د جنوبي کوریا ولسمشر د لومړي ځل لپاره پیونګ یانګ ته سفر وکړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۷)

له دوه لسیزو جنجالونو وروسته د جنوبي کوریا ولسمشر “مون جائه ای“ د لومړي ځل لپاره د شمالي کوریا د مشرانو سره د خبرو په خاطر د یاد هیواد پلازمینې (پیونګ یانګ) ته سفر وکړ.
د رویټرز اژانس د خبر ترمخه، نن په سیمیز وخت تر غرمې وروسته د جنوبي کوریا د ولسمشر په مشرۍ ۲۰۰ کسیز پلاوی په لیموزین موټرو کې د شمالي کوریا حدودو ته ننوتل او ولسمشر کیم جونګ اونګ په ګډون د شمالي کوریا لوړپوړو چارواکو یې هرکلی وکړ.
خبرزیاتوي، د شمالي کوریا نږدې ۱۰۰ زره اتباع د جنوبي کوریا د ولسمشر هرکلي ته راوتلي و او د “یووالي “ او “وطن“ شعارونه یې ورکول.
دا سفر چې تر پنجشنبې پورې به دوام وکړي د اټومي سلاح د ختمولو او د کوریاګانو ترمنځ د جنګي وضعیت د له منځه وړلو پر سر به قوي مذاکرات په کې ترسره شي.

دواړه کوریاګانې له ۱۹۵۳ کال را په دې خوا کله چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د بیلتون کرښه را کښل شوې، په جګړه او اختلافاتو اخته او یو بل ته د جګړې د پیل وروستۍ شیبې شماري.

دواړه مشران داسې مهال سره ګوري چې امریکا تازه پر شمالي کوریا د نورو بندیزونو لګولو اعلان کړی او د امریکا او شمالي کوریا د مشرانو ترمنځ مذاکرات هم بند شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close