د جوزجان د ولايتي شوری د رئيس کسانو د څارنوالۍ رئيس ډبولی دی

کابل ټکی کام ۱۵میزان/۱۳۹۴
قدرت الله حسین
د جوزجان د څارنوالۍ رئيس وايي، چې د دې ولايت د ولايتي شوری د رئيس او غړو کسانو نوموړی ډبولی دی، چې د همدې کار پر ضد احتجاج کې يې څارنوالۍ تړلې ده.
حفيظ الله خالقيار وايي، تېره ورځ د ولايتي شورا رئيس د شورا له يو شمېر غړو او لسګونو وسله والو کسانو سره د ده دفتر ته ورغلل او غوښتل يې، چې د دوی غير قانوني غوښتنې عملي کړي.
نوموړی زياتوي، د دوی په غوښتنو کې د ځنو سياسي بنديانو خوشې کول او ځنو هغه جنايي بنديانو خوشې کول شامل وو، چې د قتل کولو له امله زندان ته اچول شوي دي.
د هغه په وينا ولايتي شورا له دې مخکې هم له څارنوالۍ څخه يو مجرم تښتولی و.
خالقيار وايي، د ولايتي شورا د رئيس او غړو وسله والو دی وهلی ټکولی دی، په کنداغونو يې وهلی او مرۍ يې ور خپه کړې ده، او کله چې دی ضعف شو، هغوی له دفتره ووتل.
هغه زیاته کړې ده، چې وسله والو د څارنوالۍ ساتونکي هم ډبولي دي.
هغه مهال چې خبريالانو غوښتل د ولايتي شورا د رئيس او غړو خبره واوري، د ولايتي شورا تالار ته ورغلل، خو هلته هيڅوک نه وو.
ياده دې وي چې د هېواد په نږدې ټولو ولايتونو کې په ورته لوړو څوکيو داسې خلک ناست دی، چې پر ټيټ رتبه مامورينو او ولسي وګړو تل خپله بدماشي چلوي، همدا کار په ګڼو سيمو کې د دې لامل شوی دی، چې خلک له دولته فاصله واخلي او د دولت وسله والو مخالفينو ته پناه وروړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close