د حج مسایل (۳۰مه برخه) – په حج کې د قرباني احکام –

د قرباني مسايل

مسئله : کوم حاجيان چې مسافر وي او هغوی حج تمتع يا قران کړی وي نو په هغوی باندې يوازې د حج قرباني واجب دی، او که چيرته هغوی حج مفرد کړی وي نو د هغوی په ذمه هيڅ قرباني واجب نه ده ([1]) او کوم حاجي چې مسافر نه وي بلکې مقيم وي نو په هغه باندې په شرط د استطاعت د اختر قرباني هم واجب ده ([2]).

مسئله : که چيرته حج تمتع يا قران شوی وي نو د حج قرباني واجب ده، که چيرته قرباني نشي کولای نو لس ورځې روژه به نيسي، دری روژې د حج په ورځو کې يعنې تر (۹) د ذی الحجه، او اوه (۷) روژې چې له حج څخه فارغ شي بيا به يې نيسي ([3]).

مسئله : د سفر پر مهال په عام ډول حاجي په سفر کې وي، نو له همدې امله په هغه باندې د عيد الاضحی قرباني واجب نه ده، البته که چيرته حاجي د حج تمتع يا قران احرام تړلی وي نو په هغه باندې د حج قرباني واجبيږي، د عيد الاضحی پرې نشته، او که چيرته د عيد الاضحی قرباني هم وکړي نو ثواب لري ([4]).

مسئله : که حج افراد وي نو قرباني نشته، هغه که اولنی وي، که دويم وي او که دريم وي، که حج تمتع يا قران وي نو قرباني لازمي ده، هغه که اولنی وي، که دويم وي او که دريم وي ([5]).

مسئله : د کوم کس چې حج تمتع يا قران وي په هغه باندې د حج له امله قرباني واجب ده، ديته دَم شکر ويل کيږي ([6]) همدا رنګه که په حج يا عمره کې کومه غلطي شوې وي نو د هغه له امله هم په ځينو صورتونو کې قرباني واجبيږي، هغې ته دَم جنايت ويل کيږي ([7]).

د لوی اختر قرباني له دوو شرطونه سره واجبيږي، يو دا چې سړی مقيم وي، مسافر نه وي، دويم دا چې د حج د ضروري مصارفو له اداء کولو وروسته له هغه سره د قرباني ګنجايش وي، که چيرته مقيم نه وي نو قرباني واجب نه ده، او که چيرته د حج د ضروري مصارفو له اداء کولو وروسته د قرباني ګنجايش نه وي نو بيا هم د هغه په ذمه قرباني نشته ([8]).

مسئله : د کوم کس احرام چې د تمتع يا د قران وي د هغه لپاره په رمی او قرباني کې ترتيب واجب دی، په دې ډول چې اول به رمی کوي او بيا به قرباني کوي، پس کومې ښځې چې د تمتع يا قران احرام کړی وي که چيرته د هجوم له امله رمی شپې ته وځنډوي نو قرباني به هم له رمی څخه تر فارغيدو پورې ځنډوي او دا لازمي ده، تر څو پورې چې هغه رمی ونکړې د هغې د برخې قرباني نشي کيدلای، او تر څو پورې چې قرباني نه وې شوې د هغې احرام نشي خلاصيدلی ([9]).

مسئله : له حج سره د تعلق لرونکو قربانيو حدود دا دي چې په حرم کې يې ذبح کول شرط دي، مزدلفه د حرم په حدودو کې دننه دی، عرفات نه دی ([10]).

مسئله : د کوم کس چې حج تمتع يا قران وي په هغه باندې قرباني واجب ده، او د همدغې قرباني کول له حلق څخه مخکې واجب دي، که چيرته يې حلق وکړ او قرباني يې نه وه کړې نو دَم لازميږي.

مسئله : کوم خلک چې په بينک کې د قربانی روپۍ جمع کوي د هغوی لپاره ضروري ده چې د بينک له خلکو سره وخت معلوم کړي او بيا د قرباني په ورځ خپل سړی د قرباني ځای ته ور وليږي او په خپل نام سره قرباني ذبح کړي، او له دې وروسته حلق وکړي، تر څو پورې چې کوم حاجي ته دا معلومه نه وي چې د ده قرباني شوې ده او که نه ده شوې تر هغه وخته پورې هغه ته حلق کول روا نه دي، که نه نو دَم لازميږي، نو له همدې امله يا دې په همدې طريقه عمل وکړی شي کومه چې پورته وليکل شوه، يا دې په بينک کې روپۍ نه جمع کيږي، بلکې په خپله دې د قرباني انتظام وکړی شي ([11]).

مسئله : حج تمتع يا قران کونکی د حج او عمره اداء کولو په بناء چې کومه قرباني کوي هغې ته دَم شکر ويل کيږي، د دې حکم د عامه قرباني په څير دی، د هغې غوښه په خپله قرباني کونکی، امير او غريب ټول خوړلی شي.

البته په کومو خلکو باندې چې په حج يا عمره کې د کوم جنايت (غلطي) له امله دَم واجب شوې وي هغو ته دَم جبر ويل کيږي، په فقيرانو او مسکينانو باندې يې صدقه کول ضروري دي، مالدار خلک او دَم ورکونکی هغه نشي خوړلای ([12]).

([1]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۷۴.

([2]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۷۲.

([3]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۷۲.

([4])  مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۷۴.

([5])  مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۷۴.

([6]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۱۷۴.

([7]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۷۴.

([8])  آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۷۴.

([9]) البحر الرائق، باب الجنايات، ج : ۳، ص : ۲۷.

([10]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۶۱، الباب السادس عشر فی الهدی.

([11]) بحر الرائق، ج : ۳، ص : ۵۴، کتاب الحج، احکام القرآن للجصاص، ج : ۱، ص : ۲۷۵، باب وقت ذبح هدی الاحصار.

([12]) البحر الرائق، ج : ۳، ص : ۲۶، عالمګيري، کتاب الحج، ج : ۱، ص : ۲۶۲، آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۷۸.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close