د جوزجان د قوشتېپې ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی

کابل ټکی کام ۳۰حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر
له جوزجان ولایت څخه خبري منابع وایي، چې د دغه ولایت د قوشتېپې ولسوالۍ مرکز د طالبانو تر کلکې محاصرې لاندې دی.
د جوزجان ولایت د والي ویاند رسنیو ته وویل، چې د قوشتېپې ولسوالۍ امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ دی، او د دغې ولسوالۍ مرکز د طالبانو له لورې تر کلکې محاصرې لاندې دی.
غفوري وویل، چې تېره شپه طالبانو د قوشتېپې ولسوالۍ پر امنیتي پوستو او د فیض اباد ولسوالۍ په ګرجک، شیشه خانه او کوکلداش باندې بریدونه ترسره کړل، چې په پایله کې یې ۲۲ تنه طالب جنګیالي ووژل شول، او یو شمېر ټپیان شول.
ده همدا راز وویل، چې په دغه جګړه کې ۴ تنه امنیتي سرتېري وژل شوي، او ۴ نور ټپیان دي.
مګر د طالبانو ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد د غفوري دغه ادعا رد کړې ده، او ویلي یې دي، چې په دغه جګړه کې یې یوازې ۲ جنګیالي وژل شوي دي، او په فیض اباد ولسوالۍ کې یې امنیتي سرتېرو ته ګڼ تلفات اړولي دي.
مجاهد همدا راز زیاته کړې ده، چې قرای ګرجک، شیشه خانه ها، بیزګک او کوکلداش یې تر خپلې ولکې لاندې راوستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close