د جنبش پلويان: د قیصاري نيول، شکنجه کول او وهل غير قانوني دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) د جنبش ګوند پلويان وايي، چې نظام الدين قيصاري له نيول کېدو وروسته د دولتي ځواکونو له لوري وهل شوی او سخت شکنجه شوی دی.

په شمال کې د بشري حقونو د کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر سيد محمد سامح وايي، د شنبې په ورځ د قيصاري پلويان ورغلي او ادعا يې کړې چې نوموړی د دولتي ځواکونو له لوري په غير قانوني ډول نيول شوی، وهل شوی او سخت شکنجه شوی دی.

دوی وايي، که حکومت د قيصاري نيول غوښتل بايد لومړی جلب ور استول شوی وی خو زياتوي چې دا کار نه دی شوی زياتوي چې له نيول کېدو وروسته يې حتی کورنۍ ته هم نه دی ښودل شوی.

په عين حال کې د دفاع وزارت ويلي، نظام الدين قيصاري دا مهال په ملي امنيت رياست کې تر پوښتنو لاندې دی او له دوسيې سره به څارنوالۍ ته معرفي شي.

د بشري حقونو کمېسیون وايي، د قيصاري د نيول کېدو د څرنګوالي په اړه به د جنبش ګوند ادعاوې وڅېړي.

ځانګړو ځواکونو د تېرې چهارشنبې په ورځ په فارياب کې سيمه ييز زورواکی، په شمال کې د دوستم استازی او قيصار ولسوالۍ امنيه قومندان نظام الدين قيصاري له لنډې نښتې وروسته ونيو.

د قيصاري له نيول کېدو وروسته د جنبش ګوند پلويانو په فارياب، سمنګان او ځينو نورو ولايتونو کې مظاهرې وکړې، لويې لارې يې وتړلې، د فارياب ولایت ودانۍ او ځای ځای يې د ولسمشر غني انځورونو ته اور ورکړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close