د جنرال رازق له مرګ وروسته په حکومت کې څه تیریږي ؟

 

راپور تاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳)

د راپورونو له قراره؛ په تیرو څو اونیو کې د ملي یووالي حکومت ته دوه ژمن کسان چې یو یې د کمونستي مهال نوموتی قوماندان او بل یې د  ټوکیدلې سیکولرې پرګنې تولید“ جنرال رازق“ وو، چې دواړه په همهاله توګه ووژل شول.
که څه هم دواړه د اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت د سیاستونو مخالفې څیرې وې او کله یې آن  د مخامخ ډغرو وهلو او د خپلسري کرکټرونو د لوبیدو هڅې کولې، خو بیا هم په غم یې ټول حکومت او همفکره ملګري ودریدل.
د دواړو څیرو نظریه تقریباً یوه وه، چې  “د طالبانو او اسلامي ډلو ټپلو څنګ ته کول او تر څنګ یې د امریکایی ګټو خوندیتوب “، هغه څه چې د آرمانونو تر پوره کیدو وړاندې نیمګړي نیمه خوا شول.
که څه هم د قهرمان د وژل کیدو په لومړیو کې د پخوانیو کمونستانو څه ناڅه مرالونه ضعیف شول، خو د جنرال رازق وژل کیدو ورته تر هرڅه زیات بدزیري ورکړل او د ګډ همهاله ویر څخه په استفادې د دواړو ډلو (سیکولران ـ کمونستان) مشران د خپلمنځي همغږۍ لاسونه سره ورکړل.

جنرال رازق څه کول؟

۱- د سرچینو په حواله، په جنوب کې د امریکایانو د ګټو د خوندیتابه په موخه ګمارل شوی قوماندان جنرال رازق یو تر ټولو بانفوذه څیره وه چې د شهرت لامل یې د پراخو مظالمو تر سره کول او په ګڼو بشر ضده جنایاتو کې ښکیلتیا وه، چې د شمیرو له مخې، د نوموړي په قومانده تر ۱۰۰۰زرو ډیر بیګناه کندهاریان د مرګ کندې ته ورټیل وهل شول، په لسګونو ناموسونو جنسي تیري وشول او لسګونه ماشومان د بچه بازۍ ښکار شول.
هغه نه یواځې په خپلو کندهاریانو د دې ناتار سیوری غوړولی و ، بلکې د کندهار څنګ لوریو ولایاتو کې یې هم جرړې درلودې.
۲-جنرال رازق د جنایاتو تر څنګ د کرزي د ټیم غړی او د غني په مشرۍ د ملي یووالي د حکومت سر سخت مخالف هم و.

غني په ځلونو د نوموړي د معزولولو هڅه وکړه خو نوموړی د امریکایانو له ملاتړ برخمن و او ارګ ته یې مخامخ چلنجونه هم ورکول.
هغه لومړی دشمال ټلوالې او په واسطه یې له ایران سره د ژورو اړیکو درلودلو پلان سنجولی و، نوموړي د بلکواټر سره هم د جګړې د خصوصي کیدو ژمنه کړې  او د یوه افغان بانفوذه شخص په توګه یې د هر راز همکاري ژمنه ورکړې وه، هغه هڅه کوله په جنوب کې د امریکایانو له ملاتړ څخه په استفادې نیغه په نیغه د جنرال دوستم کرکټر تر سره او لوړو پوړیو ته لار پیدا کړي.

۳-جنرال رازق یوه بله حربه هم پر مخ وړله چې نوموړي به د ځینو پخوانیو طالب چارواکو سره اړیکې جوړولې، هغوی ته به یې د زیاتو پیسو په ورکړې سره د مخالفتونو د خپرولو او د نوموړي په ګټه د تبلیغاتو برابرولو تلقین کاوو.
چې ویل کیږي ملا منان نیازی او ملګري یې هم د دې قوماندان د ناوې له اوبو پڼه کیدل.

ولې رازق په نښه شو؟

سرچینې وایي چې نوموړي د زیات شمیر جنایاتو له امله د کندهار په ولسي خلکو کې خپل ټول ارزښت او باور له لاسه ورکړی و او له همدې امله  د کندهار ټول ولس د نوموړي پر وړاندې پاڅون ته ملاتړلې وه.
هرچا هڅه کوله، څو د نوموړي له توطیو د ژغورلو په موخه د هغه پر وړاندې د اقدام هڅه وکړي خو بریالي نه شول..
چې بالاخره طالبانو دغه ویاړ تر لاسه او د نوموړي له آمریته یې کندهاریان د تل لپاره محروم کړل.

د دواړو څیرو تر وژل کیدو وروسته؛

د دواړو څیرو تر ترور ورسته حکومت یوې سختې ترهې په مخه کړی او ګمانونه دادي چې طالبان ښایي د دولت لوړپوړي چارواکي هم د خپلو هدفي غشو ښکار وګرځوي ، نو وار له مخه یې د خپل منځي اتحاد ځیرکانه هڅې شروع کړې څو تر ګذارخوړلو وړاندې ټولې هغه څیرې چې شرقي ښکیلاک ته ژمن وې له هغو سره چې لویدیځ تاړاک ته د اتڼ څڼې اچوي، اتحاد وکړي څو یې راتلونکی برخلیک له ورک کیدو وژغورل شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close