د حج او عمرې مسایل (۲۹مه برخه ) – د رمی مسايل –

د رمی مسايل

مسئله : د معذور له لوري د رمی کولو طريقه فقهاؤ داسې ليکلې چې اول دې د خپل ځان له لوري اوه شګې وويشتل شي، بيا دې د بل له لوري د نيابت په ډول اوه شګې وويشتل شي، يوه شګه د خپل ځان له لوري او بله د هغه بل کس له لوري ويشتل يې مکروه ليکلي ([1]).

مسئله : د شپې هجوم (ازدحام) نه وي، ښځو ته په همدغه وخت کې رمی کول پکار دي، د ښځو په ځای د بل چا رمی کول صحي نه دي، که چيرته کوم داسې ناروغ وو چې په رمی کولو قادر نه وو نو د هغه په ځای رمی کول روا دي ([2]).

مسئله : کوم کس چې د عذر له امله په ولاړه لمونځ نشي کولای، پياده يا په سپرلۍ  جمره ته په راتلو سخت تکليف وي ورته نو داسې کس معذور دی، او که چيرته د هغه په راتلو کې د مرض (ناروغي) د زياتيدو ويره نه وي نو په همداسې حالت کې هغه ته په خپله رمی کول ضروري دي، څوک چې معذور نه وي هغه ته په بل چا باندې رمی کول روا نه دي، هو ! که چيرته سپرلۍ يا د وړلو لپاره څوک نه وي نو هغه معذور دی او معذور په بل کس باندې رمی کولای شي.

 څوک چې معذور نه وي هغه ته په بل کس باندې رمی کول روا نه دي، ډير خلک يوازې د هجوم له امله نورو ته شګې ورکړي، د هغوی رمی نه کيږي، البته د سخت هجوم له امله کمزوري خلک نشي تلی او شا ته پاتې کيږي، دا چې دوی له تلو څخه معذور نه دي، لهذا د هغوی لپاره په شپه کې رمی کول بهتر دي ([3]).

مسئله : کوم سړي چې له عذر پرته د ښځو له لوري رمی وکړي، د همداسې ښځو رمی نه کيږي، په همداسې ښځو باندې دَم لازمي دي ([4]).

د قرباني بيان

هر کله چې د جمره عقبه له رمی فارغ شي نو د شکرانه په ډول دې د حج قرباني وکړي، دا قرباني د مفرد لپاره مستحب ده، په قارن او متمتع باندې واجب ده، کوم کس چې په ذبح کولو باندې پوهيږي هغه ته په خپل لاس ذبح کول بهتر دي، او کوم کس چې په ذبح کولو باندې نه پوهيږي نو د قرباني په وخت کې هغه ته له قرباني سره دريدل مستحب دي، او که چيرته د ذبح په ځای کې حاضر نه وو او په دويم کس يې ذبح وکړي نو دا هم صحي ده، له ذبح مخکې دې دا دعا وکړي :

اِنِّيْ وَجَّهْتُ وَجْهِيْ لِلَّذِيْ فَطَرَ السَّمَوَاتِ وَالْاَرْضَ عَلَی مِلَّةِ اِبْرَاهِيْمَ حَنِيْفًا وَّمَا اَنَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ، اِنَّ صَلَاتِيْ وَنُسُکِيْ وَمَحْيَایَ وَمَمَاتِيْ لِلهِ رَبِّ الْعَلَمِيْنَ لَا شَرِيْکَ لَهُ، وَبِذَلِکَ اَمِرْتُ وَاَنَا مِنَ الْمُسْلِمِيْنَ، اَللَّهُمَّ مِنْکَ وَلَکَ بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ ([5]).

ژباړه : ما خپله مخه هغه پاک ذات  جل جلاله ته را وګرځوله چا چې آسمانونه او زمکې پيدا کړي، زه د ابراهيم u په ملت يم کوم چې له شرک نه د ځان په ساتلو سره د توحيد خپلونکی وو، او زه له مشرکانو څخه نيم.

بيشکه زما لمونځ، زما عبادتونه، زما ژوند او زما مرګ ټول د الله رب العلمين لپاره دي، هيڅ شريک ور لره نشته، او ما ته د دې حکم شوی او زه له مسلمانانو ځنې يم، اې الله ! دا قرباني کول ستا حکم دی او هم تا لره دی، له دې وروسته دې الله اکبر ووايي او ذبح دې وکړي.

محترمو ! د همدغې قرباني کولو لپاره لاندې ټکو ته پام کول د همدغې قرباني د صحت لپاره شرط دي :

د قرباني همدغه ځناور به سالم او تندرست وي، يعنې سترګې، پښې، غوږ او غاښونه به يې روغ وي، کوم شرطونه چې د اختر په قرباني کې دي همغه شرطونه د همدغې قربانی لپاره هم دي، بزه يوه کلنه به وي په دويم کال کې به داخله شوې وي، البته که پسه د اتو يا شپږو مياشتو وي خو له يوه کلن سره برابر وي نو د شکرانې په قرباني کې صحت لري، غوا او ميښه دوه کلن به وي او په دريم کال کې به داخل شوي وي، اوښ به پنځه کلن وي او په شپږم کال کې به داخل شوی وي.

که چيرته په غوا يا اوښ کې اوه کسان سره شريکان شي، په دې ډول چې په يو چا د احرام جزاء وي، په يو چا د ښکار د جنايت جزاء وي، په يو چا د ترک واجبات جزاء وي نو د دوی دا شراکت صحت لري ([6]).

([1]) ارشاد الساري، ص : ۱۶۶.

([2]) ارشاد الساري، ص : ۱۶۷، آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۶۶.

([3]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۶۸، بحواله : غنية الناسک فی بغية المناسک، ص : ۱۸۷.

([4]) الفقه الاسلامي وادلته، ج : ۳، ص ة ۲۰۲.

([5]) التاتار خانية، ص : ۴۲۴، ج : ۲.

([6]) عالمګيري، ج : ۵، ص : ۳۰۴.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close