د جنبش پلویان د ارګ دروازه تړي

سرلیکنه

په تېرو شپږو میاشتو کې ارګ ډېر څه له لاسه ورکړل: هغو یارانوله ارګه مخ واړاوه چې اشرف غني ته به یې د هراړخیزې مرستې سینه ډبوله او هغو یارانو یې په مخالفت لاس پورې کړ چې ارګ به خپل مرستیالان، پلویان او خواخوږي بلل.

د عطا محمد نور او ارګ  تر منځ ډغرې یواځې افغان ولس ته نه بلکې په نړیواله کچه یې ناندریو د افغانانو پر روڼ تاریخ تور داغ پورې کړ. ارګ د عطا محمد نور په پخلاینه کې ډېر څه له لاسه ورکړل. ارګ عطا محمد نور (شمال) ته په امتیازاتو ورکولو خپله شمله ټیته کړه، خو اشرف غني دومره وکړل چې ارګ یې په فیزیکي توګه له ړنګېدو وژغوره.

د همغه امتیازاتو او سیاسي سجدې له وجې چې ارګ شمال ته وکړه اوس دا دی شمال له ارګ سره دویمه ډغره پیل کړه. د دې ډغرې بنسټ هم هغو بنسټګرو ایښی کومو ته چې دمخه ارګ سر په پښو کې کېښود. دا ډغره هم په ترکیه کې د ارګ پر خلاف د اېتلاف برخه ده. په دې دویمه ډغره کې شمال دومره امتیازات له ارګه غواړي، که ارګ یې ورسره ومني، نو ارګ ته به د ارګ حیثیت ورپاتې نه شي.
له تیرې اونۍ راهیسې، په ترکیه کې د جنرال دوستم او ارګ لخوا د مرکچیانو ترمنځ خبرې روانې دي. د شمال او ارګ په لومړۍ ډغره کې عطا محمد نور په خپله وینا کې په سوک د کږې خولې سمولو ګواښ کاوه، خو په دې دویمه ډغره کې له کږې خولې او سوکه خبره لوړه ده. په دې ډغره کې، په څلورو ولایاتو کې د جنبش د ګوند غړو د ارګ نمایندګیو (ولایاتو) د کار د دروازو په تړلو د ارګ د دروازې تړلو ګواښ کړی دی.

څلور ورځې وشوې په ترکیه کې د جنرال دوستم او ارګ د مرکچیانو ترمنځ خبرې روانې دي، خو پر ارګ د فشار اچولو په موخه په شمال کې د دوستم پلویان یو په بل پسې د ولایاتو دروازې تړي او ګواښونه کوي که یې غوښتنې ونه منل شي، په ټول شمال کې به د ارګ پر خلاف ستر پاڅون پیل کړي.

په شمال کې له ۱۳ ورځو راهیسې د لاریونونو دوام، د لویو لارو او ولایتي مقامونو د دروازو تړل او په ترکیه کې له څلورو ورځو راهیسې پرلپسې د جنرال دوستم او ارګ د مرکچیانو د مذاکراتو دوام؛ دا هغه لویه ډغره ده چې د ارګ او شمال ترمنځ شروع شوې ده.

په شمال کې د  جنبشوالو لاریونونه، چې افغانستان ته د جنرال دوستم له ترکیې په راستنېدا او د نظام الدین قیصاري د خوشي کولو لپاره یې د څلورو ولایاتو د ولایتونو د مقامونو دروارې تړلې او لویې لارې یې بندې کړې دي، دا په لاس راکوي چې ارګ ته به له شمال سره تر لومړۍ ډغرې دا دویمه ډغره سخته په تاوان تمامه شي.

په جوزجان کې د جنبش د ځوانانو ګوند وايي اوس یې یواځې په شمال کې د څلورو ولایاتو دروازې تړلې دي، که د دوی غوښتنې، چې د قیصاری خوشي کول او له ترکیې د دوستم راوستل هم پکې دي، ونه منل شي، په ټول هېواد کې به د لاریونونو او اعتراضاتو په دوام د ارګ دروازه هم ور وتړي.

دا مهال د جنبش ګوند پلویانو د جمعیت د ګوند په ملاتړ د فاریاب، جوزجان، سرپل او تخار ښارونو کې د اعتراضانو په دوام د ولایاتو دروزې تړلې او هم یې د یادو ولایاتو لویې لارې د ترافیکو پر مخ تړلې دي. همدا ډول، د جنبش لاریونوالو په سرپل، فاریاب، بلخ او تخار کې د ټاکنو د کمېسیون دروازې هم تېره ورځ وروتړلې، چې په یادو ولایاتو کې یې ټاکنیز بهیر هم له خنډ سره مخ کړ.

که د ارګ او شمال ترمنځ دویمه ډغره په همدې توګه دوام وکړي، د ارګ د دروازې تړل پر خپل ځای، خو امکان لري طالبان له حکومته نورې سیمې هم څه د جګړې او څه په نظامي مرکزونو کې د خپل نفوذ له امله ونیسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close