د جنبش ګوند پلويانو له اقينې وروسته د حیرتان بندر لاره هم وتړله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) چارواکي وايي، د جنبش ګوند پلويانو د نظام الدين قيصاري د نيول کېدو په غبرګون کې له آقينې بندر تړلو وروسته نن د حيرتان سوداګريز بندر لاره هم تړلې ده.

د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد وايي، اعتراض کوونکو نن له غرمې وروسته په دغه ولايت کې د حيرتان بندر لار وتړله او ګواښ يې کړی ترڅو چې يې غوښتنو ته مثبت ځواب ورنه کړل شي تر هغې به په شمال کې لويې لارې او د سوداګرۍ بندرونه تړلي وي.

په فاریاب کې د جنبش ګوند د يوه زورواکي نظام الدين قيصاري له نيول کېدو وروسته په څو ولايتونو کې د دغه ګوند پلويانو لاريونه وکړل چې لا هم په ځينو ولايتونو کې دوام لري او په غبرګون کې يې د اقينې بندر په ګډون د سمنګان- فارياب او ځینې لويې لارې وتړلې.

دوی غوښتنه کوي چې حکومت دې نوموړی قومندان خوشې او هېواد ته دې د دوستم د راتګ زمينه برابره کړي.

تېره ورځ د بلخ د سوداګرۍ خونې رئیس ويلي و چې د اقينې بندر تړل کېدو سوداګر اندېښمن کړي او د يادې سوداګريزې لارې په تړل کېدو هره ورځ سوداګرو ته ستر مالي زيانونه اوړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close