د جوزجان والي: طالبانو پر عسکرو اوبه بندې کړې وې، ځکه يې پوځي اډه پرېښوده

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۵)

د جوزجان ولايتي چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په خوم آب ولسوالۍ کې دولتي ځواکونو يوه لويه قرارګاه بغير له مقاومت پرته خوشې کړې ده.

د جوزجان والي والي لطف الله عزيزي وايي، دغه پوځي مرکز چې د (ديوقلعه) په نوم ياديږي طالبانو پرې اوبه بندې کړې وې او عسکر له سختو ستونزو سره مخ و چې د پوځي مصلحت او ورته ډول مشکلاتو له امله يې ياد پوځي مرکز پريښی دی.

د والي په وينا، د جوزجان خماب ولسوالۍ دوه مياشتې مخکې سقوط شوه خو د امنيې قومندان عسکر يې لا هم په هغه مرکز کې و چې وخت ناوخت به طالبانو پرې بريدونه کول او د هغوی له لوري پرې اوبه هم بندې شوې وې.

په وروستيو کې طالبانو په دولتي ځواکونو خپلو جبهه يي او چريکي بريدونو ته زور ورکړی چې له دولتي ځواکونو يې زياتې سيمې لاندې کړي دي.

د  شميرو له مخې، دا مهال طالبان د هېواد له نيمايي پر زياتې خاورې حاکميت لري او پر حکومت يې د واکمنۍ کړۍ تنګه کړې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close