د حج مسایل (۳۵مه برخه) – د طواف زيارت واجبات

لیکوال : م ، نجم الرحمن فضلي

د طواف زيارت واجبات

(۱) په خپلو پښو د طواف زيارت کول، البته معذور کس يې په کجاوه يا بل څه کې کولای شي.

(۲) له ښي لوري د طواف شروع کول.

(۳) د طواف زيارت د اوو ګردشونو پوره کول.

(۴) د کامل طهارت په حالت کې د طواف زيارت کول.

(۵) د عورت پټولو په حالت کې يې کول.

(۶) په ايام نحر کې يې کول ([1]).

د طواف زيارت مسايل

مسئله : کوم کس چې تمتع يا قران کړی وي د هغه لپاره په دريو شيانو کې ترتيب واجب دی، لومړی دې د جمره عقبه رمی وکړي، بيا دې قرباني وکړي، بيا دې ويښتان ليرې کړي، که چيرته له همدغه ترتيب خلاف وکړي نو دَم پرې لازميږي ([2]) مګر د همدغو دريو شيانو او طواف زيارت تر مينځ ترتيب واجب نه ده، بلکې سنت ده، پس له همدغو دريو شيانو څخه علی الترتيب له فارغيدو وروسته طواف زيارت ته تلل سنت دي، خو که چيرته يوه کس له همدغو دريو شيانو څخه مخکې طواف زيارت وکړ نو د خلاف سنت کيدو له امله مکروه دی خو په هغه باندې دَم نه لازميږي ([3]).

مسئله : د طواف زيارت اول وخت د لسمې نيټې صبح صادق دی، له دې مخکې روا نه دی، او اخير وخت يې د وجوب په اعتبار ايام نحر دي، که چيرته له دې وروسته وکړی شي نو صحي کيږي خو دَم واجبيږي.

طيبي رحمه الله ويلي چې د طواف زيارت وخت د امام شافعي رحمه الله په نزد د لوی اختر له نيمې شپې وروسته شروع کيږي، او د نورو ائمه ؤ مسلک دا دی چې د دې وخت د لوی اختر له صبح صادق وروسته شروع کيږي او د اخيري وخت يې هيڅ تعين نشته، هر وخت چې وکړی شي روا دی، خو د امام ابو حنيفة رحمه الله په نزد د طواف زيارت کول په ايام نحر کې واجب دي، لهذا که چيرته يو څوک دومره تاخير وکړي چې ايام نحر ټولې تيرې شي او بيا همدغه کس له دې وروسته طواف زيارت وکړي نو په هغه باندې دَم يعنې د جزاء په توګه د ځناور ذبح کول واجب دي ([4]).

مسئله : په حج کې له حلق کولو وروسته او د طواف زيارت له کولو مخکې د احرام ټول ممنوعات روا کيږي، خو د ښځې او ميړه تعلق روا نه دی، تر څو چې طواف زيارت ونکړي ([5]).

مسئله : طواف زيارت د حج رکن عظيم دی، تر څو چې طواف زيارت نه وي شوی ښځه او ميړه د يوه بل لپاره روا نه دي، بلکې په همدغه معامله کې احرام بدستور باقي دی، نو له همدې امله ښځو ته د طواف زيارت پريښودل بيخي نه دي پکار، بلکې د پرواز پريښودل ورته پکار دي ([6]).

مسئله : که چيرته کوم کس طواف قدوم د جنابت په حالت کې کړی وي، په هغه کې يې رمل کړی وي او سعی هم کړې وي، نو دوباره سعی کول واجب دي او د رمل را ګرځول سنت دي، او که چيرته يې بې اودسه کړی وي نو د سعی را ګرځول مستحب دي ([7]).

مسئله : د دوولسمې نيټې د لمر له لويدو مخکې د طواف زيارت کول واجب دي، که نه نو دَم لازميږي ([8]).

له طواف زيارت وروسته بيرته منی تلل

په لسمه نيټه د طواف زيارت له کولو وروسته دې بيرته منی ته ولاړ شي، يوولسمه او دوولسمه شپه دې په منی کې تيره کړي، او په همدغو دواړو ورځو کې دې له زوال وروسته د دريواړو جمرو رمی کوي، که په لسمه نيټه يې طواف زيارت نه وو کړی نو په يوولسمه نيټه يا په دوولسمه نيټه هر وخت چې وي که ورځ وي او که شپه وي مکه مکرمه ته دې ولاړ شي او طواف دې وکړي ([9]).

([1]) ارشاد الساري، ص : ۱۵۵.

([2]) البحر الرائق، ج : ۳، ص : ۲۶.

([3]) آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۸۴.

([4]) مظاهر حق جديد، ج : ۲، ص : ۷۱۴.

([5]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۳۲، کتاب الحج، الباب الخامس في کيفية اداء الحج.

([6]) عالمګيري، ج : ۱، ص : ۲۳۲، هدايه، ج : ۱، ص : ۲۵۰.

([7]) معلم الحجاج، ص : ۱۷۳ – ۱۷۴.

([8]) بدائع، ج : ۲، ص : ۱۳۲، کتاب الحج، فصل واما زمان هذا الطواف، آپکی مسايل اور انکا حل، ج : ۵، ص : ۳۸۷.

([9]) احکام حج، ص : ۱۱۱، احسن المناسک، ص : ۱۴۵ – ۱۴۶.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close