د جوهرو کڅوړه – لنډه کیسه

ژباړه: محمد نبي الدین

ښکاري د شپې په تياره کي د درياب څنډي ته ورسېد، هلته يې له ډبرو ډکه يوه ټکرۍ (کڅوړه) پيدا کړل..

کڅوړي ته يې لاس کړ يوه ډبره يې ور څخه را و ويستل او درياب ته يې وار کړل

په اوبو کي د ډبري له لوېدلو سره سم يو ښکلی ږغ وسو..

همداسي يې ډبري يوه په بل پسې درياب ته وارولې؛ ځکه چي کله به ډبره په اوبو کي لوېدل ده به يې پر ږغ خوند اخيسته..

څه وخت بعد د لمر رڼايي را پورته سوه او د ډبرو کڅوړه پوره ښکاره سوه، په دې وخت کي يوه ډبره لا پاتي وه

کله چي ښکاري ډبري ته وکتل، که ګوري هغه ډبره نه وه بلکي جوهر وو او پوه سو چي څومره ډبري يې درياب ته وار کړي وې هغه ټول جواهر وه ډبري نه وې..

وروسته يې د پښېمانۍ پر ډول په ټيټ اواز له ځانه سره وويل:

څومره بې عقل وم! جواهر مي د ډبرو په نيت اوبو ته يوازي د دې لپاره غورځول چي خوند ورباندي واخلم؟!!!

موږ ټول همدا کس يو:

( د جواهرو ټکرۍ) زموږ هغه عمر دی، چي هر ساعت يې يو په بل پسې بېله فائدې په اوبو لاهو کوو..

( د اوبو ږغ ) د دنيا له منځه تلونکي خوندونه او شهوات دي..

( د شپې تیاره ) زموږ غفلت دی

( د لمر رڼا ) د حقيقت ښکاره کېدل دي، چي دا تر مرګ وروسته ممکن دي خو هغه وخت بيرته را ګرځېدل نه سته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close