د حج او عمرې مسائل (څلورمه برخه)

ليکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

د حج لغوي او اصطلاحي معنی

د لغت په اعتبار حج قصد او اراده ته ويل کيږي، ځينو ويلي چې د دې معنی ده )القصد الی ما يعظم( ځينو يې لغوي معنی داسې بيان کړې )القصد مرة بعد اخری( خليل نحوي د حج لغوي معنی داسې بيان کړې )کثرة القصد الی من تعظمه(.

په اصطلاح کې د حج معنی ده )زيارة مکان مخصوص فی زمن مخصوص بفعل مخصوص( ([1]).

د حج فرضيت

حج د اسلام له پنځو ارکانو څخه يو مهم رکن دی، په هر صاحب استطاعت مسلمان باندې حج کول فرض دي.

د حج فرضيت په کتاب الله، سنت رسول صلی الله عليه وسلم او د امت په اجماع سره ثابت دی، لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايلي : ) وَ لِلّٰہِ عَلَی النَّاسِ حِجُّ الۡبَیۡتِ مَنِ اسۡتَطَاعَ اِلَیۡہِ سَبِیۡلًا ( ([2]).

ژباړه : او (واجب دی) الله لره پر خلکو حج (قصد کول په نيت د حج) د (دې) بيت (الله دا) دی پر هغه چې قدرت لري طرف د ده ته د لارې ([3]).

په بخاري شريف کې له حضرت ابن عمر رضی الله عنه څخه روايت دی )بنی الاسلام علی خمس …. وذکر فيها الحج( ([4]).

ژباړه : د اسلام بنيادي شيان پنځه دي، او په هغو کې حج هم دی.

 همدا رنګه په يوه روايت کې راغلي : )يا ايها الناس قد فرض عليکم الحج فحجوا…..(.

او د امت هم په دې باندې اجماع ده چې په صاحب استطاعت باندې په ټول عمر کې يو ځل حج فرض دی.

البته په دې کې اختلاف دی چې حج کله فرض شوی؟ په دې کې ډير قولونه دي، يو قول دا هم دی چې حج له هجرت څخه مخکې فرض شوی وه، مګر دې قول ته حافظ ابن حجر رحمه الله شاذ ويلي ([5]).

د جمهورو رايه دا ده چې حج له هجرت وروسته فرض شوی، بيا يې د فرضيت په کال کې د علماء کرامو مختلف قولونه دي، له (۵) هجري څخه نيولې تر (۱۰) هجري پورې قولونه پيدا کيږي ([6]).

واقدي رحمه الله د حج فرضيت په (۵) هجري کې بيان کړی او د هغه استدلال د حضرت ضمام بن ثعلبه په روايت سره دی، د هغه په حديث کې د حج ذکر موجود دی، او د هغه راتګ او حاضري جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ته په (۵) هجري کې شوې وه، نو له دې څخه معلوميږي چې په (۵) هجري کې حج فرض شوی دی ([7]).

مشهوره دا ده چې حج په (۶) هجرې کې فرض شوی دی، رافعي په دې باندې جزم کړی، حافظ ابن حجر رحمه الله او نورو همدا د جمهورو قول ګڼلی ([8]) د هغوی دليل دا آيت کريمه دی )واتموا الحج والعمرة لله( چونکه د همدغه آيت کريمه نزول په (۶) هجري کې ښودل شوی نو له همدې ويل کيږي چې حج هم په (۶) هجري کې فرض شوی، خو راجح دا ده چې حج د (۹) هجري په اخير کې فرض شوی، قاضي عياض، ابن قيم رحمه الله او نورو همدغه قول صحي ګڼلی ([9]) په دې باندې دليل دا آيت کريمه دی )ولله علی الناس حج البيت من استطاع اليه سبيلا( کوم چې د (۹) هجري په اخير کې نازل شوی، چنانچه د حج له فرضيت وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم يو کال هم حج نه دی وروسته کړی او همدا د رسول الله صلی الله عليه وسلم له حالت سره مناسب هم دی.

واقدي رحمه الله کوم چې د حضرت ضمام بن ثعلبه رحمه الله په روايت سره استدلال کړی د هغه ځواب دا دی چې طرطوشي د ضمام بن ثعلبه حاضري په (۹) هجري کې ښودلې ([10]) له همدې امله که چيرته د هغه په حديث کې د حج ذکر شوی نو د حج فرضيت او د هغه حاضري چونکه دواړه په (۹) هجري کې دي، لهذا د هغه حديث زمونږ خلاف نه دی، بلکې زمونږ په تائيد دی.

همدا رنګه حافظ ابن حجر رحمه الله د واقدي قول په څو قرائنو او د ډيرو دلايلو په بناء غلط ګڼلی دی ([11]).

لومړی قرينه دا ده چې د صحيح مسلم په يوه روايت کې تصريح شوې چې ضمام بن ثعلبه د همدغه آيت له نزول وروسته د حضور صلی الله عليه وسلم خدمت ته راغلی وو، په کوم کې چې صحابه کرام رضی الله عنهم له پوښتنو څخه منع کړی شوي وو او هغه آيت دا دی ) یٰۤاَیُّہَا الَّذِیۡنَ اٰمَنُوۡا لَا تَسۡـَٔلُوۡا عَنۡ اَشۡیَآءَ  اِنۡ تُبۡدَ لَکُمۡ  تَسُؤۡکُمۡ( ([12]) .

ژباړه : اې هغو کسانو چې ايمان يې راوړی دی (يعنې اې مؤمنانو !) مه کوئ تاسې پوښتنې له (هغو) شيانو که ښکاره کړی شي تاسې ته (ځواب د هغو) (نو) خفه به کړي تاسې (هغه ځواب) ([13]).

دا د سورة مائده آيت دی د کوم نزول چې ډير وروسته دی، لهذا د واقدي رحمه الله او نورو دا خبره چې ضمام بن ثعلبه په (۵) هجري کې حاضر شوی وو غلطه ده.

دويمه قرينه دا ده چې د ضمام بن ثعلبه په حديث کې ذکر شوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم قاصد ته دا خبره بيان کړه او دا خبره يې بيان کړه، له دې څخه بالکل واضحه کيږي چې د ضمام بن ثعلبه راتګ په (۵) هجري کې نه وو، ځکه چې د دعوت نامو او قاصدانو سلسله د حديبيه له صلح او د مکه له فتح وروسته وه او د حديبيه صلح په (۶) هجري کې شوې وه او د مکه فتح په (۸) هجرې کې وه.

دريمه قرينه دا ده چې د ضمام په واقعه کې راغلي چې )أن قومه أوفدوه( او دا يو تاريخي حقيقت دی چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم خدمت ته د وفدونو زياتره راتګ په (۹) هجري کې شوی، له همدې امله د همدغه کال نام سنة الوفود دی، بيا دا واقعه په (۵) هجري کې څرنګه کيدلای شي؟.

څلورمه قرينه دا ده چې کله ضمام بن ثعلبه له قوم سره واپس ولاړ نو قوم د هغه اطاعت وکړ او په اسلام کې داخل شول، قوم څوک وو؟ په روايت کې راغلي )أخو بنی سعد بن بکر( يعنې د قبيله هوازن يو شاخ بنو سعد، دا خلک د حنين له غزا وروسته مسلمان شوي، کومه چې د (۸) هجري په شوال کې رامنځته شوې، لهذا صحي خبره دا ده چې ضمام بن ثعلبه په (۹) هجري کې راغلي وو، لکه څرنګه چې د ابن اسحق، ابو عبيده او نورو تحقيق دی.

او تر کومه ځايه چې د دې آيت کريمه )واتموا الحج والعمرة لله( تعلق دی نو د دې ځواب دا دی چې په دې کې د نفلي حج د اتمام حکم ورکړی شوی کوم چې له پخوا څخه مشروع وه، د حج د فرضيت ذکر په هغه کې نشته، نو له همدې امله په همدغه آيت کريمه سره په (۶) هجري کې د حج په فرضيت سره استدلال کول صحي نه دي ([14]).

په دې باندې د ټولو اتفاق دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت وروسته فقط يو حج کړی، يعنې حجة الوداع، پاتې شوه دا پوښتنه چې آيا د حجة الاسلام له فرضيت دمخه نفلي حج مشروع وه او که نه ؟ نو په دې باره کې صحي قول دا دی چې د حج له فرضيت مخکې نفلي حج مشروع وه، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له هجرت مخکې، له نبوت مخکې او وروسته ډير حجونه کړي دي ([15]) د کومو شمير چې مونږ ته معلوم نه دی.

ابن الاثير رحمه الله فرمايلي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم هجرت مخکې هر کال حج کړی وو، د دې تائيد د ابن الجوزي رحمه الله په دې قول سره شوی چې هغه فرمايلي : رسول الله صلی الله عليه وسلم دومره حجونه کړي د کومو شمير چې معلوم نه دی ([16]).

او تر کومه ځايه چې د حضرت جابر رضی الله عنه تعلق دی کوم چې امام ترمذي رحمه الله نقل کړی چې )ان النبي صلی الله عليه وسلم حج ثلاث حجج، حجتين قبل أن يهاجر وحجة بعد ماهاجر( نو دا د هغه په علم باندې مبنی دی، او په دې روايت سره له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه له دې څخه د زياتو حجونو نفې نه کيږي، دويمه خبره دا ده چې همدغه روايت د محدثينو په نزد غير محفوظ دی ([17]).

همدا رنګه ليکل شوي :

حج کله فرض شوی؟ په دې کې د علماء کرامو قولونه مختلف دي، يو شمير علماء کرام وايي چې په (۵) هجري کې فرض شوی، زياتره علماء کرام يې په (۶) هجري کې په فرضيت باندې قايل دي، خو ډيره صحي خبره د هغو علماء کرامو ده کوم چې وايي چې د (۹) هجري په اخير کې فرض شوی ([18]).

حج علی الفور (سمدستي) فرض دی که علی التراخي (وروسته) فرض دی؟.

په دې باره کې اختلاف دی چې آيا حج علی الفور (سمدستي) فرض دی او که علی التراخي (وروسته)؟ زمونږ په نزد صحي قول دا دی چې حج علی الفور فرض دی او دا د امام ابو يوسف رحمه الله او امام مالک رحمه الله قول دی، د امام ابو حنيفة رحمه الله يو قول هم د دې مطابق دی.

يعنې په کوم کال چې د حج لپاره شرائط پيدا شي نو د همدغه کال د حج مياشت د حج اداء کولو لپاره متعينه ده او په همداسې کس باندې د همدغه کال د حج اداء کول لازمي دي، ځکه چې تر راتلونکي کال پورې ژوندي پاتې کيدل يو وهمي امر دی، نو د حج پاتې کيدو له احتمال څخه د ځان ژغورنی له امله احتياطا په همدغه کال د حج اداء کول لازمي دي.

د امام محمد رحمه الله او امام شافعي رحمه الله په نزد د حج فرضيت علی التراخي دی، او د امام ابو حنيفة رحمه الله يو روايت د همدې مطابق دی، يعنې د عمر تر اخيرني وخت پورې يې ځنډول روا دي، خو په دې شرط چې په ژوند کې اداء کړی شي او له هغه څخه په ژوند کې حج پاتې (قضاء) نشي، لکه څرنګه چې په لمانځه کې تر اخيرني وخت پورې ځنډ کول روا دي ([19]).

د اختلاف ثمره په دې ډول ښکاره کيږي چې که چيرته يو کس په همدغه کال حج اداء نکړي په کوم کال چې په هغه باندې فرض شوی وي نو د هغو حضراتو په نزد کوم چې د وجوب علی الفور قائل دي همداسې کس ګنهګار، فاسق او مردود الشهادة دی، بيا چې کله همدغه کس په دويم کال کې حج وکړي نو همدغه ګناه ترې پورته کيږي او د هغه شهادت قبليږي، همدغه خبره د آينده راتلونکي هر کال په باره کې کيږي، يعنې د حج په نکولو سره ګنهګاريږي او کله چې حج وکړي نو د هغه ګناه ليرې کيږي.

او کوم حضرات چې د وجوب علی التراخي قائل دي د هغوی په نزد د حج په ځنډولو سره نه ګنهګاريږي، هو ! که چيرته مرګ راشي يا د مرګ نښې ښکاره شي او حج ونکړي نو خامخا ګنهګاريږي، او په ذهن کې د دې خبرې ساتل هم پکار دي چې که چيرته همداسې کسانو په لومړي کال (يعنې په هغه کال په کوم کې چې په دوی حج فرض شوی وي) حج اداء نکړي او په وروسته کلونو کې يې اداء کړي نو د دواړو ډلو (فريقينو) په نزد يې حج اداء کيږي قضاء کيږي نه ([20]).

همدا رنګه ليکل شوي :

حج په عمر کې يو ځل فرض دی، کوم وخت چې هغه ټول شرطونه پيدا شي د کومو له امله چې حج فرض کيږي، که چيرته د همدغو شرطونو د پيدا کيدو با وجود يو کس حج نکوي نو داسې کس فاسق او ګنهګار دی، او کوم کس چې د حج له فرضيت څخه انکار کوي هغه کافر دی.

صحي خبره دا ده کوم وخت چې د حج د فرضيت شرطونه پيدا شي نو سمدستي حج کول فرض دي، دويم کال ته په هغه کې ځنډ کول ګناه ده ([21]).

([1]) (زيارة) ای طواف ووقوف (مکان مخصوص) ای الکعبة وعرفة (فی زمن مخصوص) فی الطواف من فجر النحر الی آخر العمر وفی الوقوف من زوال شمس عرفة لفجر النحر (بفعل مخصوص) بان يکون محرما بنية الحج، درمختار، ج : ۲، ص : ۱۵۰، نفحات التنقيح، ج : ۳، ص : ۳۹۵.

([2]) آل عمران، آية : ۹۷.

([3]) کابلی، ج : ۱، ص : ۳۳۰.

([4]) بخاري، ج : ۱، ص : ۶.

([5]) فتح الباري، ج : ۳، ص : ۳۷۸.

([6]) عمدة القاري، ج : ۹، ص : ۱۲۲.

([7]) التعليق الصبيح، ج : ۳، ص : ۱۷۰.

([8]) فتح الباري، ج : ۳، ص : ۳۷۸.

([9]) ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۱۵۱.

([10]) عمدة القاري، ج : ۹، ص : ۱۲۲.

([11]) فتح الباري، ج : ۱، ص : ۱۵۲.

([12]) المائدة، آية : ۱۰۱.

([13]) کابلی، ج : ۱، ص : ۷۰۳.

([14]) زادالمعاد، ج : ۲، ص : ۱۰۱.

([15]) البداية والنهاية لابن کثير، ج : ۵، ص : ۱۰۹.

([16]) مرقات، ج : ۵، ص : ۲۶۳.

([17]) جامع الترمذي، ج : ۱، ص : ۱۶۸، له نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح څخه، ج : ۳، ص : ۳۹۶ – ۳۹۹.

([18]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۶.

([19]) مرقات، ج : ۵، ص : ۲۷۴.

([20]) نفحات التنقيح فی شرح مشکوة المصابيح، ج : ۳، ص : ۴۱۵ –۴۱۶.

([21]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۱۶ – ۶۱۷.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close