د حج مسایل (۳۶مه برخه) – څلورمه ورځ (۱۱) د ذی الحجه –

څلورمه ورځ (۱۱) د ذی الحجه

د ذی الحجه په يوولسمه نيټه به دريواړه جمره (جمره اولی) (جمره اوسطی) او (جمره عقبه) په ترتيب سره اوه (۷) اوه (۷) شګې وولي ([1]). دا رمی (ويشتل) له زوال وروسته د لمر له لويدو مخکې سنت دي ([2]) مګر د هجوم (ازدحام) له امله يې سپين ږيري، ناروغان او ښځې د سخت تکليف (مشقت) يا د ځان د ويرې له امله په شپه کې هم همدغه رمی کولی شي، بلکې د ځان د ويرې له امله يې د ځوانانو لپاره هم په تاخير کې کراهيت نشته ([3]).

د (جمره اولی) او (جمره اوسطی) له رمی چې فارغ شي نو لږ وړاندې دې ولاړ شي او يوې خوا ته دې مخ پر قبله ودريږي او ښې ښې دعاګانې دې وکړي، په همدغه ځای کې د دعا قبليدو خاص اميد شته دی، خو د (جمره عقبه) له رمی وروسته دعا کول نشته، د دعا له کولو پرته دې بيرته خپل ځای ته راشي ([4]).

د همدغې ورځې رمی دې په دې ترتيب سره وکړی شي چې لومړی دې (جمره اولی) په اوو (۷) شګو په هغه طريقه وويشتل په کومه طريقه يې چې په لسمه نيټه (جمره عقبه) ويشتلې وه، له همدغې رمی چې فارغ شي نو له خلکو دې ګوښه شي مخ په قبله دې ودريږي لاسونه دې پورته کړي او دعا دې وکړي، کم له کمه دومره وخت دې ودريږي په څومره وخت کې چې شل آيتونه تلاوت کيدلای شي، په همدغه وقفه کې دې په تکبير، تهليل، استغفار او درود شريف کې مشغول اوسي، د خپل ځان، خپلو دوستانو او عامو مسلمانانو لپاره دې دعا وکړي، دا هم د دعا د قبليدو ځای دی، له دې وروسته دې (جمره اوسطی) ته راشي او په همدې ډول دې په اوو (۷) شګو وولي، له دې وروسته دې له خلکو ګوښه شي مخ په قبله دې ودريږي لاسونه دې پورته کړي په دعا او استغفار کې دې د يو څه وخت لپاره مشغول اوسي، بيا دې (جمره عقبه) ته راشي او د تير په څير دې په اوو (۷) شګو وولي، له دې وروسته دې د دعا لپاره نه دريږي، همدلته د دعا لپاره دريدل په سنت سره ثابت نه دي.

د نن ورځې همدغه کار وو کوم چې پوره شو، پاتې وخت دې په منی کې په خپل ځای کې تير کړي، په ذکر، تلاوت او دعاګانو کې دې مشغول اوسي، په غفلتونو او بې ګټې کارونو کې دې وخت نه ضايع کوي ([5]).

پنځمه ورځ (۱۲) د ذی الحجه

په همدغه ورځ دې له زوال وروسته د لمر له لويدو مخکې په دريواړه جمرو باندې اوو (۷) اوو (۷) شګې وولي، په همدې کې هم همغه تفصيل دی کوم چې د يوولسمې نيټې د جمرو ويشتلو په بيان کې تير شو ([6]).

د پاتې کيدو اختيار او رمی

په دوولسمه نيټه د رمی له کولو وروسته حاجي صاحبانو لره اختيار دی که په منی کې پاتې کيږي او که مکه مکرمه ته بيرته راځي ([7]) اګر که بهتره دا ده چې پاتې شي، په ديارلسمه نيټه رمی وکړي او بيا مکه مکرمه ته واپس بيرته راشي، خو که چيرته د ذی الحجه د ديارلسمې نيټې په صبا په منی کې وو نو همدا رمی هم واجبيږي، له زوال وروسته دې رمی وکړي او بيا بيرته راتلل دي ([8]).

په مکه معظمه کې پاتې کيدل

له حج څخه له فارغيدو وروسته که چيرته په مکه معظمه کې د قيام کولو موقع پيدا شي نو دا دې لوی غنيمت وګڼل شي او د دې ډير زيات قدر دې وکړی شي ([9]) په شپه او ورځ کې چې څومره کولای شي نفلي طوافونه دې وکړی شي، د خپل مور پلار له لوري، د خپلو استاذانو له لوري، د خاص محبينو او محسينينو له لوري دې طوافونه وکړی شي ([10]).

چا چې د بيت الله لور ته مخ ګرځولو او غائبانه لمنځونه به يې کول او له دې وروسته به يې هم کوي، اوس دې بالکل هغې ته مخامخ او د هغې د ديوالونو لاندې دې ودريږي، لمنځونه دې وکړي او د ټول عمر ارمان دې وباسي، که يو چا ته له تکليف رسولو پرته ممکن وي نو حجر اسود دې هم ښکل کړی شي ([11]).

له ملتزم سره دې له سترګو ښې اوښکې توی کړي او له خپل رب  جل جلاله څخه دې د دنيا او آخرت د کاميابي، د مسلمان ملت د ازادي لپاره، د مجاهدينو د فتح او کاميابي لپاره او په ټوله نړۍ کې د اسلام د غلبه لپاره دې دعاګانې وغوښتل شي.

په مسجد حرام کې دې کيني وخت په وخت دې د الله تعالی  جل جلاله همدغه مقدس کور ته د عظمت او محبت په نظر سره وکتل شي ([12]).

دا ټول هغه بهارونه دي کوم چې له مکه مکرمه څخه له تلو وروسته تاسو ته په نصيب کيدلای نشي، له همدې امله همدغه موقع غنيمت وګڼئ او د الله تعالی  جل جلاله د نعمتونو او برکتونو چې څومره قدر کيدلای شي ودې کړی شي.

([1]) بدائع الصنائع، ج : ۳، ص : ۱۴۹.

([2]) ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۵۲۱، مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۴۰.

([3]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۳۷.

([4]) بدائع الصنائع، ج : ۳، ص : ۱۴۹، مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۴۲.

([5]) احکام حج، ص : ۱۱۴، احسن المناسک، ص : ۱۴۷ – ۱۴۸.

([6]) بدائع الصنائع، ج : ۳، ص : ۱۴۹.

([7]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۴۳.

([8]) مناسک ملا علي قاري، ص : ۲۴۴.

([9]) حج سنت کی مطابق کيجئ، ص : ۶۷.

([10]) حج سنت کی مطابق کيچئ، ص : ۶۸.

([11]) ردالمحتار، ج : ۲، ص : ۴۹۳.

([12]) غنية الناسک، ص : ۱۳۸.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close