د جنوبي افریقا هېر شوی اتل امام عبد الله

 

د جنوبي افریقا رښتينی اتل، مظلوم شهید امام عبدالله هارون رحمه الله زموږ اکثره ځوانان نه پېژني خو د نیلس مانډیلا پر عکسونو لګولو او خبرو رانقلولو وياړي، دا په داسې حال کې چې پخپله نیلسن مانډیلا په خپل کتاب (دازادي اوږدې هڅې) کې وایې: د توکم پالنې پر ضد غورځنګونو کې دکیپ ټاون مسلمانان ترټولو مخکې وو، چې عبد الله هارون د دوی سرخېل و.

امام عبد الله هغه نوم ورکی اتل دی چې د لومړي ځل لپاره یې افریقایانو کې د توکم پالني پر ضد روحیه راژوندۍ او وپنځوله، هغه دومره ستر انسان و چې همدا نیلسن مانډیلا یې د توکم پالني پر خلاف د کیپ ټاون د مسلمانانو سرخېل بولي.

امام عبدالله هارون رحمه الله په 1969م کې کې دسپين پوستو حکومت له دېرش/شل کاله بند وروسته په 46 کلنۍ کې شهید کړ. رحمه الله. څرنګه چې د ده د ژوند تفصیلي معلومات په لاس کې نشته ځکه یې د بند موده کې د شلو کلونو او دېرشو کلونو دوه خبرې شوې دی. چې غالبا شل کاله روایت به سم وي.

نوموړی کال: 1924م کې کیپ ټاون ته یوه نږدې سیمه کې زیږیدلی، ماشومتوب کې یې مور مړه شوه او خپلي عمه یې روزنه په غاړه واخیستله، ده خپله سیمه کې دیني زده کړې پیل کړې، وروسته د خپلې سیمي د یوه جامع جومات خطیب وټاکل شو.

امام عبد الله په کال: 1958م کې (د کلیر مونټ مسلمانو ځوانانو ټولني) په تأسیس سره د اسلامي دعوت کار پیل کړ، له هغه وروسته یې د (اسلامي هنداره) په نوم میاشتنۍ مجله پیل کړه، چې وروسته یې دا مجله (اخبار المسلم) ونوموله.

د امام عبد الله هارون د مسلمانو ځوانانو دا ټولنه جنوبي افریقا کې د توکم پالني پر ضد تر ټولو لومړی ګام بلل کیږي، چې وروسته مسلمانو او نامسلمانو تور پوستو دا کار وغځوه او په جریان کې یې د نیلسن مانډیلا په څېر مشران رامخته شول او دا حرکت یې د بریالیتوب پړاو ته ورسوه، لکه مخکې مو د امام عبد الله په اړه مانډیلا شاهدي یادونه وکړه.

امام عبد الله هارون د اسلامي دعوت او توکم پالني پر خلاف مبارزه کې د وخت د سپین پوستو حکومت ونیو لکه چې ویل کیږي کلونه بنديخانه کې پاته شو او په همدې بنديخانه کې د سختو تعذیبونو او شکنجو لامله په شهادت ورسیدی. ویل کیږي جنازه کې یې دېرش زره خلکو ګډون وکړ. جنوبي افریقا کې د ده په اړه ویل کیږي:

“د امام عبد الله هارون حرکت د ولس لپاره و، هغه یواځې د مسلمانانو لپاره په شهادت ونه رسیدی بلکي د یوه مظلوم ولس د مظلومیت د دفاع لاره کې یې قرباني ورکړه، له دې امله به یې یاد تل پاته وي”

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close