د جنوبي کوريا تکواندو سياليو کې افغان لوبغاړو د سروزور مډالونه وګټل

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲)

د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې د جنوبي کوريا د تکواندو د ازادو سياليو په لړ کې څو هېوادونو ته ماتې ورکړه او د سروزو او د ژيړو مډالونه يې وګټل.

د افغان تکواندو لوبډلې روزونکی بشير ترکی وايي، چې افغانستان د کوريا په شمول، جاپان، اندونيزيا، تايوان، تايلنډ، قزاقستان او امريکا په شمول څو هېوادونو ته ماتې ورکړه.

د ترکي په وينا، زمونږ لوبغاړو د دنيا د تکړه لوبغاړو سره سيالۍ وکړې او ښه برياليتوبونه يې ترلاسه کړل زياتوي په دغه سياليو کې د نړۍ د یوشپېته هېوادونو له دوه زره شپږسوو څخه زياتو لوبغاړو د تکواندو په بېلابېلو برخو کې ګډون کړی و.

په يادو سياليو کې د تکواندو شپږ افغان لوبغاړو هم برخه لرله.

د يادو سياليو په پايله کې نثار احمد عبدالرحيمزي او فرزاد منصوري د سرو زرو او رامش حسيني او محسن رضايي د ژيړو مډالونه وګټل.

 د دغه درې ورځينيو سياليو کوربه د جنوبي کوريا هېواد و او يادې سيالۍ د دوشنبې په ماښام پای ته ورسېدې.

افغانستان له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۲ کاله په نړیواله کچه تر اوومې درجې لوړ شوی وو، خو په وروستيو کلونو کې د ځینو ستونزو له کبله د دغې لوبې حالت ډېر خراب شو او آن ۱۷۰ درجې ته ولوېد.

د افغانستان د تکواندو فدراسيون مسوولين وايي، وروستۍ برياوې به د افغانستان تکواندو کچه یوځل بيا لوړه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close