د جوزجان په دوکوه کې عسکرو ۶ مهمې پوستې پريښي

کابل ټکی کام ۱۰کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
خبرونه وايي، چې تېره ورځ ماسپښين د جوزجان ولایت د دو کوه ولسوالۍ اړوند د برمه نومي په سیمه کې افغان عسکر له ۶ مهمو پوستو څخه تښتېدلي دي، او پوستې یې طالبانو ته پریښي دي.
د خبرونو پر اساس چې دا مهال طالبانو په یادو پوستو خپل سپین بیرغونه پورته کړي دي.
باید ووایو، چې په دې وروستیو کې په یاده سیمه کې د طالبانو له لورې افغان عسکر تر سختو بریدونو لاندې دي.
د یادولو ده، چې تېره ورځ د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د ګلالکو له لوی مرکز څخه هم امنیتي ځواکونه تښتېدلي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close