د حج او اوقافو وزارت: امامان مکلف دي ترڅو د دوی له جوړ شوي کتاب څخه تقریرونه وکړي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۲ فرید افغان)

نن د ‹‹افغان سولې د غږ په نامه›› د اروپایي اتحادیې له خوا د کابل په سرینا په هوټل کې یوه غونډه رابلل شوې وه چې پکې د بهرنیو دیپلوماتانو په ګډون ګڼو افغان چارواکو او د سولې عالي شورا استازو ګډون کړی و.

د حج او اوقافو وزیر په دې ناسته کې وویل چې، امامانو ته یې یو جامع کتاب جوړ کړی تر څو له مخې یې وکړی شي خلکو ته د جمعې او اخترونو په خطبو کې ګټه ترې واخلي.

وزیر زیاته کړه؛ په دې کتاب کې یې د سولې ، بشري حقوقو، د ښځو حقوق، روغتیا، انساني کرامت، انتخاباتو او د اداري فساد پر ضد دمبارزې مسایلو په ګډون ګڼ عنوانونه مطرح کړي دي.
د اوقافو وزیر فیض محمد عثماني وویل، موږ تر ټولو اغیزمنه وسیله چې جوماتونه او تکیه خانې دي په واک کې لرو او له دې لارې هڅه کوو تر څو خلک په اسانۍ سره ځانته جلب کړو.

عثماني زیاته کړه، په داسې حال کې چې د افغانستان غوڅ اکثریت جوماتونه له دوی سره رسمي نه دي خو بیا هم د ټول افغانستان په کچه ۱۵۰ جوماتونه او تکیه خانې ورسره ثبت دي او په خبره یې چې که په هر لمانځه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه ګډون وکړي یو نیم میلیون تنو به په مستقیمه توګه د دوی له اغیز لاندې راځي.
نوموړي له علماؤ وغوښتل چې باید دامنیتي ځواکونو په څیر رول ولوبوي ‹‹ د جمهور رئیس غني په خبره، موږ دوه ډوله اردو لرو یو د یونیفورم والا چې عسکر دي دوهم له یونیفورم پرته چې علماء دي او د سولې غږ ښه رسولی شي››

پر همدې مهال د سولې عالي شورا مرستیالې د دې شورا په لاسته راوړنو رڼا واچوله او زیاته یې کړه چې په تیرو ۳ میاشتو کې یې په ۱۷ ولایاتو کې د ۷۰۰ علماؤ سره دسولې په باب مشورې کړې دي.
نوموړې د اغغانستان سوله یوه پیچیده موضوع وبلله او زیاته یې کړه چې اطمینان نه لري چې په یو، یا دو کلونو کې دې افغانستان باثباته شي.
سرابي وویل چې دا فغانستان په ټولو ولایاتو کې دفترونه لري ، کمیټې یې ګمارلې چې په هره کمیټه کې تر ۱۲ پورې ښځې ګډونوالې دي .
نوموړې له وسلوالو ډلو وغوښتل چې هرڅومره ژر باید د دوی ځایي ولایتي مراکزو ته ورشي او د دوی له پروګرام سره یوځای شي.

د اروپایي اتحادیې سفیرې پیری مادون وویل چې سوله د افغانانو اولویت ده او باید په دې برخه کې رښتوني ګامونه واخیستل شي.
دا په داسې حال کې ده چې څو اونۍ وړاندې د سولې عالي شورا د افغانستان په کچه علماء ورغوښتي او ټولو په یوه خوله له افغان دولت وغوښتل چې تر هغو به په افغانستان کې سوله تامین نه شي ترڅو چې د بهرنیانو نظامي حضور پای ته نه وي رسیدلی.
د یادونې وړ ده چې اوس هم د کابل په ګډون د یو شمیر لویو ولایاتو په مراکزو کې د جمعې او اخترونو د تقریرونو موضوع د اوقافو له خوا ورکول کیږي.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close