د حج مسایل (۳۳مه برخه) – طواف زیارت

طواف زيارت

په منی کې د رمی، ذبح، حلق يا قصر له کولو وروسته به مکه مکرمه ته ځي او طواف به کوي کوم چې په دريو نومونو افاضه، طواف رکن او طواف زيارت سره ياديږي، د همدغه طواف وخت د ذی الحجه د لسمې نيټې د صبح صادق په راختو شروع کيږي او تر دوولسمې نيټې پورې جاري پاتې کيږي، خو په لسمه نيټه يې کول ډير غوره دي، د دوولسمې نيټې د لمر له لويدو وروسته يې وخت ختميږي، که يو څوک له دې وروسته طواف وکړي طواف به يې وشي خو دَم پرې واجبيږي.

کوم حاجي چې له طواف قدوم سره د حج سعی کړې وي نو اوس به په طواف زيارت کې رمل نکوي، او که چيرته په هغه وخت کې يې سعی نه وي کړې نو اوس دې له طواف زيارت وروسته سعی وکړي او د طواف زيارت د شروع په اولنيو دريو ګردشونو کې دې رمل هم وکړي.

پاتې شوه د اضطباع مسئله : دا چې د اضطباع تعلق له نا ګنډل شويو جامو سره دی نو له همدې امله کوم کس چې له طواف زيارت وروسته سعی کوي، که چيرته هغه تر اوسه پورې حلق يا قصر نه وي کړی او ګنډل شوې جامې يې نه وي اغوستې نو په طواف زيارت کې دې اضطباع وکړي، او که چيرته يې حلق يا قصر کړی وي او ګنډل شوې جامې يې اغوستې وي نو اوس دې له اضطباع پرته طواف وکړي.

د طواف زيارت د صحت شرطونه

(۱) د طواف زيارت کوونکی به مسلمان وي، ځکه چې د کفر په حالت کې صحت نلري.

(۲) عاقل به وي، ځکه چې د ليوني طواف زيارت صحت نلري.

(۳) تميز به کولای شي، ځکه چې د بې هوشي په حالت کې صحت نلري.

(۴) د حج احرام تړل دي، که چيرته يوه کس د حج احرام نه وو تړلی طواف زيارت يې صحت نلري.

(۵) په عرفات به يې وقوف کړی وي، که چيرته يې نه وو کړی نو طواف زيارت يې صحت نلري.

(۶) د طواف نيت به يې کړی وي، ځکه که چيرته يو کس د کوم ورک شوي کس د لټون لپاره له بيت الله شريف څخه ګرد چاپيره ګرځي نو د همداسې کس طواف زيارت صحت نلري.

(۷) په خپل مقرر وخت کې به وي، يعنې د لسمې نيټې له صبح صادق د ديارلسمې نيټې د لمر تر لويدو پورې، که چيرته يوه کس د لسمې نيټې له صبح صادق مخکې وکړ طواف زيارت يې صحت نلري.

(۸) مکان دی، يعنې د بيت الله شريف په مسجد کې به وي، يا به يې په بام وي، يا به په دويم دريم منزل کي وي، له جومات څخه د باندې طواف زيارت صحت نلري.

(۹) په خپله د طواف زيارت کول، يعنې په طواف زيارت کې نيابت صحي نه دی، البته که يې بل کس په شا کړي، يا يې په کجاوه کې کينوي نو داسې کول د معذور کس لپاره له جزاء پرته صحت لري، او د غير معذور لپاره سره له جزاء صحت لري، که چيرته يو کس بې هوشه شوی وي او ملګري يې د هغه له لوري احرام تړلی وي او د هغه لپاره طواف زيارت وکړي نو صحت لري.

(۱۰) د طواف زيارت د زياترو ګردشونو کول، چې څلور ګردشونه يې فرض دي، او پاتې دری يې واجب دي.

(۱۱) طواف به په هيڅ شي باندې فاسد شوی نه وي، که چيرته خدای مکړه يو کس مرتد شي نو طواف يې فاسديږي.

(۱۲) طواف زيارت تر مړينې پورې نه قضاء کيږي، که هر څومره وخت ژوندی وي چې هر وخت طواف زيارت وکړي طواف يې صحي کيږي، او له خپلې ښځې سره همبستري ورته حلاليږي، البته د ځنډولو له امله د جزاء په توګه پسه ذبح کيږي.

(۱۳) طواف زيارت بدل (عوض) نلري، مګر دا چې حاجي صاحب مخکې له وقوف عرفات وفات شي او د حج تمامولو وصيت يې کړی وي، چې د هغه وکيل يو اوښ يا يوه غوا ذبح کړي نو د هغه حج پوره کيږي.

(۱۴) که چيرته حاجي مخکې له وقوف عرفات وفات شي، او د حج د تکميل وصيت يې کړی وي نو د پاتې ټولو مناسکو په بدل (عوض) کې دې يوه بدنه ذبح کړی شي نو حج د هغه صحي او تکميل کيږي ([1]).

([1]) فتح القدير، ج : ۲، ص : ۳۹۰.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close