د حج مسایل (۳۲مه برخه) د حلق او قصر مسايل

د حلق او قصر مسايل

مسئله : که چيرته حج افراد وو نو قرباني د هغه په ذمه واجب نه ده، له همدې امله له رمی وروسته سر خريلی شي، که چيرته د تمتع يا قران احرام وو نو له رمی وروسته دې اول قرباني وکړي، حلق يا قصر دې وکړي بيا دې احرام خلاص کړي، که چيرته يې له قرباني مخکې احرام خلاص کړ نو په هغه باندې دَم لازميږي ([1]).

مسئله : له حلق يا قصر پرته احرام نشي خلاصيدلای، د سر د ټولو ويښتانو خريل يا پريکول مستحب دي او خريل يې له پريکولو څخه بهتر دي، که چيرته ويښتان پريکوي نو له يوې ګوتې څخه دې زيات پريکړل شي، له دې څخه دې کم نه پريکيږي، ځکه چې ويښتان لوی او واړه وي، که چيرته کم واخيستل شي نو واړه ويښتان نشي پريکيدلی، او د زياتو پريکولو په صورت کې لوی او واړه ټول پريکيدلی شي، د سر د ويښتانو له خريلو يا پريکولو وروسته دې نوکان، د بغل (تخرګ) ويښتان او نور هم ليرې کړي، که چيرته يې د سر له خريلو يا پريکولو مخکې پريکړي نو جزاء واجبيږي، ځکه چې له دې مخکې يې پريکول منع دي ([2]).

مسئله : د احرام خلاصولو لپاره حلق (يعنې په چاړه د سر د ويښتانو ليرې کول) بهتر دي او قصر روا دی، د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد د احرام خلاصولو لپاره دا شرط ده چې کم له کمه د سر د دريمې برخې ويښتان د ګوتې د يوه بند په اندزه پريکړل شي، که چيرته د سر ويښتان واړه (کوچني) وي او له يوه بند څخه کم وي نو په چاړه يې پاکول ضروري دي، له دې پرته احرام نشي خلاصيدلای ([3]).

مسئله : ښځو ته د سر خريل حرام دي، يوازې د يوې ګوتې د يوه بند په اندازه د ويښتانو پريکول ورته کافي دي، خو له يوه بند څخه دې زيات واخيستل شي تر څو چې ټول ويښتان پکې راشي، ځکه چې ويښتان لوی او واړه وي ([4]).

مسئله : قصر په هغه وخت کې کيدلای شي کله چې ويښتان د کوتې د يوه بند په اندازه وي، خو که چيرته ويښتان له دې څخه کم وو نو په دې صورت کې بيا حلق (خريل) متعين دي، قصر نه صحي کيږي، نو له همدې امله کوم خلک چې بار بار د عمره کولو شوق لري، هغوی ته لازمه ده چې له هره عمره وروسته حلق وکړي، په قصر سره د هغوی احرام نه خلاصيږي ([5]).

مسئله : که چيرته يو کس ګنجی وي او د هغه په سر بيخي ويښتان نه وي يا يې په سر باندې زخم وي نو يوازې د چړې را ګرځول پرې واجب دي، او که چيرته د زخمونو له امله چاړه هم نشي پرې ګرځولی نو دا واجب ساقطيږي او له حجامت پرته د سر خريونکي په څير حلاليږي، خو بهتره دا ده چې همداسې کس تر دوولسمې نيټې پورې حلال نشي ([6]).

مسئله : د احرام خلاصولو لپاره د سر ويښتان ليرې کول ضروري دي او د دې دری درجې دي :

لومړی درجه حلق (خريل) دي، يعنې په چاړه باندې د سر د ويښتانو پاک خريل، دا تر ټولو بهتر دي، او د همداسې خلکو لپاره رسول الله  صلی الله علیه وسلم  له الهي دربار څخه دوه ځلې د رحمت دعا کړې، کوم خلک چې له ليرې ليرې وطنونو څخه سفرونه کوي د حج او عمره لپاره ځي، سره له دې چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  حلق کونکو ته دوه ځلې د رحمت دعا کړې مګر د هغو خلکو حالت ډير د افسوس وړ دی کوم خلک چې د خپلو ويښتانو په عشق کې غرق وي او دا کار نکوي، او له دومره لوی خير څخه ځانونه محرومه کوي.

حضرت ابن عمر  رضی الله عنه ويلي چې په حجة الوداع کې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : اې الله ! په سر خريونکو باندې رحم وکړه، صحابه کرامو  رضی الله عنهمعرض وکړ : يا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ! د ويښتانو پريکونکو لپاره د رحمت دعا وکړه، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : اې الله ! په سر خريونکو باندې رحم وکړه، صحابه کرامو  رضی الله عنهمبيا عرض کړ : يا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  ! د ويښتانو پريکونکو لپاره هم د رحمت دعا وکړه، رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمايل : اې الله ! د ويښتانو په پريکونکو باندې هم رحم وکړه ([7]).

دويمه درجه دا ده چې د سر ټول ويښتان په ماشين يا بياتي (قينچي) سره ليرې کړی شي، د دې فضيلت د سر خريلو برابر نه دی، خو دوه ځلې د حلق کونکو لپاره د دعا له کولو وروسته په درييمه مرتبه کې د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په دعا کې همدغه خلک هم شامل دي.

دريمه درجه دا ده چې کم له کمه د سر دريمه برخه ويښتان د يوه بند په اندازه پريکړل شي، کوم کس چې د سر دريمه برخه ويښتان پرې نکړي د هغه احرام نشي خلاصيدلای، او د هغه لپاره د ګنډل شويو جامو اغوستل او له ښځې سره انډيوالي کول بدستور حرام پاتې دي، کوم خلک چې سر سري سر سري دوه څلور ويښتان پريکړي او جامې واغوندي ګوا که هغه د احرام په حالت کې جامې اغوستې دي، د کوم له امله چې د هغه په ذمه دَم لازمي را روانې دي ([8]).

د احنافو په نزد دلته فقهي مسئله دا ده چې د سر خريلو په سلسله کې يوازې د دريمې برخې خريل واجب دي او د ټول سر خريل بهتر دي، خو د ويښتانو پريکولو په سلسله کې د سر د دريمې برخې ويښتان د ګوتې د يوه بند په اندازه يې پريکول واجب دي او د ټول سر پريکول مستحب دي، خو علامه ابن همام رحمه الله هغه قول غوره کړی کوم چې د امام مالک رحمه الله مسلک دی، هغه دا چې د ټول سر خريل يا يې پريکول واجب دي، او هغه فرمايلي چې همدا صواب دی ([9]).

مسئله : که چيرته يو کس ځنګل يا داسې ځای ته ولاړ شي چيرته چې چاړه او بياتي (قينچي) نه وي نو دا عذر معتبر نه دی، تر څو پورې چې حلق يا قصر ونکړي نه حلاليږي ([10]).

مسئله : تر څو چې حلق يا قصر ونکړی شي انسان په احرام کې پاتې دی، د هغه لپاره هغه ټول شيان ممنوع دي کوم چې په احرام کې منع دي، د ښځې او ميړه تر مينځ يو ځای کيدل (کوروالی کول) هم نه دې روا، که چيرته په همدې دوران کې يو چا د کوروالي وظيفه اجراء کړه، يا يې بل منع شوی کار تر سره کړ نو د داسې کس په ذمه دَم لازميږي ([11]).

مسئله : د حجامت کونکي لپاره دا شرط ده چې په ايام نحر يعنې له لسمې تر دوولسمې پورې يې وکړي، هغه که په شپه کې وي او په ورځ کې وي خو په حرم کې يې کول ضروري دي، که چيرته يې په همدغه ذکر شوي وخت کې ونکړي يا يې له حرم پرته په بل ځای کې وکړي نو حلاليږي خو دَم پرې واجبيږي ([12]).

مسئله : د احرام ليرې کولو په نيت محرم په خپله هم خپل ويښتان ليرې کولای شي، او د دويم محرم ويښتان هم ليرې کولای شي، که ستاسو کوم ملګري ستاسو د احرام خلاصولو لپاره ستاسو ويښتان ليرې کړي دي صحي يې کړي، د هغه په ذمه دَم لازمې نه دي ([13]).

مسئله : د احرام خلاصولو لپاره ميړه د خپلې ښځې، پلار د خپل زوی ويښتان پريکولی شي، ښځې دا کار په خپله هم کولای شي ([14]).

([1]) البناية، باب التمتع، ج : ۵، ص : ۱۹۵، بحر الرائق، کتاب الحج، باب الجنايات، ج : ۳، ص : ۲۶، آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۷۹.

([2]) معلم الحجاج، ص : ۱۷۰.

([3]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۳۱، هدايه، کتاب الحج، باب الاحرام، ج : ۱، ص : ۲۵۰.

([4]) معلم الحجاج، ص : ۱۷۰.

([5]) فتاوی عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۳۱، بدائع الصنائع، ج : ۲، ص : ۱۴۰، کتاب الحج، فصل واما الحلق او التقصير.

([6]) معلم الحجاج، ص : ۱۷۰.

([7]) مشکوة شريف، مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۶۹۸.

([8]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۸۰ – ۳۸۱.

([9]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۷۰۱.

([10]) معلم الحجاج، ص : ۱۷۱.

([11]) ارشاد الساري، ص : ۴۸.

([12]) معلم الحجاج، ص : ۱۷۱ – ۱۷۲.

([13]) ارشاد الساري، ص : ۱۵۴.

([14]) ارشاد الساري، ص : ۱۵۴، آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۸۳.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close