د جګړو کرښې او د خلیلزاد امید بښوونکې هڅې

 

راپور تاژ: فرید افغان

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۸)

په دې وروستیو کې د سولې د خبرو اترو تر څنګ د امریکایانو هوایي بریدونو او د افغان ځواکونو ځمکنیو عملیاتو هم زور اخیستی دی .

تازه راپورونه وایي، چې تیره ورځ په هلمند کې نږدې دیرش کسان چې له شپږو نارینه وو پرته پکې نور ټول ښځې او ماشومان وو؛ د امریکایي ځواکونو په هوایي برید کې ووژل شول.
لویدیځې رسنۍ وایي، امریکایانو په دغه برید کې فاسفورس بمونه کارولي و.
وروستی هوایي برید نن په کنړ کې شوی چې د راپورونو له مخې، په کې ۶ ولسي کسان وژل شوي او څو تنه نور ټپیان دي.
له دې سره همهاله طالبانو ګواښ کړی چې له ګډوځواکونو څخه به د هر هغه برید غچ  واخلي ،چې ملکیان په کې په نښه کیږي.
د طالبانو د غچ اخیستونکو بریدونو لړۍ له په خوا پیل شوې، خو تیره ورځ یې په کابل کې داسې مرکز په نښه کړ چې اټکل کیده له همدې ځایه د شپنیو چاپو رهبري تر سره کیدله.

دا په تیر یوه کال کې په پلازمینه کابل کې د طالبانو لوی برید و،  چې لس ساعته یې دوام وکړ.

په نښه شوی مرکز د ‘جي فور ایس‘ په نامه نړیواله امنیتي قرادادي کمپنۍ وه چې په کابل کې د ځینو سفارتونو د امنیت ساتنې سربیره د افغان عسکرو د روزنې او په یوشمیر ولایاتو کې د شپنیو چاپو د مدیریت چارې هم پر غاړه لري.

طالبانو چې څو میاشتې وړاندې یې په ښار میشتو ولسونو ژغ کړی و، چې له پوځي او استخباراتي مراکزو خپل میشت ځایونه لرې کړي؛ ګواښ کړی چې ورته نور مراکز یې هم تر هدف لاندې دي او ژر به ترې د ملکي تلفاتو غچ  واخلي .

په همهاله توګه د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي مرکچي زلمي خلیلزاد داسې شین څراغ ورکړی چې په وینا یې شونې ده نور افغانان یوه خپلمنځي تفاهم ته سره ورسیږي.

خلیلزاد ویلي، ټرمپ اوس تر بل هر وخت دې ته وادار دی چې له افغانستان څخه خپل سرتیري ورټول کړي.

نوموړی وایي، امریک په افغانستان کې نظامي اډو ته نه؛  بلکې داسې توافق ته تږې ده چې دا هیواد یوځل بیا د نړیوالو تروریستانو په ځاله بدل نه شي.

هغه دغه راز په یوه مرکه کې ویلي چې د طالبانو مشرانو ورته ویلي چې د واک انحصار نه غواړي او دغه راز د پخوانیو تجربو تکرار هم نه خوښوي.

د خلیلزاد په خبره؛ موږ د افغانستان د جنګ او غمېزي د ختمولو په اړه ډیر تلواري یو او هڅه کوو له دې فرصت څخه مثبته استفاده وکړو.

نوموړي دغه راز ویلي چې پاکستان ته یې هم ډاډ ورکړی چې د افغانستان ثبات یې په ګټه ده او دې هیواد ته به ترې هیڅ مشکل نه جوړیږي.

خلیلزاد داسې مهال دا څرګندونې کوي چې په همهاله توګه ارګ داسې ټیم ټاکلی چې په وینا یې له طالبانو سره به د حکومت په استازیتوب خبرې اترې وکړي.

د ارګ مشر اشرف غني ویلي، له طالبانو سره سوله غواړي خو له یموکراتیکو پرمختګونو تیریدنه او د اساسي قانون تغیر ورته د منلو نه دي.
نوموړي ویلي د سولي د مذاکراتو لپاره یې ۱۲ کسيز پلاوی اعلان کړی، چي نومونه يې په لاندي ډول دي.

۱-عبدالسلام ر حیمي، د جمهور رئیس د دفتر رئیس
۲-محمد میرویس بلخي، د پوهني وزیر
۳-حسینه صا فۍ، د اطلاعاتو او فرهنگ وزیره
۴-عبدالتواب بالاکرزی، د لوړو زده کړو د وزارت معین
۵-ډاکټر عالمه، د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت معینه
۶-جنرال عبادالله عباد، د ملي امنیت د لوی ریاست معاون
۷-شاه گل رضايي، د ولسي جرګې غړې
۸-عطاءلله لودین، د علماو شورا غړی
۹-شمیم خان کټوازی، د پکتیا والي
۱۰-عبدالله عطايي، د ستري محکمې غړی
۱۱-توریالی غیاث، د بهرنیو چارو وزارت د فرهنګي چارو ر ئیس
۱۲-عبدالحکیم منیب، د حج اوقافو معین

خو طالبانو یې په غبرګون کې ویلي، چې د اشرف غني وړاندیزونه د نوموړي تر صلاحیت ډیر لوړ دي .
طالبانو دغه راز ویلي چې امریکایانو ته یې د جګړې او سولې دواړه وړاندیزونه کړي او له نورو بې صلاحیته جهتونو سره هیڅ ډول مذاکراتو ته تیار نه دي.

بل پلو بیا سیاسي شنونکي دا ټیم نیمګړی بولي او زیاتوي، چي د ارګ په ټیم کي د قوي او پېژندل شویو څیرو نشتوالی پر دې باندي دلالت کوي چي اشرف غني نه غواړي چي سوله راشي.
یو شمیر شنونکي بیا وایي چې غني ځکه دغه ټیم ټاکلو ته ملاتړلې چې له یوې خوا سیاسي احزاب له طالبانو سره له خبرو اترو څنډې ته وساتي ځکه په دې وروستیو کې طالبانو له سیاسي ګوندونو او د ګوندونو مشرانو له طالبانو سره خبرو ته زړه ښه کړی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close