیستله؛ او که به د ځينو پټو موخو لپاره داعش له دولت سره جنګېده هم د دادي قومندان افرادو ورسره په جګړه کې شرکت کاوه چې په وروستۍ جګړه کې د دادي قومندان لسګونه افراد له طالبانو سره په مخامخ نښته کې ووژل شول. خو د سیمې اوسېدونکي اندېښنه لري چې طالبان باید په دې برخه کې جدي ګامونه پورته کړي تر څو کومه احتمالي فاجعه رامنځ ته نه شي.

عزت الله اوردم د جوزجان ولایت د قوشتېپې ولسوالۍ امنیه قومندان دی.د همدغه قومندان وراره د دادالله په نامه د داعش سیمه ییز مشر دی.له ولسوالۍ څخه ورسره تسلیحاتي مرسته کېږی. چې په وروستي برید کې یې د هاوان مرمۍ هم ورکړې وې او د هغو مرمیو د استعمال له وجې ډېرو خلکو او ان طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه. د جمعیت سربېره خپله داعشیان هم د درزآب په جوماتونو ګرځي او په زوره سره له خلکو حقوق غواړي.

قومندان دادی اصلا د پاڅون کوونکو قومندان دی خو د داعش سرسخته حامي هم دی.

حکومت ښه پرې خبر دی او طالبان هم،دی چې له فاریاب څخه مزار شریف ته ځي په لاره کې د کابل حکومت استخبارات هېڅ هم ورته نه وایي،حال دا چې د جوزجان په درزآب کې د داعش تخم همده وکاره.

د داعش مرکز په ختیز کې د ننګرهار اچین و خو په شمال کې #سردره ده او ټول اکمالات ورته قومندان دادی کوي.په جوزجان کې خو د درزآب امنیه قومندان داعشیانو ته آن د طالبانو د ځپلو نقشې هم ورکړې.

د قومندان دادي مرکز او د سوق او ادارې قوت له ټول پلان او پروسیجر سره یو ځای د طالبانو په لاس کې ولوېد،دا به د استخباراتو په برخه کې له طالبانو سره ډېره مرسته وکړي نو همدا وجه ده چې اوس یې د جمعیت ډله په تشویش کړې ده.

د تېر میلادي کال ۲۰۱۷ د جون په ۲۰ مه نېټه هم په ځينو رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شول چې دادی قومندان د کولیان له سیمې څخه داعشیانو سره د وسلو او تجهیزاتو مرسته کوي؛ خو هغه مهال هم چا غوږ ورته کېنښود.بلچراغ د فاریاب یوه ولسوالۍ ده چې د جوزجان له درزآب ولسوالۍ سره پوله لري او له همدې لارې په درزآب کې هم د داعشیانو حضور ترسترګو کیږي.

تېرکال د د غبرګولي په لومړۍ نېټه داعشیانو د قومندان دادي په مرسته د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ کولیان سیمې څخه د جوزجان پر درزآب ولسوالۍ برید وکړ او هلته یې څو پوستې ونیولې او ډېرې نورې یې وسوځولې.

په شمال کې د داعش وژل شوی قومندان قاري حکمت الله غیور چې څو میاشتې مخکې د فاریاب ولایت بلچراغ ولسوالۍ په شوربلاق سیمه کې ووژل شو هم د جوزجان ولایت د قوشتېپې ولسوالۍ له امنیه قومندان عزت الله اوردم او د کولیان د سیمې د جمعیتي مشر قومندان دادي سره نژدې اړیکې درلودې چې د جوزجان او فاریاب ولسونه ټول پرې خبر دي. د همدې دوو کسانو لخوا تجهیز او اکمالېدل.او څو څو ځله له داعشیانو سره د قومندان دادي تسلیحاتي مرستې د بلچراغ په ځینو سیمو کې طالبانو ترلاسه کړي دي.

د ځینو راپورونو په اساس په دې وروستیو کې د افغانستان د حکومت د کوماندو ځواکونو چورلکو داعش لپاره د شپې پر مهال امن او خوندي ځایونه برابر کړي دي او پرته له دې چې د داعش له کوم غبرګون سره مخ شي بېرته به یې الوتنه کوله.البته لارښوونې به پورته دوو قومندانانو کولې چې دواړه د حزب جمعیت اړوند کسان دي.

د قاري حکمت په وژنه یا هم د داعشیانو په صفوفو کې دغه ټکي هم ډېر درزونه ایجاد او رامنځته کړل چې بهرنیو داعشیانو به خپل مشر قاري حکمت ته وویل چې ستا په جهاد کې طالبان کافر ګڼل کېږي او ورسره جنګ کوې په داسې حال کې چې هغوی هم مجاهدین دی، لیکن قومندان دادی او عزت الله دواړه د یهودو غلامان دي،له هغو سره نه یوازې دا چې جنګ نه کوې بلکې نژدې اړیکه هم ورسره لرې او هغوی دې تجهیز کوي هم؛دا نو څه ډول جهاد دی چې درزآب او طالبان کافر وي خو قوشتیپه او کولیان مسلمان؟

همدا کشمکش د دې لامل شو چې خارجي داعشیانو چې د جنګ لومړۍ کرښې یې د قوروق او خواجه عرب سیمې وې او د طالبانو پر وړاندې یې سنګرونه نیولي وو نو بیا یې جنګ و نه کړ او د درزآب ولسوالۍ مرکز ته نژدې یې ځانونه ورسول او هلته یې د عامو خلکو په کورونو کې اوږده تونلونه ووهل تر څو یوه امن ځای ته ورسېږي.له جنګ څخه د بهرنیو داعشیانو شاتګ خپله قاري حکمت دې ته اړ ایست چې د قوروق او خواجه عرب له لومړۍ کرښو څخه لیدنه وکړي،کله چې د شوربلاق سیمې ته ورسېد هلته د موبایل د آنتن پیدا کولو لپاره یوې تپې ته وخوت چې د محمد آغا ازبکستاني افرادو لخوا ووژل شو چې بهرنی داعشي دی.او جسد یې په بي بي مریم سیمه کې خښ شو.

د قاري حکمت الله تر مړینې وروسته په شمال کې د داعش مشر مولوي حبیب الرحمن چې د بلخ ولایت د شولګرې ولسوالۍ اوسېدونکی دی وټاکل شو؛ خو په اوس وخت کې د یادې ډلې د مشرۍ پر سر هم د مفتي نعمت الله،محمد آغا او مولوي حبیب الرحمن ترمنځ شدید اختلافات موجود دي او ان د یو بل پر وړاندې له وسله والۍ نښتې هم کار اخلي.چې تر ټولو ډېر مشهور یې مفتي نعمت دی چې پخوا د دوستم کس و.

د داعش ډله د اوس لپاره په شمال کې د جمعیت حزب په ملاتړ؛ یوازې د مدارسو او ښوونځیو د تړلو او عام المنفعه مؤسساتو د تړلو باعث ګرځېدلي دي او د سرمایه دارانو زامان تښتوي بیا یې د خوشې کولو په بدل کې پیسې غواړي.او خپل ډېر کارونه پر کوچنیو او صغیرو هلکانو پر مخ بیايي.

لنډيز:

افغانان باید متوجه وي چې داعش دویمه امریکايي ډله ده، د اسلام او مجاهدینو پر وړاندې راپورته شوې ده.د هغوی په سیاست کې هېڅ رحم نشته.د هغوی په دین کې له ځان پرته هېڅ مسلمان نشته.د هغوی په جهادي قاموس کې بل هېڅ څوک مجاهد نه دی.او هر هغه چا چې وسره بیعت و نه کړ هغه تر برید لاندې نیسي.باید اوس هم لاس پکار شو کنه بیا به ډېره ناوخته وي.په پای کې باید یادونه وکړو چې قومندان دادی د عطا محمد نور له اړخه او عزت الله اورم د حکومت له آدرسه همدا اوس د داعش سرسخته ملاتړي دي.ټول ملت پرې خبر دی.

پای

2018 / 6 / 20

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close