د جوزجان خلک: که حکومت تسلیم شويو داعشیانو ته سزا ورنه کړي، پرضد یې وسلوال پاڅون کوو

 

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ او ځینو نورو سیمو لسګونه کړیدلي ولسونه د دې ولایت د محکمې مخې ته راټول شوي او له حکومت څخه غواړي، چې تسلیم شویو داعشیانو ته درنه سزا ورکړي.
دا خلک چې یو شمیر میرمنې هم په کې دي وایي، داعش یې ځامن لوړڼې ور وژلې او په بې رحمۍ سره یې پراخ اخلاقي فساد او جنسي ځورونې سرته رسولې ، چې د دوی په وینا دا ډله هیڅ د بښلو نه ده.
قومي مشران وایي، داعش ډلې په زور له غریبو او بیچاره ولسونو څخه د مالیې په نوم پیسې راټولولې او تر څنګ یې د ولسونو ښوونځي، روغتونونه تړلي او په سیمه کې یې په پراخه کچه اخلاقي مفاسد سرته رسولي

خلک له طالبانو خوښ دي چې د داعش له منګولو یې خلاص کړل او وایي، چې په خپل ټول توان به د دې ډلې تر شا دریږي.
طالبانو په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې له داعش ډلې څخه یې د قسای، اقبلاق، کوملي، عربهای بالا، عربهای پائين، چقمه چقور، تراغلي، آقسو، قورق، شوربلاق، خواجه عرب، بي بي مریم، ترکمن اولدې، جینجک، آق قول، قره یقاچ، قره یورت، کمرک، تاجواز، قوشتربلاق، جیدلک، انجیرک، قزل غوچ، سردره، مغل، هلقاني، آسمان جر، کوتل استي، کیچیک تیلندي، ګردن، خانقاه، بیسر، شیربیک، خواجه اشکره، اونچي، چګانه، قیرستون، پاده سای، شورقدوق، حوض بیلی، تاش آخر، شورعلي، پيرغریب، عاشورقل او جرقدوق په نامه سیمې نیولې او زیاتوي چې “په تیرو ۲۴ ورځو کې د مجاهدینو لخوا ټول ټال ۹۲ تنه داعیشي ملیشي وژل شوي، ۵۱ تنه ټپيان شوي، ۱۲۸ تنه يې د مجاهدینو لخوا ژوندي نیول شوي دي. “
د شاهین قول اردو ویاند وایي، د طالبانو تر جګړې وروسته د دې ډلې د مشر حبیب الرحمن رهبر، مفتي نعمت او د ارتباطاتو مسئول داملا صبغت الله په ګډون تر ۲۰۰ ډیر داعشیان ورته تسلیم شوي چې ډیری یې فرانسویان او نور بهرني اتباع دي، طالبان هم حکومت ته د داعشیانو تسلیمیدل مني خو زیاتوي چې د کابل ادارې استخباراتو هم د خپل مخکني پلان په اساس د نجات لپاره سیمې ته هلکوبتر ورته را ولیږل ترڅو يې د مجاهدینو له وروستي ګوزار څخه وژغوري.

طالبانو دغه راز ویلي، چې داعشیانو تیر مازدیګر په پراخه کچه خپل مهمات سوځولي خو بیا هم له دې ډلې یې په مخامخ نښتو کې ۲۴ عرادي موټر سايکل، ۲ عرادي رینجر موټر، ۶ پايي مخابرې، ګڼ شمیر پیکاماشندار، راکټ لانچر، کلاشینکوفونه او خورا زیات مهمات نیولي.

باید وویل شي چې د جوزجان د مهمو سیمو له نیولو سره په ټولو شمالي ولایاتو کې د داعش ډلې ځالې ونړول شوې

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close