د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر کې د رادار نوی سیستم پرانیستل شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۱۸)

نن د کابل د حامد کرزي په نړیوال هوایي ډګر کې د ولسمشر اشرف غني له خوا د رادار سیستم پرانیستل شو او له ۲۶ کلونو وروسته د افغانستان ملکي هوایي حریم د دې هیواد تر بشپړ کنټرول لاندې راغی.
که څه هم د کابل په ګډون د ټولو ولایاتو پوځي کنترول د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف تر قوماندې لاندې ده خو د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، چې د دغه هوایي ډګر د رادار واک به د ملکي هوایي چلند تر ادارې لاندې وي.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي “ د نوی راډار سیسټم د نصبولو سره به د هوانوردي د خپلواکې ملکي ادارې په ادارې ظرفیتونو کې هم لوړوالي راشي او له دې سره به په هېواد کې د هوانوردي په برخه کې او د نورو هوایي شرکتونو له خوا د پانګه اچونې لپاره هم لاره هواره شي“
که څه هم چارواکو د دې رادار د نصبولو د لګښت په اړه تازه څه ونه ویل، خو وړاندې یې ویلي و ، چې د دوی د اټکل ترمخه، د نوي رادار سیستم د نصبولو ټولیز لګښت ۲۴ میلیونه یورو اټکل شوی ، چې د ساتنې او څارنې کلنی لګښت به یې کابو ۹ میلیون یورو وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close