د جنبش ګوند يو غړی د فارياب د نوي والي په توګه ټاکل شوی

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۴) د راپورنو پر بنسټ، وروسته له هغې چې د جنبش ګوند پلويانو د فارياب ولايت ودانۍ ته اور ورته کړ نن د دغه ګوند  يو غړی د یاد ولايت  د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.

د شاهين قول اردو د رسنيو دفتر وايي، د فارياب لپاره دوکتور نقيب الله فايق چې مخکې د نورم او سټنډرډ ادارې رئيس و تازه د دغه ولايت د والي په توګه ټاکل شوی دی.

سرچينې زياته کړې، چې فايق دغه ولایت ته وررسېدلی او څو ساعته وروسته به د نوي والي په توګه معرفي شي.

تر دې مخکې عبدالحق شفق د فارياب والي و خو تېره ورځ چې د جنبش ګوند پلويانو مظاهرې په تاوتريخوالي واوښتې، مظاهره کوونکو د ولايت مقام ودانۍ ته اور ورته کړ او ځينې دولتي وسایط يې هم وسوځول.

د جنبش ګوند قهرېدلي مظاهره کوونکو د دغه ګوند د قومندان نظام الدين قيصاري د خوشې کولو غوښتنه کوي وايي مظاهرو ته به دوام ورکړي.

که څه هم د شاين ۲۰۹ قول اردو وياند محمد حنيف رضايي وايي، دغه ولايت ته د لوی درستير شريف یفتلي، د کورنيو چارو وزارت امنیيتي مرستيال اخترابراهيمي او څو نور لوړپوړي چارواکي ورغلي ترڅو تاوتريخوالی کم کړي.

د فارياب د ولايتي شورا ځينې غړي وايي، دغه ولايت ته ورغلي پلاوي له مظاهره کوونکو سره ژمنه کړې چې قيصاري به نن په کابل کې خوشې او د دوستم کور ته ولېږدوي.

خو ځآيي سرچينې وايي، نن هم د جنبش ګوند سلګونه کسانو پر مظاهرو لاس پورې کړی دی.

نظام الدين قيصاري چې په شمال کې د دوستم استازی او پياوړی قومندان بلل کېږي دوه ورځې مخکې امنيتي ځواکونو له لنډې نښتې وروسته ونيو او کابل ته يې يوړ.

دفاع وزارت وايي، پر هغه د لګېدلو تورنو له کبله کابل ته وړل شوی او عدليي او قضايي اورګانونو ته به خپل سپيناوی وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close