د جنرال «جرئت» له دفتر وروسته باید د «مسلمیار» ځایونه هم وپلټل شي!/ خالد روان

داسې ښکاري چې د داعش پروژه مخ په ختمېدو ده او کېدای شي امریکا پر یوې بلې ورته پروژې کار پیل کړی وي. ځکه داعش له لومړي سره رسوا شوه او حتی لوړ پوړیو افغان چارواکو د ملي امنیت شورا او داعش د اړیکو په اړه خبرې وکړې. د داعش له کړنو او څرگندونو یې داسې ښکارېده، چې دغه پروژه په لویه کچه جوړه شوې او د طالبانو د ماتې لپاره په کار گمارل شوې. په ختیځ، سویل او شمال کې د داعش او طالبانو ترمنځ جگړې د دې خبرې ښه ثبوت دی، چې داعش امریکايي پروژه ده او غواړي د دوی په مټ طالبان کمزوري کړي او یا یې سولې ته په زور راکش کړي.

په روان کال کې داعش د ننگرهار بېلابېلې ملکي ادارې په نښه کړې او ډېری خلک یې ووژل. د پوهنې ریاست، ښځینه قابله‌

گانو روزنځای، د ماشومانو د ساتنې اداره، مستوفیت، د کډوالو اداره، ښوونځي، پوهنتونونه، انستېتوتونه او نورې پوهنیزې ادارې یې په نښه کړې او د هسکې مېنې د بمبار غچ یې په ښار کې له عامو خلکو واخیست.

ما«لیکوال» په تېرو لیکنو کې هم ویلي وو، چې داعش په جلال اباد کې د ملي امنیت ریاست، د مشرانو جرگې د مشر فضل الهادي مسلمیار، د ننگرهار هوايي ډگر او نورو مخفي ادارو څخه مشورې اخلي او د همدوی په موټرو کې تر هدفي ځایونو رسول کېږي او دوی ساتي، روزنه ورکوي او پرمختللې وسلې ورسپاري.

تېره اوونۍ د ملي امنیت شورا مشر حنیف اتمر استعفا ورکړه او پر ځای یې  حمدالله محب وگمارل شو. د اتمر له گوښه کېدو سره سم، د ملي امنیت ریاست ځواکونو په جلال اباد کې «د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر په دفتر» چاپه ووهله او ۸ تنه یې له واسکټونو، لاسي بمونو او نورو مهمو چاودېدونکو توکو سره یو ځای ونیول. وروسته یې پنځه تنه خوشې کړل او پاتې درې تنه تراوسه لادرک دي او معلومات یې نه‌شته چې دغه خلک څه شول؟

«د افغانستان د جهاد او مقاومت د ارزښتونو د ساتنې بهیر گوند» مشر جنرال دین محمد جرئت دی، چې اوسمهال د ملي امنیت شورا کې برحاله دنده لري او د حنیف اتمر په امر یې په جلال اباد کې ځینې ځایونه په نښه کول او د جلال اباد ښار له درېیمې ناحیې څخه یې نورو سیمو ته خپل بریدگر لېږل او د داعش په هر برید کې له لسو ډېرو خلکو ته مرگ‌ژوبله اوښتې ده.

د ننگرهار د ولایت مقام فېسبوک‌پاڼې دغه خبر دوه ورځې مخکې خپور کړی؛ خو اوس مهال د ننگرهار ټولې نظامي ادارې او د والي ویاند په دې اړه د نورو معلوماتو له شریکولو ډډه کوي. پرون هم په ننگرهار کې یو شمېر خبریالانو لیکلي وو، چې د ننگرهار د ملي امنیت ریاست، د ولایت مقام، امنیه قومنداني او نورې ادارې په دې اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي او حتا اړیکې یې نه ځوابوي.

لومړی باید دغه موضوع رسنیزه شوی نه وی او اوس چې رسنیزه شوه او ټول خلک پرې خبر شول، د ننگرهار اړوند چارواکي باید په دې اړه رسنیو ته کره معلومات ورکړي، چې جنرال جرئت د چا په امر پر ننگرهاریانو بریدونه کول او ولې یې خلک وژل؟

د جنرال جرئت او د ملي امنیت شورا باید په دې اړه پوره معلومات له خلکو سره شریک کړي، چې اتمر ولې د داعش پروژه په ننگرهار کې ډېره وساتله او اوس هم د ننگرهار په ځینو سیمو کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ جگړې روانې دي او امریکايي او افغان الوتکې یوازې د طالبانو لیکې بمباروي او د داعشیانو د ژغورلو ټولې هڅې کوي.

مرکزي حکومت که په رښتیا غواړي د داعش بېخ اوباسي، نو له دې وروسته باید په ننگرهار د ټولو مخفي ځایونو پلټنه پیل کړي او په لومړي سر کې د مشرانو جرگې د مشر فضل الهادي مسلمیار پټ او ښکاره مېلمستونونه دې وپلټي، چې مسلمیار څومره د داعش په تجهیز او تمویل کې ونډه لرله او اوس څومره روزل شوي کسان لري؟

د ننگرهار ځايي خلک دې دغه موضوع همداسې نه پرېږدي او باید د سر په بدل کې د خپلو وینو پوښتنه وکړي. که دوی دغه موضوع همداسې پرېږدي، نو د بلې امریکايي پروژې پیل به هم له ننگرهاره کوي او دلته به بیا عام خلک څو کاله د بلې پروژې په بریدونو کې وژل کېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close