د جينيوا غونډه د جينيوا والو په ګټه

د افغانستان تاريخ شاهد دى، هر وخت چې خپله په هيواد کې د هيواد د برخليک د ټاکلو غونډه شوې، هغې مثبتې پايلې لرلې او که يې په بهر کې کومه غونډه د برخليک په اړه شوې ده، هغه د افغان ولس په تاوان جګړو، کورنيو شخړو او آن د هيواد په تباهۍ تمامه شوې ده، چې افغان تاريخ کې يې بېلګې موجودې دي.

په ١٨٦٧م کې چې محمد اعظم خان د کابل واکمن و، د ټولو افغانانو تر منځ يې د خپل هيواد د برخليک په اړه غونډه وکړه. هغه مهال له ايرانه افغانستان ته سخت ګواښ متوجه و. د افغانانو تر منځ پريکړه وشوه، چې د خپل هيواد دفاع به د سرونو په قيمت کوو، افغانانو له ايرانيانو سره جګړه پېل کړه او د ايران شرقي برخه مازندران او اصفهان يې ترې ونیوه.

په ١٨٨٥ م کې روسانو پنجده ونيوله او افغانانو ته يې د جګړې اختار ورکړ. افغانانو په خپلو کې غونډه وکړه او د خپل هيواد د دفاع لپاره يې لښکر تيار کړ او له روسانو سره يې دومره سخته جګړه وکړه، چې آن نيولې پنجده يې هم ترې ونيوله.

خو کله چې د افغان ولس په غياب او نارضايتۍ کومه غونډه په بهر کې شوې ده، په هغې کې نه افغانانو او نه نورو خيرن سترګو ته ګټه رسيدلې ده، که کلونه کلونه پر افغان ولس په بهر کې شويو غونډو کې پريکړې تپل شوې، پايلې يې په افغانستان کې په وينو او مرګونو تمامې شوې دي.

د روسانو د يرغل د خاتمې په اړه په جينيوا کې په ١٩٨٩کې مقاعده وشوه. روسان خو ووتل، مګر په کابل کې د يو شمير جهادي مشرانو خپل منځي جګړې او د کموستانو سره اتحادونو افغان ولس او خاوره په سرو وينو ولړل.

په ١٩٩٩ ستمبر کې د افغان ولس د رايو خلاف د ملګرو ملتونو لخوا شوې غونډه کې د طالبانو پر خلاف د ١٢٦٧ قرارداد له مخې پر طالبانو اقتصادي بنديزونه ولګول شول، چې په افغانستان کې يې د طالبانو د نظام پر خلاف قرارداد عملي او دا دی تر نن ورځې پورې افغانان په سرو وينو کې لمبيږي او هره ورځ د افغانانو له کورنو هديرو ته جنازې وړل کيږي.

په ١٩١٩م روسيې ته د برهان الدين رباني په مشرۍ د روغې جوړې لپاره پلاوی لاړ، هلته يې غوڼده وکړه، خو په پايله کې د کمونستي رژيم پر مهال او نسکوريدا وروسته يو شمير جهادي مشران د ارګ او اقتدار پر سر سره ونښتل او د کابل مرکز په شمول د روسانو له وحشته پاتې هيواد يې نور هم په ګنډوالو بدل کړ.

دا اوس چې په جينيوا کې د افغانستان په اړه غونډه کيږي، اشرف غني او عبدالله له اختلافه په ډکو زړونو غونډې ته روان شوي دي. په ځای د دې چې يو تن د افغان حکومت نمايندګې وکړي، دواړو له بيلا بېلو ټوکرونو لنګونه وهلي او هم غونډې ته په بېلابېلو الوتکو کې روان شوي دي.

سويس يو اروپايي هېواد دی، چې تل پکې د اروپا ګټې په نظر کې نيول کيږي. د هر هيواد د ستونزو د حل په اړه چې په سويس يا جينيوا کې غوڼده شوې ده، هغې ښې پايلې نه دي لرلي؛ ځکه د سويس په غونډو کې د ځپل شویو هيوادونو د رايو خلاف پريکړې کيږي، چې افغانستان، اوکراين او سوريه يې ښکاره بېلګې دي. هو! که په کوم اسلامي هيواد کې د افغانستان په اړه غونډه کيږي او د ټول افغان ولس رايو ته درناوی پکې وشي، لازماً به ګټوره تماميږي.

که اشرف غني د سويس غونډې ته سترګې نيولې وي او په دې تمه وي چې د غونډې له خانکه به په کُرتو او غوړو موړ راشي؛ نو دا تمه يې بې ځايه ده. په جينيوا کې چې کومې غونډې کيږي، د هغې پېنډې او خانک کُرت او غوړي د اروپا په لورې لارې کوي، افغانستان او آسيايي هيوادونو ته يې يواځې تباهۍ را وړل کيږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close