د حج او اوقافو وزارت: د حاجیانو انتقال به شل ورځې وروسته پیل شي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۳)

د حج او اوقافو وزارت وایي، چې د حج مراسمو ته د افغان حاجیانو انتقال ته پوره چمتوالی لري او په لنډ وخت کې به دالړۍ پیل کړي.

د اوقافو وزیر فیض‌محمد عثماني نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته په یوه وینا کې وویل؛ د حاجیانو د انتقال قراداد یې له کام ایر هوایي شرکت سره لاسلیک کړی چې ۳۰ سلنه ونډه پکې آریانا افغان هوایي شرکت هم لري.

عثماني وایی؛ د حاجیانو انتقال د ویزې له صدور سره سم پیلوي، چې د ویزو لړۍ به د روانې هجري قمري میاشتې په پای کې پیل شي.
عثماني زیاته کړه، په مکه مکرمه کې یې د حجاجو لپاره د هوټلونو او غذا ښه بندوبست کړی، او افغاني حاجیانو ته یې ښه اماکن نیولي دي.

نوموړی وایي؛ د افغان حاجیانو شمیر به هم د تیر په څیر ۳۰ زره تنه وي او د روانې چنګاښ میاشتې په ۲۳ مه نیټه به یې د تګ پروسه پیل کیږي .

نن د مشرانو جرګې ته د اوقافو وزیر غوښتل شوی و

نوموړي ګوندونو او سیاسي څیرو ته د سهمیې ورکولو په تړاو څه ونه ویل خو ټینګار یې وکړ چې سږکال به دا پروسه شفافه وي.
افغانستان هرکال د ۳۰ زره حاجیانو سهمیه لري چې ۲۴۴۰۰ یې د حج او اوقافو او نور یې د جمهوري ریاست، شهداؤ معلولینو، د ولسي او مشرانو جرګې د غړو او د ولایتي شوراګانو اړوند دي چې د حج وزارت پکې کومه ونډه نه لري.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close