د جنرال رازق وژل کیدو حکومت نور هم کاواکه کړ

تبصره

د اشرف غني او عبدالله دواړو ګډ حکومت له پیله په اختلافاتو اخته و، خو له جبار قهرمان وروسته د جنرال رازق سره په یوه برید کې د والي زلمي ویسا او نورو امنیتي چارواکو وژنه رامنځ ته شوه. د لویدیځ زون او شمالي ټلوالې تر منځ د اختلافاتو اندیښنې نورې هم پسې زیاتې شوې، د رازق په وژنه که څه هم شمالي ټلواله به په ظاهره اندیښنه څرګنده کړي، خو د ډیرو هیلو دروازه یې پر مخ خلاصه شوه.

په کندهار کې د مرګونې پیښې په اړه ډیرې پوښتنې را ولاړې شوې دي، ځنې کتونکې وايي چې د جنرل رازق حکومتي مخالفین به د هغه په  وژلو خوښ وي، خو وژنه یې د هغوی له اختلافه پورته پلان شوې وه، چې آن په هیواد د ننه او بهر د امریکایي استخباراتو پورې رسیږي.

دا پوښتنې هم رامنځ ته شوي چې څرنګه د سکاټ مېلر له غونډې وتلو وروسته د والي ساتونکي په غونډه کې پر رازق او نورو چارواکو برید وکړ؟ څرنګه والي، رازق او نور هغه اشخاص چې په ګوته شمیرل کیدل، ماشه پرې راښکل شوه؟ او څرنګه امریکایي پوځونو د جنرال رازق ساتونکو ته د پیښې ځای ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله؟

په دې پیښه کې د طالبانو په وینا او نورو کتونکو په نظر یواځې جنرال رازق هدف و، خو د بریدګر نورې مرمۍ هم پر ځای لګیدلي، دي. په راتلونکي کې به هم له جنرال رازق سره وژل شویو ته همدا ډول پلان باندې کار کیده، د دې نه داڅرګنده شوه چې بریدګر ټول هدفونه په یووخت سر ته ورسول.

په ډیرو پیښو کې چې ځنې بریدګر نیول شوي، د پوښتنو په ځواب کې یې ویلي چې ماته هدف په ګوته شوی و، د همغه هدف لپاره مې برید کړی؛ ځکه خو د والي ساتونکي بریدګر د سکاټ میلر له وتلو وروسته خپل هدف په نښه کړ.

په هر حال، لومړی د جبار قهرمان او ورپسې د جنرال رازق، والي زلمي ویسا، د کندهار د ملي امنیت رئیس  مومین حسین خیل، د ولایت د بشري څانګې مشر عزیز احمد شیخل وژلو په هر لحاظ موجوده حکومت نور هم پسې کاواکه کړ.

په کندهار کې د ډله ییز مرګوني برید مخه نه بهرنیو پوځونو او نه د کندهار ملي امنیت  ونیولای شوه، بلکې د ملي امنیت رئیس خپله پکې سر وخوړ. اوس به څرنګه بهرنیان او دفاع وزارت په واز کومې ولس ته ووايي چې موږ د خپل هیواد امنیت ساتلای شو، اوس به کندهار ته هم کوماندو او له هغو وروسته د ننګرهار په څیر ځانګړي ځواکونه لیږي او د کندهار امنیت به پرې ساتې .

هغه جنرال رازق چې پر اشرف غنی او دفاع وزارت یې هم سترګه نه ډکیده، ویل به یې چې هیڅ څوک یې له دندې نه شي لرې کولای، خو یو کمکي ځوان له دندې څه چې له دې نړۍ چې ګوښه کړ.

پوښتنې دا را ولاړې شوي چې د جنرال رازق د وژلو تر شا یواځې د طالبانو لاس و او که نور هم څوک وو چې د جنرال رازق، والي ویسا او نورو چاواکو په وژلو کې یې په پلان کار کړی؟ د حکومت یو شمیر چارواکي او د سیاسي چارو شناندلن په دې باور دي چې امریکایي چارواکو نور د کابل موجوده حکومت سره د چلند سترګې بدلې کړې دي، چې اوس د کندهار مرګونې پیښې حکومت نور هم پسې کاواکه کړ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close