د حج او عمرې مسائل (اومه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د حج ډولونه او افضل حج

حج په دری ډوله دی :

(۱) افراد.

(۲) تمتع.

(۳) قِران.

اوس اختلاف په دې کې دی چې په همدغو دريواړو کې کوم يو بهتر دی؟.

د امام احمد رحمه الله په نزد حج تمتع بهتر دی.

دليل يې د حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه دا حديث دی : )تمتع رسول الله صلی الله عليه وسلم فی حجة الوداع بالعمرة الی الحج( له دې حديث څخه ثابتيږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج تمتع فرمايلی، او هر کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج تمتع فرمايلی نو ثابته شوه چې حج تمتع بهتر دی.

ځواب (۱) د تمتع لفظ عام دی کوم چې قران لره هم شامل دی، له همدې امله دلته له تمتع څخه قران مراد شوی (۲) له حضرت ابن عمر رضی الله عنه څخه د قران روايت هم مروي دی (۳) له تمتع څخه مراد لغوي تمتع دی، او مطلب دا دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له عمره سره حج يو ځای کړی دواړه يې په يوه سفر کې اداء کړي، د هر يوه لپاره يې جلا جلا سفر نه دی کړی.

د امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد حج افراد بهتر دی.

دليل يې د حضرت عائشة رضی الله عنها حديث دی : )ان النبي صلی الله عليه وسلم اهل بالحج مفرداً( (مسلم) همدا رنګه له حضرت عبد الله بن عمر رضی الله عنه څخه روايت شوی : )ان النبی صلی الله عليه وسلم اهل بالحج وحده( (مسلم) له همدې حديثونو څخه ثابتيږي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج افراد فرمايلی، نو له همدې امله حج افراد بهتر دی.

ځواب : (۱) د همدغو حديثونو مطلب دا نه دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم تنها حج کړی او له هغه سره يې عمره نه ده کړې کوم ته چې حج افراد ويل کيږي، بلکې مطلب دا دی چې د حج اعمال يې مستقل اداء کړي (۲) رسول الله صلی الله عليه وسلم د حج لپاره مستقل احرام تړلی وه خو په اصل کې قارن وو (۳) د قارن لپاره چونکه په دری ډوله د تلبيه )لبيک اللهم لبيک الخ( ويلو اجازه شته او په هغو کې يوه تلبيه د )لبيک بحجة( هم دی، همدغه تلبيه يو شمير حضراتو له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه آوريدلې او داسې يې ګڼلې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج افراد کوي، ځکه چې په همدغه تلبيه کې يواځې د حج ذکر شته دی د عمره ذکر پکې نشته، سره له دې چې قارن هم همدغه تلبيه ويلای شي.

د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد حج قران بهتر دی.

دليل يې دا نبوي حديث دی : )عن عمر رضی الله عنه قال سمعت النبي صلی الله عليه وسلم بوادی العتيق يقول اتانی الليلة آتٍ من ربی عز وجل فقال صلّ فی هذا الواد المبارک رکعتين وقل عمرة فی حجة( (بخاري).

ژباړه : حضرت عمر رضی الله عنه فرمايي : په وادي عتيق کې ما له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه آوريدلي چې فرمايل يې : په شپه کې ما ته زما د پروردګار له لوري يو راتلونکی راغی او هغه وويل چې په همدغه مبارکه وادي کې دوه رکعته لمونځ وکړه او له حج سره عمره هم وکړه، وګورئ دلته د الله تعالی له لوري رسول الله صلی الله عليه وسلم ته د حج قران کولو حکم شوی، نو ښکاره خبره ده چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج قران کړی، هر کله چې رسول الله صلی الله عليه وسلم حج قران اداء کړی نو معلومه شوه چې همدغه حج قران بهتر دی.

د احنافو دلايل : (۱) د حج قران روايتونه زيات دي (۲) د حج قران روايتونه ډير مثبت دي او مثبت له نافي څخه راجح دی (۳) د افراد او تمتع روايتونه د قران احتمال لري، يعنې کيدلای شي چې قارن يواځې يو ډول تلبيه ويلې وي (ځکه چې قارن ته په دری ډوله د تلبيه ويلو اجازه شته) مګر د قران په روايت )لبيک بحجة وعمرة( کې د افراد او تمتع تاويل نشي کيدلای ([1]).

حافظ ابن حجر رحمه الله د قران د مرجحاتو په باره کې ليکلي : )ومقتضی ذلک ان يکون القران افضل من الافراد والتمتع وهو قول جماعة من الصحابة رضی الله عنهم والتابعين رحمهم الله آه( ([2]).

د حج قران د افضيلت په هکله په کتابونو کې نور ډير وجوهات هم ذکر شوي، يو څو يې دلته راوړل کيږي :

(۱) د قران روايتونه د شمير (عدد) په اعتبار د افراد له روايتونو څخه ډير زيات دي، نو د همدغه کثرت له امله قران ته ترجيح ورکړی شوې.

(۲) د قران په روايتونو کې لکه څرنګه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم د فعل حکايت بيان شوی، همدا رنګه يو شمير صحابه کرامو رضی الله عنهم صراحةً د رسول الله صلی الله عليه وسلم تلبيه )لبيک بحجة وعمرة( ذکر کړې، ځينو نقل کړي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل چې ما ته د حج قران حکم شوی دی، او ځينو په خپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم دا خبره ذکر کړې چې زه قارن يم، نو د تنوع روايات له امله قران ته ترجيح ورکړی شوې.

(۳) د قران روايتونه صريح غير محتمل دي، او د افراد په روايتونو کې د تاويل احتمال شته دی.

(۴) د افراد ټول روايتونه فعلي دي او د قران روايتونه فعلي هم دي او قولي هم دي، نو ځکه قران ته ترجيح ورکړی شوې ([3]).

همدا رنګه ليکل شوي :

پوښتنه : له حرم څخه د باندې اوسيدونکو لپاره د حج کوم صورت بهتر دی؟.

ځواب : قران ورته بهتر دی ([4]).

حج افراد

 حج افراد دا دی چې يو کس له ميقات څخه يوازې د حج لپاره احرام وتړي او د حج اداء کولو نيت وکړي.

د حج افراد نيت

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُ الْحَجَّ فَيَسِّرْهُ لِيْ وَتَقَبَّلْهُ مِنِّيْ

ژباړه : اې الله ! زه د حج لپاره قصد (اراده) کوم، هغه زما لپاره آسان کړې او له ما څخه يې قبول کړې، له نيت وروسته به تلبيه ووايي، له تلبيه وروسته به طواف قدوم او سعيې وکړي، او په اتمه ورځ به د منی مناسک، عرفات، مزدلفه او وغيره شروع کړي ([5]).

حج تمتع

حج تمتع دا دی چې يو کس په اشهر الحج (د حج په مياشتو) کې لومړی د عمره احرام وتړي، بيا چې له عمره څخه فارغ شي نو د همدغه کال د حج احرام وتړي، يعنې چې لومړی د عمره احرام وتړي، مکه مکرمه ته ولاړ شي او د عمره افعال يعنې طواف، سعی، حلق وکړي او احرام ختم کړي او بيا په اتم د ذی الحجه له مسجد حرام څخه د حج احرام وتړي ([6]).

د حج تمتع نيت

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُ الْعُمْرَةَ فُيَسِّرْهَا لِيْ وَتَقَبَّلْهَا مِنِّيْ

ژباړه : اې الله ! زه عمره کول غواړم، هغه راته آسانه کړې او قبوله يې کړې ([7]).

حج قِران

 د حج قران دوه صورتونه دي، لومړی صورت دا دی چې يو کس له ميقات څخه د حج او عمره دواړو لپاره يو احرام وتړي، دويم صورت دا دی چې لومړی د عمره لپاره احرام وتړي او بيا له عمره څخه له فارغيدو مخکې په همدغه احرام کې د حج نيت وکړي.

د حج قران نيت

اَللَّهُمَّ اِنِّيْ اُرِيْدُ الْحَجَّ وَالْعُمْرَةَ فَيَسِّرْهُمَا لِيْ وَتَقَبَّلْهُمَا مِنِّيْ

ژباړه : اې الله ! زه د حج او عمره دواړو يو ځای اداء کول غواړم، هغه راته آسانه کړې او رانه قبول يې کړې ([8]).

([1]) معارف السنن، ج : ۶، ص : ۵۵.

([2]) معارف السنن، اوجز المسالک، فتح الملهم، له احتلاف الائمة فی المسائل المهمة څخه، ص : ۱۵۷ – ۱۵۹.

([3]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۴۳۰ – ۴۳۱.

([4]) فتاوی محموديه، ج : ۱۰، ص : ۳۸۸، بحواله : البحر الرائق، کتاب الحج، باب القران، ج : ۲، ص : ۶۲۵.

([5]) معراج الحجاج والمعتمرين، ص : ۶۸.

([6]) حج وعمره سنت کی مطابق کيجئی، ص : ۳۴.

([7]) معلم الحجاج، ص : ۱۰۱.

([8]) معلم الحجاج، ص : ۱۰۱.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close