د جګړې په سیوري کی د امریکا سوله

تبصره

امریکا په افغانستان کې له ۱۷ کلونو راپدېخوا بایللې جګړې ته زور ورکړی دی. په افغانستان د بهرنیو پوځونو پای ته رسېدلی جنګي ماموریت یې د خپلو نورو پوځونو په رالېږلو بیا پیل کړ.

 کله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په وسیله او کله د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې الیس ویلز په وینا (په داسې حال کې چې په افغانستان کې د جګړې د دوام لپاره نوره زمینه برابروي،) له طالبانو د سولې غوښتنه کوي؛ وايي که طالبان یو موټی دي نو ثابته دې کړي او د افغانستان له حکومت سره دې د سولې د مذاکراتو وړاندیز ومني.

د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې، الیس ویلز، په افغانستان کې د طالبانو له کامیابو بریدونو وروسته د امریکا د سولې د تحقیقاتو په مرکز (USIP) کې ویلي چې طالبان د افغانستان د ټولنې یوه برخه ده.

د امریکا لخوا په افغانستان کې د پیل شوې جګړې په سیوري کې د سولې لپاره هیڅ چانس نه لیدل کېږي، ځکه چې میرمن الیس ویلز له یوې خوا له طالبانو غواړي چې له افغان حکومت سره سوله وکړي او له بلې خوا بیا دعوه کوي چې د افغاني ټولنې پنځه سلنه د طالبانو پلوي کوي. طالبان چې د ټولنې پنځه سلنه پلوي لري، بیا څرنګه د افغانستان سوله ورپورې تړلې ده، او امریکا له طالبانو افغان حکومت سره د خبرو کولوغوښتنه کوي؟

امریکا په افغانستان کې هیڅ وخت د سولې غوښتونکې نه ده. طالبان د یوه سازمان په نامه یادوي، حال دا چې طالبان سازمان نه بلکې د ملت اکثریت دی، چې امریکا د افغان پوځ او ناټو هېوادونو په ملګرتیا ۱۷ کاله ورسره وجنګېده خو ماتې یې ورنکړه. که له طالبانو سره د افغاني ټولنې پنځه سلنه همدردي وي، بیا خو امریکا او ناټو ډېره کمزورتیا لري چې د ۱۷ کلونو د جګړې په دوام یې پر ځای د دې چې طالبانو ته ماتې ورکړي پخپله یې ماتې وخوړه، او اوس له طالبانو په یوه او بله وسیله د سولې غوښتنې کوي.

الیس ویلز د امریکا په استازېتوب د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې  گډون کړی و. د سولې د پروسې د مختلفو اړخونو پایلې یې ولیدلې. که په افغانستان کې هرڅو د سولې د کنفرانسونو پړاوونه تېر شي، د سولې په کولو نه شي توانېدای، ځکه خو یې اوس له طالبانو د سولې او مذاکراتو غوښتنې پیل کړې.

الیس ویلز باید دا درک کړي چې د بایللې جګړې په سیورې کې هیڅ وخت سوله نه کیږي. سوله هغه وخت کېدای شي چې د جګړې لاملونه له منځه یووړل شي او سولې ته زمینه برابره شي، نه دا چې د جګړې په دوام د سولې مخه ونیول شي.

د جګړې په سیورې کې هیڅ وخت سوله نه شي کېدای؛ هر وخت که امریکا دا حقیقت تسلیم کړ، هغه وخت به سوله هم وشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close