د جګړو له کبله کابل ته راغلي خلک له ستونزو سره مخ دي

کابل ټکی کام ۰۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
دا چې په کندز او جلال اباد کې د امنیتي ځواکونو او مخالفینو تر منځ جګړو زور اخیستی، ورځ تر بلې له دغو ولایتونو څخه ګڼ شمېر خلک پلازمینې کابل ته راځي.
دوی وايي، «مونږ چې راغلي یو، تر اوسه مو هیچا پوښتنه نه ده کړې، او د ژمي سختې باراني او واورینې ورځې په خېمو کې تېروو، نه د اغوستو شړۍ، نه د سر سیوری او نه هم د څملاستو لمڅي لرو.»
دوی له مرکزي دولت او مرستندویه ټولنو غوښتنه وکړه، تر څو د ژمني توکو مرسته ور سره وکړي.
د پلازمینې کابل د بګرامیو ولسوالۍ اړوند سیمه کې ۷۵۰ داسې کورنۍ شته چې مرکزي دولت او مرستندویه ټولنو ته خبردارۍ ور کوي، که مرسته ور سره ونکړي نو ماشومان به یې د ژوند له ګواښ سره مخ شي.
دوی همدا شان وايي چې یخې هوا او چټل چاپېریال یې ماشومان په بېلا بېلو ناروغیو اخته کړي، چې د پیسو د نه لرلو له کبله یې د درملنې وس نه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close